خواړه روغه سټه

د چرګ غوښه له پخولو څخه مخکې مه مينځئ!

لیکنه: ياران

لیکنه: حامد مشواڼی

ډېری خلک له پخولو څخه مخکې د چرګ غوښه مينځي خو د يوې نوې څېړنې له مخې دا کار خطرناکې پايلې لري. په واشنګټن پوسټ کې يوه خپره شوې څېړنه وايي که څه هم د Food Protection    د ژورنال له مخې اويا سلنه ۷۰٪ خلک له پخولو څخه مخکې د چرګ غوښه مينځي، خو دا کار بدې پايلې لري. خلک چرګ د دې لپاره مينځي چې پرې نښتې وينه يا نورې کتلې لرې کړي، يا دوی فکر کوي دا يو حفاظتي تدبير دی. خو دوی په دې نه پوهېږي چې دا کار غذايي تسمم ته لاره هواروي.

څېړنه ښيي کله چې مونږ په اشپز خانه کې چرګ مينځو او بيا نورې غذاګانې تياروو؛ نو د چرګ له غوښې څخه بکترياوې زمونږ د لاسونو او چاړه په واسطه سلات او نورو غذاګانو ته انتقالېدای شي. څېړنه وايي په مينځلو سره د چرګ له غوښې څخه سلمونيلا او نورې بکترياوې نه شې لرې کېدای، خو دا کار د دې لامل کېدای شي چې نورې غذاګانې لا ککړې کړي. که بيا هم تاسو د چرګ په غوښه باندې کوم خيری يا بل څه وينئ، هغه د لاس په واسطه لرې کړئ او هغه ځای په يو پاک ټوکر ومښئ، او له دې څخه وروسته خپل لاسونه پاک پرېمنځئ.

دلته اړينه ده چې دا يادونه وکړو چې له حلالېدو وروسته چې د چرګ په غوښه باندې کومه نښتې وينه پاتې شي، هغه پاکه ده او هېڅ مشکل نه لري. په اسلام کې يوازې هغه وينه حرامه ده چې د ذبح په وخت کې له حيوان څخه وبهېږي. نو له دې امله چرګ مينځل چې وينه پرې نښتې ده؛ ضروري نه دي.

څه وکړو؟

  • له اشپزۍ څخه مخکې مو لاسونه پاک پرېمنځئ.
  • هغه غذاګانې چې خامې خوړل کېږي له غوښې او چرګ څخه مخکې تيارې کړئ.
  • د چرګ غوښه هېڅکله مه مينځئ.
  • هر ځل چې مو لاس له خامې غوښې سره لګېږي، پاک يې پرېمنځئ.
  • کوښښ وکړئ د غوښې او ترکاريو لپاره يوه چاړه استعمال نه کړئ.
  • غذا په سم ډول پخه کړئ.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران