ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه طبیعت

ایا په چین کې د اوبو د را پورته کېدلو ناورین پېښېدونکی دی؟

The Yangtze River is home to some of China's most spectacular natural scenery, a series of canyons the Qutang Gorge, Wuxia Gorge and Xiling Gorge, collectively known as the Sanxia, or Three Gorges which will be partly flooded after the Three Gorges dam is finished. Coursing over a distance of 6,380 kilometers, the mighty Yangtze is the longest river in China and the third longest in the world after the Amazon in South America and the Nile in Africa. It is also a cradle of ancient Chinese civilization. China
عایشه حیدري

په وروستيو کلونو کې چینايي چارواکو د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي، خو نړۍ باید د یانګتزي سیند په حوزه کې را منځته کېدونکو پېښو ته جدي پاملرنه وکړي. د دغه سیند په ساحلي برخو کې کړکېچ د ټولنیزو شخړو او سیاسي بې ثباتۍ له زیاتېدو سره اړیکه لري.

yangtze.jpg

جولیر بوکالیټي (Giulio Boccaletti) په امريکايي نشریې Project Syndicate کې لیکلي چې د ختیځې اسیا د سږني دوبي موسم چین ته سخته ضربه ورکړې ده، د سږ کال د جولای میاشتې وروستیو پورې د ۴۳۳ سیندونو په اړه د اوبو د را پورته کېدلو او سېلابونو خبردارۍ ورکړل شوی و، چې له امله یې زرګونه استوګنځي ویجاړ او دندې له منځه ولاړې، او میلیونونه وګړي د خپلو کورونو د له لاسه ورکولو له وېرې سره مخ شول.

په پویانګ جهیل کې چې د چین د خوږو اوبو تر ټولو ستر جهیل دی، د اوبو کچه ۲۲.۶ ميټره، تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده او د ۴۵ میلیونه نفوس لرونکي ختیځ جانګشي ولایت چارواکي یې د جګړې د وخت تدابیرو نیولو ته اړ کړل. د چین اوسېدونکي د شاوخوا ۲۰ کلونو په موده کې له دغسې پېښې سره نه وو مخامخ شوي، خو په ډېر احتمال دا د دغه ډول پېښو پیل دی.

ویجاړونکي سیلابونه په چین کې تازه پېښه نه ده، زرګونه کلونه کېږي چې چین له دا ډول سمندري سیلابونو سره مخ دی، تاریخ پېښو ښودلې چې د یوه هېواد سیاسي پایښت او د دولت پیاوړتيا په ښکاره توګه د سیندونو د سیلابونو په مخنيوي کې ونډه لري.

د وروستي ځل لپاره په ۱۹۹۸ کې چین له سختو ویجاړونکو سیلابونو سره مخ شو چې هغه مهال ۳زرو تنو خپل ژوندونه له لاسه ورکړل، او ۱۵ میلیون تنه بې کوره شول، او د یادو سیلابونو اقتصادي زیانونه ۲۴ میلیارډ ډالرو ته ورسېدل، د چین دولت سره له دې چې دې دا ډول سیلابونو په سیاسي ارزښت پوهېږي او د همدې موضوع په درک سره یې سیلابونو د مخنیوي لپاره له بنسټیزو کارونو نیولې بیا د اراضۍ اړوند اصلاحاتو پورې اقدامات کړي دي.

له هغې را وروسته، چین د نوښتګرو او صنعتي ګامونو له برکته په نړۍ کې په دوم ستر اقتصادي ځواک بدل شوی دی، چې اصلي لامل یې سیندونو په برخه کې زیربنايي چارې دي. چین په تېرو ۲۰ کلونو کې په بېساري ډول د سیندونو سیسټم نه یوازې د ۱۹۹۸ د ناوړه پېښو د تکرار د مخنیوي په پار، بلکې د برېښنا تولید په موخه رغولی دی.

د یانګتزي سیند اوبه، اوس مهال بې ساري ځړوبو، په نړیوالو معیارونو برابرو بندونو او زيربنايي تاسیساتو  تر منځ بهېږي. د درې خوړونو لرونکی دغه بند، د نړۍ تر ټولو ستر بند دی. چې د سیلابونو د مخنيوي لپاره طراحي شوی دی.

Untitled.jpg

په ۲۰۱۰ کال کې سایکلون (Cyclone La Niña) یوې غیر معمولي پېښې د بند د ارام اقیانوس په ختیځ خوا کې چې نوې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وه، له لومړني ازمايښت سره مخ کړ. د هماغه کال په جولای کې د دغه بند ذخیره په یوې ثانیې کې د ۷۰زره میټرو مکعبو اوبو سره برابره وه. په‌ پای کې د اوبو کچه څلور میټره لوړه شوه، خو بند روغ پاتې شو او د دغه ناورین مخنیوی وشو. دا چین ته شین څراغ وو چې چین اوس کولای شي د ارام ساه واخلي او په دې باوري شي چې یانګتزي د ویجاړونکو څپو مخه نیول شوې ده.

څرګنده نه ده چې په چین کې به اوضاع څه ډول مخ ته ځي، له دغه ناورین سره د مقابلې په لار کې د چینايي چارواکو يوه کوچنۍ تېروتنه هم کولای شي د اوبو د مدیریت په اوسنیو تګلارو کې بدلون رولي. د شلمې پېړۍ درس څرګند دی او ډېری سیندونه د کنټرول وړ دي خو  ځينې یې د بېساري اقلیمي بدلونونو له امله د مهار وړ نه دي.

نړۍ باید هغه څه چې د یانګتزي سیندیزې حوزه کې پېښېږي، جدي وګڼي، دا څرګنده ده چې ساحلي بحرانونه اجتماعي او سیاسي کړکېچ ته لاره هواروي او د چین سیلابونو ناوړه پایلې به یوازې چین اغېزمن نه کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ