مارچ 5, 2021

سپورټ؛ د نړۍ پر چټک لوبغاړي دوه کلن بندیز ولګېد

لیکنه: محمدصابر حمیدي

په سل متره واټن کې د ځغاستې پر نړیوال اتل کریستین کُلمن ځکه دوه کلن بندیز ولګېد، چې د ورزش ضد مواد (ډوپینګ) یې کارولي ول.
کُلمن په تېرو ۱۲ میاشتو کې درې ځلې له ټیسټ ورکولو تيښته کړې وه او بالاخره ثابته شوه چې هغه ډوپينګ یا د ورزش ضد درمل څو ځلې کارولي دي.
په همدې موخه د اتلاتیک اتحادیې له لوري پرې ۲ کلن بندیز ولګېد.
اما په سل متره واټ کې د نړۍ د ځغاستې اتل کُلمن ویلي، چې ډوپینګ یې نه دي کارولي.
هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل:

ما هېڅکله له قوت ورکوونکو موادو څخه استفاده نه ده کړې. زه غواړم د خپلې بې ګناهۍ د ثابتولو لپاره هره ورځ لاس په کار شم. زه څه د پټولو لپاره نه لرم. دا زما په حق کې ناعدالتي ده.

هغه د اتلاتیک له نړیوالې اتحادیې څخه وغوښتل چې پرې لګول شوی دوه کلن بندیز لرې کړي او د ډوپينګ ضد درمل کارولو قضیه دې بنده کړي.
۲۴ کلن کریسټین کُلمن په ۱۹۹۶م کې د امریکا په اتلانتا ایالت کې زېږېدلی.
هغه سل متره واټن تېر کال په ۹،۸۹ ثانیو کې طی کړ او د نړۍ تر ټولو تېزترینه د ځغاستې لوبغاړی وپېژندل شو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي