معجزې ته ورته اوبه؛ د پنیرو اوبه دا ګټې لري

بشر دروېش
پنیر زموږ د زیاتو کلیوالو سیمو یو مهم پیداوار دی. د پنیرو په قدر او ګټو ټول پوهیږو، خو د اوبو په ګټو یې ډېر نه یوو خبر.
همدا دلیل به وي، چې ډېر وخت د پنیر اوبه ایسته غورځوو او په اضافي سترګه ورته ګورو.
معجزې ته ورته اوبه
د هغو ناروغیو ډاکټران، چې د پنیر اوبه یې په درملنه کې مهم رول لري، دغه اوبه معجزې ته ورته ګڼي.
د ادرارو (تشو بولو) سوزاک او د پښتورګو ناروغي هغه مهمې ناروغۍ دي، چې د پنیرو اوبه یې درملنې ته ډېره ګټه رسوي.
ایټالوي متلونه
د پنیرو اوبه په نوره نړۍ کې دومره د پام وړ دي، چې حتا ایټالویانو ورته متلونه جوړ کړي دي.
ایټالویان په یوه متل کې وایي: که غواړې روغ او فعال اوسې، د پنیرو اوبه څښه!
په بل متل کې ویل شوي: که انسانان هره ورځ د پنیرو اوبه وڅښي، ډاکټران بې کاره پاتې کیږي.
مهمې ګټې
د پنیرو اوبه په ټوله کې دا مهمې ګټې لري:
– د هاضمې سیستم پیاوړی کوي.
– د وزن په کمولو کې مرسته کوي.
– د وینې غوړ کموي.
– د وینې قند منظم ساتي.
– د وینې فشار کنټرولوي.
– ورزش کارانو او عمر خوړلو ته کافي انرژي ورکوي.
– د میکروب ضد خواص لري.
– د هډوکو په پیاوړتیا کې نقش لري.
– د بدن دفاعي سیستم ورسره پیاوړی کیږي.
– په پښتورګو کې د کاڼو د جوړیدو مخنیوی کوي.
– د مفاصلو په درد کمولو کې هم مرسته کوي.
– وجود ته په کافي اندازه پروتین ورکوي.
نورې سپارښتنې
– د چاپېریال د ککړتیا له کبله نن انسانان د وینې د مسومیت زیاتې تجربې لري. د پنیرو اوبه د دې ستونزې په مخنیوي کې هم مهمه ونډه لري.
– د پنیر اوبه په هره کچه عمر لرونکو، خاصتا لوړ عمره خلکو ته ډېره ګټه لري.
– د پنیر اوبه کولمې هم پاکې ساتي، په نوره نړۍ کې دا اوبه په درملتونونو کې خرڅیږي.
– د پنیرو اوبه د وجود د لاسته راوړونکي کلسترول په متوازن ساتلو کې هم نقش لري.
– دغه اوبه ډیرمعدني مواد، په خاص ډول ډېر کلسیم او د ویټامین بي او بي شپږ ډېر محلولونه لري.
– هغو کسانو ته دا اوبه په خاص ډول توصیه کیږي، چې غوړ او پروتین باید لږ مصرف کړي. دلیل یې دا دی چې د پنیر اوبه یې د دغو شیانو د کم مصرف له اړخه رامنځته کیدونکې تشه په وجود کې ډکوي.
– د پنیر اوبو ډېراستعمال د سرطاني ناروغیو په مخنیوي کې هم نقش لري.
– پنیر د مالګې په اوبو کې مه ږدئ، که مو کیښود زیات مواد یې له منځه ځي.
– د پنیر اوبه کوچنیو ماشومانو ته حتا د مور د شیدو بدیل کیدای شي.
– د پنیر اوبه په خپل کور کې هم د پنیر جوړولو د مهارت په صورت کې جوړولی شئ، کنه پنیر جوړونکو نه یې وغواړئ.