مارچ 4, 2021

چاپلېن؛ زه ډیرې ستونزې لرم، خو شونډې مې ترې خبرې نه دي او تل خاندي

ژباړه: ملیحه ناصري

چارلي چاپلېن د ۱۸۸۹ز د اپرېل پر ۱۶ لندن – انګلستان کې وزېږېد. مور یې هانا چاپېلن وه. په انګلستان، سویس، امریکا کې اوسېدلی دی. کومېډي (خندنۍ) صامت فلمونه یې جوړول. څلور مېرمنې یې وې: میلدرد هاریس (۱۹۱۸ – ۱۹۲۰ز)، لیتا ګري ( ۱۹۲۴ – ۱۹۲۷ز)، ګدارد(۱۹۳۶ – ۱۹۴۲ز)، اونا اونیل(۱۹۴۳ -۱۹۷۷ز). دوه یې اولادونه و: سیدني چاپلېن (زوی)، ویکتوریا چاپلېن (لور).
چاپلېن ډېر نامتو کومیډین، فلمي لوبغاړی، پروډيوسر، فلمنامه لیکونکی و چې سندرې یې هم جوړولې. ۵۳ کاله یې په سینما کې کار وکړ. دی پخپله وايي چې زه په لندن کې زېږېدلی یم، خو د ایټالیا، فرانسې او امریکا خبري سازمانونو خورا څېړنې وکړې، څو دا خبره یې کره کړي، یوه هم داسې څه ونه موندل چې د چارلي دا خبره ثابته کړي.
د امریکا فډرال پولیس (اف بي آی) پر دې اند دی چې چاپلېن اصلاً یهودي روسی او آر نوم یې اسراييل ټورنشن دی. بله سرچینه بیا وايي چې نه، دی په فرانسه کې زېږېدلی دی.
مور او پلار یې دواړه د انګلستان ویکټوریا سالون کې پر دریځ لوبېدل، خو کله چې دی لا درې کلن شوی نه و، سره جلا شول. پلار یې پر الکولي څښاکو اموخته شو او مور یې لا هم دې سالون کې لوبغاړې وه.
د چارلي مور یوه ورځ سرتېرو ته پر دریځ لوبېده چې کوم مست سرتېري د سټېج خوا ته څه شی را وار کړل، هغه د ده د مور پر سر ولګېد، په وینو سره او په ژړا له سالونه ووته. وروسته وروسته پر اروايي ناروغۍ اخته، بستر شوه. کله چې مور يې له صحنې ووته، پينځه کلن چارلي د غوسه‌شویو سرتېرو ارامولو په خاطر دريځ ته راغی او سندرې یې پیل کړې.
د ده هنري ژوند له همدغې ورځ پیل آن تر ۷۸ کلنۍ یې دوام وکړ.
د پلار نوکرې یې چارلي ښوونځي کې شامل کړ. دی لا ۱۲ کلن و چې پلار یې ومړ. تر دې کړکېجونو وروسته چارلي او وړوکي ورور یې چې ښې وړتیاوې یې لرلې، په همغه زوړ/ پخواني دريځ یې هنر ته مخه کړه. دوی خپله مور هالیووډ ته بوتله، اووه کاله له تګ وروسته هلته مړه شوه. د مور او پلار تر مرګ وروسته پر چارلي او ورور یې د فقر او بېوزلۍ درنه څپه خوره شوه. ځينې لیکنو کې داسې هم ویل شوي چې دوی دومره اړ شوي و چې چارلي به خپل ورور پر کارتنونو ویده کاوه چې خوب یې یوسي.
دې ژوند یې پر فلمي ژوند د پام وړ اغېز وکړ. چاپلېن وايي که مور مې پانټومیم کې نه وه، ما به ډېر لوړ نوم ګټلی و. د چارلي مور پانټومیم کې پیاوړې لوبغاړې وه. وروسته بیا امریکا ته ولاړ او هملته په لوبېدو سره یې د شهرت پړاو پیل شو. دی سټون سالون کې و چې درې فلمونه یې ډک کړل. همدغو فلمونو دی بریا ته ورساوه.
په خپل ژوندلیک کې وايي:

ما د خپلو جامو او څېرې اړوند هېڅ کومه مفکوره نه درلوده. لومړني فلم کې مې چې کوم کالي اغوستي و زما ښه نه ایسېدل. کله چې د جامو خونې ته روان وم، پر لاره چورت راولوېد چې راځه، غټ پتلون، غټ بوټونه  واغوندم، ځانکړې خولۍ پر سر کړم. غوښتل مې چې کالي ټول سره جوړ نه شي. تنګه کورتۍ، کوچنۍ خولۍ مې راوخیستل. نه پوهېدم چې ځان بوډا جوړ کړم که ځوان، خو چې د پروډیوسر خبره رایاده شوه چې ویل یې باید تر خپل عمره غټ وبرېښم، نو ځان ته مې برېت هم راواخیستل. نه پوهېدم چې شخصیت مې څنګه دی، خو چې کالي مې واخیستل ځان کې مې یو شخصیت تر سترګو شو…

تر دې وروسته چاپلېن د خلکو، لیکوالانو، فلم جوړوونکو ترمنځ مطرح شو. ده تر (ستر دیکتاتور) فلم مخکې، ټول فلمونه صامت (ګونګي) جوړول، په نغوتو/ اشارو یې خبرې کولې. د فلم په اړه به قرارداد ورسره کېده، ده به خپله فلمنامه ولیکله، د لیکلو پر وخت یې ځینې ځانګړي ظرافتونه ماغزو ته ورتلل، هغه به یې ورسره یو ځای کړل، فلمي چاپېریال به یې منظم کړ، کاري ډله یې تنظیموله، بیا به یې فلم ډک کړ.
چارلي د خپل وخت له دوو نورو لوبغاړو سره پرتله کېده. یو یې (کیټون) بل یې (لویډ) نومېده. دوی درېواړو ځانګړی سبک لاره. چارلي پر عواطفو تمرکز کاوه، کېټون پر زغم، لوید پر داسې شخصیتونو چې عامو خلکو به خوښول. له سوداګریز پلوه د چارلي فلمونه مخکې و.
لومړنی غږ لرونکی فلم یې (ستر دیکټاټور) دی. نور فلمونه یې (نوی پېر/ عصر) او (د سرو زرو لټوونکي) وو.
شخصي ژوند کې یې څلور ځلې واده کړی. په ۱۹۰۸ز کې مین شو چې نجلۍ هتي کېلي نومېده. دا مینه به تل د هتي د کورنۍ له توند غبرګون سره مخ کېدله، نو بالاخره په ماتې پای ته ورسېده. تر دې وروسته یې بله جذابه نجلۍ ولیده چې ده ته یې خپله یوازینۍ مینه ورپه زړه کوله.
دا میلدرد وه. میلدرد سره تر دوه کاله ژوند وکړ بیا جلا شول. د دې واده ثمره یو زوی و چې تر زېږون درې ورځې وروسته ومړ.
بل ځل واده یې د (د سرو زرو لټوونکو) فلم له اصلي لوبغاړې (لیتا ګري) سره و، دوه زامن یې ترې وشول (سیدني او چارلز). دوه کاله وروسته بیا دا واده په طلاق پای ته ورسېد.
درېیم ځل واده یې د (نوي پېر) فلم له یوې لوبغاړې سره و چې پاولټ ګودارد نومېده. دا واده هم ۱۹۴۲ز کې ناکام شو.
۱۹۴۲ز کې د امریکايي فلمنامه لیکونکي له لور (اونا اونیل) سره اشنا او واده یې وکړ. د نجلۍ پلار له واده سره مخالف و، خو بیا هم دا واده وشو. مانا ۵۴ کلن چارلي له ۱۸ کلنې نجلۍ سره واده وکړ. سره له دې چې دوی دواړو ۳۶ کاله سني اختلاف درلود، خو د ژوند تر پایه سره و اوسېدل او د چارلي تر ټولو ډېر پایېدونکی واده همدا و.
د نړۍ د نامتو لوبغاړي چاپلېن ژوند خورا له درده ډک، بېوزله او د فقر ژوند و، خو بیا هم هغه دا دوې خبرې کړي:
زه ډېرې ستونزې لرم، خو شونډې مې ترې خبرې نه دي، هغوی تل خاندي.
ژوند سخت دی، خو زه تر هغه هم سخت یم.
څلور اسکار جایزې یې ګټلي دی.
په ۱۹۷۷ز د ډسمبر پر ۲۵ ومړ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي