سینما او موسیقي مخکښان

د خندونکو فلمونو او تمثیل وتلي ستوري، چارلي چاپلین ۱۳۰ کلیزه

د خندونکو فلمونو د تېر وخت د مشهور لوبغاړي چارلي چاپلین ۱۳۰م کلیزه ده او لا یې کاميډي فلمونه د مینوالو د خوښې فلمونه دي.

نوموړي په بې غږه فلمونو خپلو مینوالو ته خنده ورکوله، هغه وخت لا کمرې د اداکارانو غږ نشو راخیستلی.

چارلي چاپلین په ۱۸۸۹ کال کې د اپریل په ۱۶ دې نړۍ ته راغلی و، نوموړي په انګلیستان کې په یوه غریب کور کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، دده کار تل خلکو ته خندا ورکول ول.

چاپلین په څوارلس کلنۍ کې د سټيج اداکارۍ ته مخه کړه، ده په سرکس کې هم خپلې وړتیاوې وښودلې، د پنځلس کلنۍ په عمر کې امریکا ته کډوال شو چې امریکا ته له تګ سره سم یې قسمت هم بدل شو.

د سینما خندونکو فلمونو نوموړی د شهرت اوج ته ورسولو او د خپلو همکارانو سره یوځای يې په خپل لوبیز ژوند کې نه هیرېدونکی رول ادا کړ.

بغیر له ویلو اداکارۍ او خپلو خندونکو حرکتونو، په څهره خندا او د خپل رول سره سم ځان جوړولو یې د خلکو په زړونو کې ځای نیولی و، چې اوس یې هم نوم ژوندی دی.

د (دې ګریټ ډائریکټر او سټي لائټس) په څېر فلمونو کې یې د شاندارې اداکارۍ له امله یې ښه په خلکو ځان وپېژانده.

چارلي چاپلین به همېشه ویلي، بغیر له خندا تېرېدونکې ورځ د هېڅ کار نه ده.

چاپلین په ۲۵ د ډسمبر د ۱۹۷۷ کال د ۸۸ کالو په عمر په سویزرلینډ کې د نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی