Advertisements
ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

ماشومان او ګرمي؛ څنګه یې وساتو، څه خوراک ـ څښاک ورکړو؟

لیکنه: صادق طارق

د ګرمۍ ستونزه عامه ده، ټول باید ترې ځان وساتو، په خاص ډول خپل ماشومان.

خو څنګه یې وساتو، د څه خوراک ـ څښاک زیات بندوبست ورته وکړو؟

په دې مطلب کې همدې ټکیو ته پاملرنه کوو.

ولې یې وساتو؟

د ګرمۍ له وجې معمولاً د انسانانو د وجود د تودوخې کچه بدلیږي او دا کار یې د خوله کیدو سبب ګرځي.

له خولې کیدو سره مو د وجود دفاعي سیستم هم بدلون کوي او د پخوا په شان فعالیت او قوت پکې نه پاتې کیږي.

په ماشومانو کې بیا دغه وضعیت د دې سبب کیږي، چې وجود یې په طبیعي او نورمال ډول وده ونه کړي.

دا کار همدا شان د دوی د وجود د زیات نرمښت سبب کیږي.

څه وکړو؟

یو مهم بحث دا دی، چې د ماشومانو له پوښاک سره احتیاط وکړو.

البته ټول باید د ګرمۍ لپاره خاصې جامې ولرو، نورې وانه غوندو او موسم سره ځان عیار کړو.

د ماشومانو لپاره د جامو په برخه کې زیات احتیاط وکړئ. نه داسې جامې یا دریشۍ ور وغواندئ چې ټول وجود یې ورسره پټ وي او د ګرمۍ سبب یې شي او نه داسې، چې د وجود زیاتې برخې یې لوڅې او د لمر له خطر سره مخ وي.

همدا شان جامې او دریشۍ یې باید نرۍ او نرمې وي، چې وجود او پوستکي ته یې زیان ونه رسوي.

د دې ترڅنګ ګرمو سیمو او لمر ته یې له وړلو هم ډډه وکړئ.

سربېره پردې تازه مېوه زیاته ورکړئ، اوبه زیات پرې وڅښئ.

په تازه مېوو کې هندواڼه او خټکي دواړه ورته زیات ګټور دي.

دلیل یې دا دی، چې په دې مېوو کې پریمانه اوبه شته او د دوی د وجود اوبه زیاتوي.

دا مېوې همدا شان سوډیم او پوتاشیم ډېر لري، چې په ګټه یې تمامیږي.

دغه راز باید سیوري کې وي او لمر ته زیات کینښني.

د دې ترڅنګ د اوړي په اړه یې وپوهوئ، چې لمر ته لاړ نه شي، سیوري ته لوبې وکړي او دغه راز ځان تږي پرې نه ږدي.

د ماشومانو لپاره دغه راز په سیوري او مازیګر کې د لوبو بندوبست وکړئ.

د ورځې په اوږدو کې یې ډېر بهر مه پریږدئ، که ښوونځي یا وړوکتون ته ځي، هلته یې له ښوونکو سره ان اړیکې وساتئ، چې لمر ته یې پرې نه ږدي او پوره پام ورباندې وکړي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق