فوټبال؛ د چمپېنزلیګ پایلوبې ته منچسټر سیټي او چلسي لوبډلو لاره پیداکړه

د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ نیمه پایلوبې ته د ۳۲ قوي لوبډلو له ډلې منچسټر سیټي، چلسي، پاریسن ژرمېن او ریال ماډریډ فوټبال لوبډلو لاره پیداکړې وه، چې منچسټر سیټي د پاریسن ژرمېن سره او چلسي بیا د ریال ماډریډ سره مخ شوه.

 

لومړۍ نیمه پایلوبه

 

لومړۍ نیمه پایلوبه د منچسټر سیټي او پاریسن ژرمېن فوټبال لوبډلو ترمنځ د تګ او راتګ په ډول ترسره شوه، چې د تګ په پړاو لوبه کې منچسټر سیټي ۲ ګولونه پر ۱ بریا خپله کړه او د راتګ په پړاو لوبه کې یې بیا ۲ ګولونه پر ۰ بریا خپله کړه، چې منچسټر سیټي په دې سره په ټولیزه توګه ۴ ګولونه پر ۱ بریالۍ سوه او پایلوبې ته ووته.

د تګ پړاو لوبه یې د اپرېل میاشتې په ۲۸مه او د راتګ پړاو لوبه یې بیا وړمه شپه ترسره شوه.

د تګ په پړاو لوبه کې منچسټر سیټي ته په ۶۴تمه دقیقه کیون ډي براین او ۷۱یمه دقیقه کي ریان مهریز ګولوهني وکړې.

د پاریسن ژرمېن لپاره بیا مارکونوس په ۱۵مه دقیقه کې ګول وواهه.

د راتګ په پړاو لوبه کې منچسټر سیټي ته ریان مهریز په ۱۱مه ۶۳تمه دقیقه کې دوې ګولوهنې وکړې.

په دې پړاو کې چې د پاریسن ژرمېن په کوربتوب هم ترسره شو، پکې دې لوبډلې ګولوهنه ونه کړه.

 

دویمه نیمه پایلوبه

 

دویمه نیمه پایلوبه د چلسي او ریال ماډریډ فوټبال لوبډلو ترمنځ د تګ او راتګ په ډول ترسره شوه، چې د تګ په پړاو کې لوبه یو ګول په مقابل کې د یو ګول په مساوي ډول پای ته ورسېده، خو چلسي د راتګ په پړاو لوبه کې په خپل کوربتوب ۲ ګولونه پر ۰ ریال ماډریډ ته ماتې ورکړه، چې چلسي په دې سره په ټولیزه توګه ۳ ګولونه پر ۱ بریالۍ سوه او پایلوبې ته ووته.

د تګ پړاو لوبه یې د اپرېل میاشتې په ۲۷تمه نېټه ترسره شوې وه او د راتګ پړاو لوبه یې بیا تېره شپه ترسره شوه.

د تګ په پړاو لوبه کې چلسي ته کریسټن پولسیز په ۱۴مه دقیقه کې او ریال ماډریډ ته بیا کریم بنزیما په ۲۹مه دقیقه کې ګولوهنې وکړې.

د راتګ په پړاو لوبه کې د چلسي لپاره ټیمو ویرنیر په ۲۸مه او ماسون مونټ په ۸۵یمه دقیقه کې ګولوهنې وکړې.

دا پړاو چې د چلسي لوبډلې په کوربتوب ترسره شو، پکې ریال ماډریډ هیڅ ګولوهنه ونه کړه.

 

پایلوبه

 

اوس د دوو انګلستانۍ لوبډلو منچسټر سیټي او چلسي لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره کیږي.

دا پایلوبه د راتلونکې مې میاشتې په ۲۹مه نېټه د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره کیږي.

دې دوو انګلستانۍ لوبډلو اسپانوۍ او فرانسوۍ لوبډله په نیمه پایلوبه کې له مخې لرې کړې.

دا به د چمپېنزلیګ په تاریخ کې درېیمه پایلوبه وي، چې دوې انګلستانۍ لوبډلې یې کوي.

منچسټر سیټي او چیلسي ۲۰۲۱م کال،
تاتنهام او لیورپول ۲۰۱۹م کال،
چلسي او منچسټر یونایټیډ ۲۰۰۸م کال.

مخکې دا ریکارډ یوازي د اسپانیا سره و، چې درې کلونه یې لوبډلې د چمپېنزلیګ په پایلوبه کې سره مخ شوې.

ریال ماډریډ او والینسیا ۲۰۰۰م کال،
ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ ۲۰۱۴م کال،
ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ ۲۰۱۶م کال.

 

وروستي مطالب