Advertisements
سفر

ارزانه او نه هېریدونکي سفرونه؛ د دې مشورو په مرسته یې ترسره کړئ

لیکنه: صادق طارق

سفر یا چکر تقریباً د ټولو انسانانو یو مشترک ذوق او ضرورت دی.

خو پر سفرونو زیات لګښتونه هم کیږي، له همدې کبله ده چې زیات خلک ورته زړه نه ښه کوي او جیب ته په کتو ورڅخه ډډه کوي.

د ډېرو خلکو هیله دا وي، چې سفرونه یې له کورنیو سره یو ځای او له خوندو و ښو خاطرو یې په ګډه برخمن شي.

دا کار هم طبعاً زیات قیمتي تمامیږي، ځکه یې خلک نه کوي.

خو دا مشورې که عملي کړئ، هم به مو سفرونه ښکلي او له خاطرو ډک وي او هم به زیات لګښت ورباندې ونه شي.

سوچ او لټه وکړئ

ډېر وخت خلک یوازې د یوه ښکلي ځای له نوم اوریدو سره دستي هلته د تلو نیت کوي، چې دا منطقي او سمه نه ده.

تاسې که کوم بهرني هېواد یا د خپل هېواد کومې برخې ته غواړئ سفر وکړئ، غوره ده چې وار د مخه د هغه ځای، لګښتونو، تفریح ځایونو، فرهنګ و رواج، د سفر اړتیا، تدارکاتو، موخو او ټولومسایلو په اړه یې هم لټه او هم فکر وکړئ.

لازم وسایل یوسئ

د پېښو مخنیوی نه شو کولای، خو ورسره د لازم چلند تدابیر لرلای شوو.

له دې کبله ښه ده، چې د سفر مودې ته په کتو سره لازم وسایل درسره یوسئ او په سفرکې د احتمالي پېښو( ترافیکي حادثې، ناروغۍ، اضافي جامو، تفریح وسایلو، د موټر او نورو وسایلو او…) لپاره تدابیر لازم دي.

د پېژندنې کارت ولرئ

تاسې څه دنده لرئ؟ محصل، استاد، بل کاره یا د کوم ارګان اړوند یاست؟

حتماً به د پېژندنې ځینې کارتونه لرئ، هغه درسره واخلئ، حتماً مو په کاریږي.

کیدای شي د بهرني هېواد یا بل ښار پولیس درباندې شکمن شي، یا خدای مه کړه لاره کې کومه حادثه وشي، د دې ټولو لپاره تاسې سره د پېژندنې د کارت موجودیت ضرور دي.

موقعیتونه وپېژنئ

له خپلو دوستانو، انټرنیت او نورو لارښودو ادرسونو په دې کې مرسته واخلئ، چې د سفر اړوند ځای کې مو غوره هوټلونه، تفریح ځایونه او نور، چې هم یې قیمت او هم یې کیفیت ښه وي، وپېژنئ.

سوغات اخیستو کې پام کوئ

له سفر کولو سره مو حتماً دوستان تمه او حق لري، چې تاسې ورته سوغاتونه یوسئ.

دا کار وکړئ، خو خپل جیب سره مصلحت مه هېروئ.

د دوستانو حق ټول په یوه ورځ نه ادا کیږي او نه یې یو مخ هېرول ضرور دي.

د سفر د ځای عام او دودیز سوغاتونه درسره واخلئ، دقت پکې وکړئ، له دوستانو سره حتا مشوره لا وکړئ څو هم مو سوغاتونه د هغوی په خوښه وي او هم مو اقتصادي وضعیت پکې په پام کې نیول شوی وي.

مناسبه استوګنه ولرئ

داسې ځای کې استوګنه غوره کړئ، چې هم ښکلی وي، هم یې لګښت زیات نه وي او هم هغو سیمو ته لنډ او د اسانه لاسرسي وړ وي، چې زیات سروکار ورسره لرئ.

په دې برخه کې د هوټلونو په اړه انټرنیټي پلټنه او د دوستانو له شخصي معلوماتو او تجربو ګټه اخیستل غوره دي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق