سپورټ کرکټ

هغه چټک توپ اچوونکی چې په ټېسټ لوبو کې یې شپږسوه وېکټې پوره کړې

سپورټ یاران

د پاکستان او انګلستان ترمنځ درېیمه ټېسټ لوبه د جېمز انډرسن لپاره له لاسته‌راوړنو ډکه وه.

جېمز انډرسن د پاکستان خلاف درېیمه ټېسټ لوبه کې ۵ وېکټې واخیستې او له دې سره یې د خپلو ټېسټ لوبو وېکټو شمېر شپږسوو ته ورساوه.

هغه په نړۍ کې څلورم توپ اچوونکی دی، چې یاد نوملړ ته رسېږي.

د ټېسټ وېکټو برخه کې لومړی مقام د سریلانکا موتیا مورالي تارن دی، هغه په ټېسټ لوبو کې ۸ سوه وېکټې اخيستې دي.

دویم مقام د اسټرالیا د شېن وارن دی، هغه په ټېسټ لوبو کې ۷۰۸ وېکټې ترلاسه کړې، درېیم مقام د هندوستان د انېل کومبلي دی، هغه ۶۱۹ وېکټې ترلاسه کړې دي.

او جېمز انډرسن څلورم ځای ونیوه.

انډرسن ۱۵۶ لوبو کې ۶ سوه وېکټې اخیستي دي.

نوموړي له ۲۰۰۳م تر ۲۰۲۰ کاله پورې ۸۷ وېکټې د ویسټ انډیز خلاف اخیستې، ۹۳ وېکټې یې د سویلي افریقا خلاف، ۱۱ وېکټې د زِمبابوې پر وړاندې، ۷۴ وېکټې د پاکستان پر وړاندې، ۱۱۰ وېکټې د پاکستان خلاف، ۵۲ وېکټې یې د سریلانکا خلاف، ۹ وېکټې یې د بنګله‌دېش پر وړاندې، ۱۰۴ وېکټې د اسټرالیا پر وړاندې او ۶۰ وېکټې یې د نیوزیلېنډ پر وړاندې ترلاسه کړې دي.

انډرسن د کرکټ په نړۍ کې د سوېنګ د پاچا په نامه مشهور دی، چې بېلابېل سوېنګ بالېنګ یې توپوهونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه رېورس سوېنګ، اېن سوېنګ او اوټ سوېنګ توپونه غورځول. پر دې سربېره سیم او کراس سیم توپونه خورا خطرناک وو.

د انګلستان او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ درېیمه ټېسټ لوبه مساوي شوه او د اورښت له امله یې بشپړې ورځې ونه شوې لوبېدلای.

سیریز د انګلستان په ګټه ځکه تمامېدای شي، چې یوه لوبه یې ګټلې ده او دوې لوبې مساوي شوې دي.

د لوبې غوره لوبغاړی زاک کراولي او د ټول سیریز غوره لوبغاړي، جاس بټلر او محمد رضوان وپېژندل شول.

دواړه لوبډلې د اګسټ په ۲۸ مه نېټه د جمعې په ورځ د درې شل اوریزو لوبو پیل کوي.

وروستۍ شل اوریزه لوبه د سپټمبر په لومړۍ نېټه ترسره کېږي.

james.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ