ماشوم ولې ډېرې پوښتنې کوي؟

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: عطا محمد میاخېل
ماشومان تل د زده کړې او خپل شاوخوا چاپېریال ته د کتلو په حال کې دي او اوسنی وخت په ښه توګه درک کوي، د هغوی خوښېږي، چې د خپل شاوخوا چاپېریال په اړه معلومات ترلاسه کړي، نو له همدې امله ډېرې پوښتنې کوي او دغه راز ډېر غږېږي.
ماشومان فکر کوي، چې والدین یې د ټولو پوښتنو په ځواب پوهېږي، نو له همدې امله، له هغوی څخه ډېرې پوښتنې کوي، هغوی داسې احساس کوي، چې هرڅه لامل لري او کولای شي، چې د پوښتنو په پوښتلو سره، په بېلابېلو مسایلو باندې پوه شي.
په دې اساس کله چې ماشوم له خپلې مور څخه پوښتي: ( ولې د هغه سړي قد دومره لوړ دی؟) د حیرانتیا وړ خبره نه ده، کله وخت ماشوم د خپل خپګان او اندېښنې د کمولو لپاره پوښتنې کوي.
ماشوم له حیواناتو څخه وېرېږي او دا ډول پوښتنه کوي: ( هغه سپی ولې دومره غاپي؟ ) کله وخت ماشوم خبرې پیلوي او پوښتنې کوي، ترڅو وکولای شي، له خپلو والدینو سره اړیکه ټینګه کړي او هغوی ته نږدې شي.
په ډېری مواردو کې کله چې مور او پلار د ماشوم پوښتنو ته ځواب ورکوي، هغه یو ځل بیا هماغه پوښتنه کوي او یا دا چې له هغوی څخه بیا پوښتنه کوي او وایي: والدین ولې د خپل ماشوم پوښتنو ته د ځواب ورکولو پرمهال خواشیني کېږي.
کله وخت والدین واقعاً نه پوهېږي، چې ماشوم یې څه څیز غواړي، ځکه د دوی په توضیحاتو باندې نه قانع کېږي، په دې اساس غوره ده، چې د ماشوم پوښتنو ته له ځواب ورکولو څخه مخکې، له هغه څخه وپوښتي، چې موخه یې څه ده او هغه واقعاً له تاسو څخه څه غواړي.
ځيني وخت ماشوم له تاسو څخه پوښتنه کوي او کله چې ځواب یې ورکوئ، نو یو ځل بیا له تاسو څخه پوښتنه کوي، ځکه ستاسو موخې ته متوجه شوی نه دی. هغه نه شي کولای، چې هغه څیزونه درک کړي، کوم چې خپله یې نه دي تجربه کړي.
د بېلابېلو مسایلو په اړه د ماشوم لید، له تاسو سره توپیر لري، په همدې دلیل تاسو باید د هغه عمر ته په پام سره ځواب ورکړئ، دغه راز باید د ماشوم د تکراري پوښتنو د اورېدو چمتووالی هم ولرئ، ځکه هغه باید په یوه مطلب باندې په خپل ذهن کې څو څو ځله مرور وکړي، ترڅو وکولای شي، درک یې کړي. ماشومان معمولاً هغه پوښتنې کوي، چې ځوابول یې ستونزمن کار دی.
یوه ورځ یوه څلور کلن هلک له خپل دوست څخه وپوښتل: چې ولې ستا مور دوه زامن لري. د هغه ماشوم مور نه غوښتل، چې ماشوم خواشینی کړي او یوازې ووایي، چې زما خوښېدل، چې یوازې دوه زامن ولرم، نو له دې امله یې پوښتنه بېرته ماشوم ته ور وګرځوله او له هغه څخه یې وپوښتل: ته څه فکر کوې، چې ولې زه یوازې دوه زامن لرم؟ ماشوم هم وویل، ځکه چې ستا زړه غوښتل، چې دوه زامن ولرې!
ځیني وخت ماشومان له تاسو څخه داسې پوښتنې کوي، چې ستاسو د حیرانتیا لامل ګرځي. د بېلګې په توګه: کله چې له خپل ماشوم سره پلورنځي ته تللي یاست، هغه چیغې وهي او وایي: ( هغه سړی ولې دومره چاغ دی؟ ) ماشوم نه پوهېږي، چې هغه سړی د دې خبرې په اورېدو خپه او خواشینی کېږي.
ماشوم د هغه سړي له لیدو څخه حیران شوی، نو ځکه یې دا پوښتنه کړې ده او ستاسو د حیرانتیا سبب شوې ده. په داسې حالاتو کې غوره ده، چې د ماشوم پوښتنې ته ډېر لنډ او ګټور ځواب ورکړئ او ووایئ: ( الله ج، هغه همداسې پیدا کړی دی)، وروسته هڅه وکړئ، چې د بحث موضوع بدله کړئ او وروسته د دې مسئلې په اړه، له هغه سره لا ډېرې خبرې وکړئ.
که چېرې د ماشومانو پوښتنې مو تاسو خواشیني کوي، نو په یاد ولرئ، چې تل تاسو اړ نه یاست، چې هرې پوښتنې ته یې ځواب ورکړئ.
ځیني وخت بسنه کوي، چې د خبرو د تایید لپاره یې سر وخوځوئ او په دې کار سره هغه ته دا وښیئ، چې خبرو ته یې پام کوئ، کله چې ماشوم متوجه کېږي، چې خبرو ته یې غوږ یاست، نو همدا به ورته بسنه وکړي.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.