اپریل 16, 2021

هغه ماشوم چې انځور یې ټوله نړۍ حیرانه کړه

Advertisements
سرچینه: تابناک
ژباړه: عایشه حیدري

یو کوچنی هلک د نایجریا د اکټ په دښتې کې وموندل شو. دغه ماشوم چې امید نومېږي کورنۍ یې ناسم باورونه درلودل، د دغه ماشوم کورنۍ په دې عقیده وه چې نوموړی دوی ته بدچانسي او یا بدبختۍ راوړي، نو ځکه یې د نایجریا د اکټ په دښتې کې پرېښی و.
دغه ماشوم د DINNodhjael خیریه بنسټ د بنسټ اېښودونکې انجا رینګرن لوون، په نایجریا کې موندلی و.
کله چې د دغه کوچني هلک د ۲۰۱۶کال انځورونه خپاره شول نو نړیوال یې حیران کړل. د امید د هغه مهال او اوسنيو انځورونو له پرتلې څخه جوتېږي چې یاد ماشوم په سختې خوار ځواکۍ اخته شوی.
وروسته تر دې چې امید د DINNodhjael خیریه بنسټ له لوري وموندل شو، یاد خیریه بنسټ له امید سره مرسته وکړه تر څو وکولای شي خپل اړین خواړه ترلاسه کړي.
د امید مور او پلار باور درلود چې زوی یې تور بخت لري او دوی ته بدبختي راوړي نو ځکه یې هغه د نایجریا د اکټ په دښتې کې پرېښی و.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ