ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کورنی ژوند

پر مبايل او انټرنټ د ماشومانو روږدي کېدل

  • لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

ماشوم د ټولنې بنسټ او راتلونکی دی، که چېرې یې د روغې روزنې لپاره منظم پلان ونه لرو، نو پر بېلابېلو چارو به ځان بوخت او دا بوختیا به د روږدتیا تر کچې ورسېږي او په راتلونکي کې به یې پر ذهن، اروا، هوښ او استعداد ناوړه اغېزه وکړي، له همدې ستونزو څخه د مخنیوي په موخه مو ارواپوه ښاغلی استاد شرف الدین عظیمي پوښتلی هیله ده، چې دا درنې خبرې تر وروستیو راسره ولولئ.

پوپلزۍ: استاد په پیل کې که راته ووایئ چې ماشوم څنګه پر موبایل او انټرنېت روږدی کېږي؟
استاد عظیمي: دا چې په تېره یوه لسیزه کې الکټرونیکي وسیلو په بېساري بڼه پرمختګ وکړ او دا د دې لامل وګرځېده چې نه یوازې د لویانو، بلکې د ماشومانو فزیکي فعالیت هم محدود کړي. زه فکر کوم چې موږ وروستی نسل وو چې په کوڅه کې مو لوبې کولې، ځکه ننني ماشومان ورځ تر بېګا پر مبایل آیپټ او ټلویزیون بوخت وي او عمده لامل یې پخپله مور و پلار دي، ځکه هغوی داسې وسایلو ته لاسرسی اسانه کړی.

پوپلزۍ: که ماشوم موبایل او نورو الکټرونیکي وسایل ډېر وکاروي په روحیه به یې کوم اغېز وکړي که نه؟
استاد عظیمي: هر کله چې ماشوم د اوږده مهال لپاره پر مبایل بوخت وي دا د دې لامل ګرځي چې هغه خپله ډېره انرژي پر دې شیانو ولګوي او د نورو چارو د ترسرولو لپاره پوره انرژي پاتې نشي، دا پخپله د ماشوم حوصله کموي او روحیه یې سستوي، ځکه هرکله چې د ماشوم فکر بل ځای بوخت وي په عین وخت کې بل کار کول ورته ستونزمن کېږي او دا نېغ په نېغه د هغه پر روحیه اغېز پرېباسي.

پوپلزۍ: استاد ماشوم ولې پر الکتونیکي وسیلو باندې روږدی کېږي؟
استاد عظیمي: ځکه چې زیاتره کورنۍ د ماشوم لپاره مهالوېش نه جوړوي؛ ځینې فعالیتونه یې نه محدودوي؛ خوړیز ریژیم ته یې پام نه کوي؛ ماشوم ته وخت نه ورکوي؛ د کیسو ویلو کلتور له مینځه تللی او فزیکي فعالیتونو ته یې پوره پام نه کېږي.

پوپلزۍ: استاد آیاد دا د ماشومانو لپاره ګټه هم لري؟
استاد عظیمي: موږ یوه روږدتیا لرو او بل له مبایل څخه ګټه اخیستل. زما په اند روږدتیا په هېڅ صورت ګټوره نشي تمامېدای، ځکه هره روږدتیا پر بېځایه وخت تېرولو، انرژي ضایع کولو او او ځان ته زیان رسولو پاېيږي، خو که مسئله له مبایل څخه ګټه اخیستل وي او دا ګټه اخیستل تر ۳۰ دقیقو کم وي، نو روږتیا نه ده او ښایي ځینې ګټې هم ولري.

پوپلزۍ: استاد د داسې روږدتیا لاملونه څه دي؟
استاد عظیمي: د علم او ټیکنالوژۍ پرمختګ، د مور و پلار بوختیاوې، د فزیکي لوبو کمرنګه کېدل، بېلابېل خیالي ګېمونه، فوټبال او کرکټ، د الکترونیکي وسیلو جذابیت او انټرنټ ته په آسانه لاسرسی هغه لاملونه دي چې له امله یې ماشومان پر مبایل او نورو الکټرونیکي وسیلو روږدي کېږي.

پوپلزۍ: استاد دا روږدتیا کومې نښې لري؟
استاد عظیمي: هر کله چې ماشوم له ۱ – ۵ ساعته پر مبایل او انټرنټ بوخت وي، وړکتون یا مکتب ته په تللو کې سستي کوي، لږ لوبې کوي، د مبایل د نشتون په صورت کې ناوړه کړنې سرته رسوي او پرته له دې وسایلو ژاړي او چغې وهي، نو ویلای شو چې ماشوم په مبایل روږدی شوی دی.

پوپلزۍ: استاد دا ډول روږدتیا به کومې بدې پایلې ولري؟
استاد عظیمي: له درس سره نه لېوالتیا، لږ فزیکي فعالیت، بد چلند کول، د ټولنیزو اصولو نه زده کول، ذهني سستي، ژر ستړیا او بې انګېره‌توب هغه پایلې دي چې روږتیا یې سرچینه ګڼل کېږي.

پوپلزۍ: د ماشومانو پر دې ناروغه چارو کې کې کورنۍ څومره ونډه لري؟
استاد عظیمي: زما په اند کورنۍ پخپله د دې ناورین لامل دي، ځکه ډېری کورنۍ او میندې و پلرونه پخپله پر دې شیانو روږدي دي هر کله چې ماشوم خپل لویان ګوري چې ټول بوخت دي، نو هغه هم ناچاره دې ته اړ کېږي چې ځان پر یو څه بوخت کړي، چې له یوازیتوب څخه ځان وژغوري چې هغه وسیله به پر غالب ګمان مبایل یا نور الکټرونیکي وسایل وي.

پوپلزۍ: استاد د دې حللاره څه ده؟
استاد عظیمي: که چېرې ماشوم پر مبایل یا نورو الکټرونیکي وسیلو روږدی وي، نو کرار کراره د دې وسیلو محدودول، نورې بوختیاوې، ماشوم چکر ته بیول، له نورو ماشومانو سره یې اړیکې رغول، ټولیزو لوبو ته د ماشوم هڅول او نو مرسته کوي.

پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې په توګه که راته ووایاست چې څنګه له دې کار څخه مخنیوی وکړو؟
استاد عظیمي: پر مبایل او انټرنټ د روږدتیا د مخنیوي په موخه باید ماشوم ته مهالوېش او منظم پروګرام جوړ کړو، ځکه د هر څه لپاره پلان جوړول پایله ورکوي. بل دا چې الکترونیکي وسایل باید محدود کړو او د اړتیا پر مهال ور څخه ګټه پورته کړو. درېیم دا چې ماشوم ته باید وخت ورکړو او خبرې ورسره وکړو، چې د ځان کم لیدنې احساس ونه کړي او د روږدتیا پر لور ګامونه وانه خلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ