د ژاولې له تېرولو وروسته په بدن کې څه پېښېږي؟

ژباړه: نسیمه محمدي
 د ژاولې تېرول خطرناک دي؟
تاسې به حتما د ماشومتوب پړاو کې ژاولې له ستوني تېرې کړي وي او د کورنۍ د غړو له خوا به مو هم د زیانونو په اړه بېلابېل ګواښونه اورېدلي وي. یو له دې ګواښونو څخه په معده کې د ۷ کلونو لپاره د ژاولې پاتې کېدل دي. آیا دا وینا حقیقت لري؟ آیا پوهېږئ د ژاولې له تېرولو وروسته څه پېښېږي؟ له مونږ سره واوسئ، تر څو  د ژاولې تېرولو په زیانونو پوه شئ.
 د ژاولې ژول او تېرول
ژاولې له طبیعي او مصنوعي موادو، ساتونکي موادو، خوند ورکونکي او خوږونکو موادو څخه جوړې شوي دي. بدن کولای شي خواږه کونکي مواد لکه قند جذب کړي او که له قند لرونکو ژاولو ګټه اخلئ، کولای شي ډېره زیاته کالوري مو بدن ته داخله کړي.
ژاوله په معده کې د هایدرو کلوریک اسید په واسطه هضم او له منځه وړل کېږي مګر په ژاوله کې موجود پلاستیک چې د بیوتیل په نامه یو ډول پولېمير او په بشپړ ډول مصنوعي دی او د انسان هضمي سیستم د هغې په هضم بر لاسی نه دی، نو د کولمو له طریقه له بدن دفع کېږي.
 د ژاولې په تېرولو څه پېښېږي؟
کله چې ژاوله ژوو د ژاولې لوی، لوی مالیکولونه د ژبې د انزایم په وسیله مېده او تجزیه کېږي مګر کله چې د تمرکز د نشتوالي له امله ژاوله وخوړل شي معده نشي کولی په ژاوله کې شته پلاستیک هضم او د یو څخه تر دوو ورځو ژواله د نورو خوراکي توکو په څېر د هضمي کانال لارې او اطراح سیستم په واسطه له بدن دفع کېږي.
د ژاولې تېرول د بدن په داخلي برخه کې بندښت نه رامنځته کوي او د داخلي غړو د یو بل سره د نښتلو سبب نه ګرځي مګر یوه لویه ژاوله یا څو کوچنۍ ټوټې ژاوله خوړل ممکن ستاسې د هاضمې سیستم بند کړي.
 په ماشومانو کې د ژاولې تېرولو زیانونه
داسې پېښې ډېری وخت په ماشومانو کې، چې د هغوی اندامونه کوچني دي، سمون خوري. په ډېرو کمو مواردو کې، د ژاولو زیاته اندازه تېرول په کوچنیانو کې له قیضیت سره مل او د هضمي کانال د غړو د بندښت لامل ګرځي. ژاولې د نورو خوراکي توکو په څېر لکه ماکاروني، غوښه یا د آجیل په څېر هضم او له بدن دفع کېږي، خو په دومره توپير چې لږ څه ستونزمن هضمېږي.
 
سرچینه: نمناک

عمران خان: د امریکا د تېروتنو له امله طالبان سیاسي جوړجاړي ته چمتو نه دي

by عاقله اسد in افغانستان

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي طالبان سیاسي جوړجاړي ته نه دي تیار. نوموړي له یوې امریکایي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې امریکا بې وخته له افغانستان د ځواکونو ایستل پیل ... نور ولولئ