سپورټ کرکټ

د چینای او بنګلور  ۲۵ لوبې چا ډېرې ګټلې؟

له ۲۰۰۸ راهیسې په آی پي اېل کې چینای سوپرکېنګز او رایلز چلېنجرز بنګلور لوبډلې ۲۵ ځلې مخ شوي دي.

په دغو لوبو کې ۱۵ ځلې چینای بریالۍ شوې، چې د بنګلور لوبډله ماته کړې، په مقابل کې یې بنګلور بیا یوازې ۱۰ لوبې ګټلې دي.

د لوبو حال

په ۲۰۰۸ کې دواړې لوبډلې دوه ځلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې، چې لومړي ځل کې چینای، بنګلور ته په ۱۳ منډو ماته ورکړه.

په همدغه کال کې بیا بنګلور دویمه لوبه کې چینای ته په ۱۴ منډو ماته ورکړه او خپل بدل یې واخیست.

په ۲۰۰۹ کې درې ځلې مخ شوې، لومړۍ لوبه کې بنګلور په ۲ منډو بریا خپله کړهو دویمه لوبه بنګلور په ۶ وېکټو وګټله او درېیم ځل چینای په ۹۲ منډو بری خپل کړ.

په ۲۰۱۰ کې بنګلورلوبډلې، چینای ته په ۳۶ منډو ماه ورکړه، خو دویمه لوبه کې یې چینای په ۵ وېکټو بریا حاصله کړه.

په ۲۰۱۱ کې څلور ځلې مخ شوي دي، چې لومړۍ لوبه چینای په ۲۱ منډو، دویمه لوبه بنګلور په ۸ وېکټو، درېیمه لوبه چینای په ۶ وېکټو او ۴ مه لوبه چینای په ۵۸ منډو وګټله.

په ۲۰۱۲ کې چینای په ۵ وېکټو وګټله او دویمه لوبه یې د باران له امله بیخي لغوه شوه.

په ۲۰۱۳ کې دوه لوبې وشوې، چې لومړۍ لوبه چینای په ۴ وېکټو او دویمه بیا بنګلور په ۲۴ منډو وګټله.

په ۲۰۱۴ کې دوه لوبې وشوې، چې لومړۍ یې بنګلور په ۵ وېکټو وګټله او دویمه یې چینای په ۸ وېکټو خپله کړه.

په ۲۰۱۵ کې درې لوبې وشوې؛ درې واړه چینای په ۲۷ منډو، ۲۴ منډو او درېیمه چینای په ۳ وېکټو ګټلې وه.

په ۲۰۱۶ او ۱۷ کې چینای لوبډله په آی پي اېل کې نه وه او پرځای پونه سوپرجایاینټس لوبډله ولوبېدله.

په ۲۰۱۸ کې دوه لوبې وشوې، چې دواړه چینای په ۵ او ۶ وېکتو وګټلې.

په ۲۰۱۹ کې دوه ځلې مخ شوې، چې لومړۍ یې چینای په ۷ وېکټو وګټله او دویمه یې بنګلور په یوه منډه ګټلې وه.

تېره شپه یې ۲۴ مه لوبه ترسره شوه، چې بنګلور پکې چینای ته په ۳۷ منډو ماته ورکړه او ویرات کولي د ۹۰ ناسوځېدلو منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د پنجاب او کلکتې لوبه

کلکتې د آی پي اېل په تاریخ کې درې ځلې په کمو منډو بری خپل کړی.

په ۲۰۰۸ کال کې کلکتې له بنګلور څخه په ۵ منډو لوبه ګټلې وه، ۲۰۱۴ کې یې شارجه کې د بنګلور پر وړاندې په دوه منډو بری خپل کړی و او ۲۰۲۰ کال کې یې له پنجاب څخه په دوبۍ په دوه منډو لوبه وګټله.

کلکتې لوبډلې د آی پي اېل په ۲۴ مه لوبه کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د شوبمن ګېل د ۵۷ منډو او دېنېش کارتېک د ۵۸ منډو په مرسته ۱۶۴ منډې وکړې.

پنجاب د کی اېل راهول د ۷۴ منډو او د میانک اګروال د ۵۶ منډو په مرسته ۱۶۲ منډې وکړې او لوبه ترې کلکتې په دوو منډو وګټله.

د دې لوبې غوره لوبغاړی دېنېش کارتېک وپېژندل شو.

نن ماسپښین دوه نیمې بجې حیدراباد د راجستان پر وړاندې سیالۍ ته ښکته شوې او شپږ نیمې بجې یې ډیلي د ممبيي پر وړاندې ۲۷ مه لوبه روانه کړې.

 

33333333.JPG

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ