بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر

سیټیک؛ اسمانڅکه ودانۍ

لیکنه: ياران
ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

د اسمانڅکو ودانیو جوړول ډېر لګښت او خورا زیات وخت غواړي، خو داسې ښکاري چې په چین کې دغه کار ډېر ساده او اسانه دی، داسې چې ان د دغه ستر هېواد په ډېرو کوچنیو ښارونو کې هم لوړ برجونه او اسمانڅکې ودانۍ تر سترګو کېږي، چې د پښتو له مشهورې وینا سره سم به مو ورته په کتلو د سر خولۍ په ځمکه پرېوځي.

په رښتیا هم په چین کې د نړۍ ډېرې لوړې ودانۍ شته چې له دې ډلې يوه د سیټیک ودانۍ ده.

ZunTower.jpg
سیټیک ودانۍ Citic Tower چې د China Zun په نامه هم یادېږي د چین په زړه یا (پکن) کې واقع ده. د سيټیک ودانۍ د نړۍ یوه زړه راښکونکې اسمانڅکه ودانۍ ده چې په ټوله نړۍ کې جوړه نه لري او چین ته ور تلونکي سیلانیان او سوداګر د سیټيک لیدلو ته هم ورځي، دې ودانۍ لیدلو د و راتلونکو سیلانیانو شمېر هر کال له لسګونو زرو تنو اوړي.

China Zun Tower 6.jpg
د سیټیک ودانۍ ۵۲۷.۷ متره لوړوالی لري او د همدغه لوړوالي له کبله یې د نړۍ په لوړو ودانيو کې نهم ځای خپل کړی دی. د دغې ۱۰۹ پوړیزې ودانۍ لوړوالی او ډېر پوړونه دومره حیرانونکي نه دي څومره چې د دغې ودانۍ بهرنۍ ننداره او جوړښت د حیرانتیا وړ ده، د سیټیک ودانۍ په لیدلو یې انسان افسانوي نړۍ ته ځي.

10762-87782.jpg
د سیټیک ودانۍ پورتنۍ برخه د دغه برج له ښکتنۍ برخې څخه لویه ده. د سیټیک ودانۍ دغه بڼه تصادفی نه ده جوړه شوې، بلکې چینايي طراحانو او معمارانو د Zun په نامه د لرغوني چینايي لوښي په بڼه ډيزاین کړې ده، دغه لوښي په لرغوني چین کې د شرابو د څښاک لوښی وو.

هغه خلک چې د دې لوښي او د سیټيک د ډيزاین په اړه هغومره مالومات نه لري په لومړي ځل د دغې ودانۍ ډيزاین ورته د داسې یوه ګلدان په څېر ښکاري چې نرۍ ملا ولري او ان تر اسمانه رسېدلی وي.

د سیټیک ودانۍ د ودانولو چارې په ۲۰۱۸ زېږیز کې پای ته ورسېدې، او اوس هره ورځ په سلګونو سیلانیان او د چین وګړي د ۱۰۱ لېفټ له اسانتياوو سره په دغه برج کې ښکته او پورته کېږي.

indoor.jpg
کله چې په ۲۰۱۸ کې د سیټیک ودانۍ پرانیستل شوه په نړیواله درجه‌بندۍ کې چین د ۲۳ ځل لپاره د هغو هېوادونو په لړ کې راغی چې لوړې ودانۍ یې لرلې، د دغې ودانۍ جوړونه نه یوازې چین ته اقتصادي ګټې رسوي، بلکې د د لامل شوي چې چین د نړۍ د اسمانڅکو ودانیو په لړ کې د ډېرې مودې لپاره پاتې شي.China Zun Tower 3.jpg
د سیټیک ودانۍ د چین څوارلسمه لوړه ودانۍ ده چې له ۲۰۰ مترو څخه ډېر لوړوالی لري، له همدې کبله په ۲۰۱۸م کې چین وکولای شو چې په پر له پسې توګه د دریم ځل لپاره د نړۍ د ډېرو لوړو ودانيو لرونکو هېوادونو (هغه ودانۍ چې له ۲۰۰ مترو څخه ډېر لوړوالی ولري) په ليست کې لومړی ځای خپل کړي.IMG-20200708-WA0004.jpg
که تاسو هم د چین زړه «پیکینګ» ته سفر لرئ، نو د دې ښکلې او زړه راښکونکې ودانۍ لیدل مه هېروئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ