ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کرونا

د چین ولسمشر وايي، له هېڅ کوم هېواد څخه هېڅ ډول سړه یا توده جګړه نه غواړي

لیکنه: مهر تاج

د چین ولسمشر «شي جینپینګ» ویلي، چې چین له هېڅ کوم هېواد څخه هېڅ ډول سړه یا توده جګړه نه غواړي. د سیاسي اهدافو لپاره د کرونا د ناروغۍ کارول باید په کلکه رد شي او د کورونا وایروس پر وړاندې باید متحد ووسو.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په یوه مجازي وینا کې، د چین ولسمشر ویلي، چې له کورونا ناروغۍ سره مبارزې کولو لپاره، نړۍ باید د ساینس‌پوهانو لارښوونې تعقیب کړي. د چین کورونا وایروس واکسین اوس د ازمایښت په درېیم پړاو کې دي.

هغه ویلي، چې له چمتووالي وروسته به دغه واکسین د لومړیتوب پر اساس پرمختیایي هېوادونو ته واستول شي او د نړۍ د خلکو سوکالۍ لپاره به وړاندې یا عرضه شي.

د چین ولسمشر ویلي، چې د نړۍ اقتصادي ننګؤنو سره باید ګډه مبارزه وشي، د هېوادونو ترمنځ اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل شي، د اقلیم د بدلون په اړه اقدامات باید پلي شي.

دا هم د یادونې وړ ده، چې نن ملګرو ملتونو ته په خپله وینا کې، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې چین باید په نړۍ کې د کورونا وایروس د خپریدو مسؤل وګڼل شي.

تر دې دمخه د ملګرو ملتونو عمومي منشي «آنتونیو ګوټیرس» پرته له دې چې د چین او متحده ایالاتو نوم واخلي، په یوه وینا کې ویلي، چې د نړۍ ټول هېوادونه باید د امکان تر حده د سړې جګړې او شخړې څخه مخنیوی وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ