ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې روغه سټه ژوند بڼه طبیعت

چاپېریال ساتنه د ټولو مهمه اړتیا ده

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ 

که موږ د چاپیریال د پاکولو او پاک ساتلو مسوولیت یوازې په ښاروالۍ او د چاپیریال‌ساتنې په ادارې پورې محدود کړو، نو سم کار به نه وي، ځکه موږ خپله د دې ځای او سیمې استوګن یو او تر ټولو ډېر د بد چاپیریال اغېزه پر موږ او زموږ پر کورنیو کېږي، مانا دا چې ستونزه موږ ته پېښیږي، نو په حل کولو کې يې باید تر نورو لومړی منډه ووهو. که چېرته د ښار د هرې سیمې مشران خپل کشران او کورنۍ د چاپېریال‌ساتنې د اهمیت او ارزښت په اړه پوه  کړي او د خځلو او ګندګیو د بې ځایه اچولو مخه ونیول شي، تر ډېره بریده به مو ښار او سیمه پاکه شوې وي.

هغه پلاستیکونه چې په چاپیریال کې یې غورځوو، که یې موږ راپورته کړو یوه ثانیه وخت نیسي، که یې طبیعت ته پرېږدو 450 کاله.
دانسانانو د ژوند د خوندیتوب په پار اړینه ده چې خپلې کړنې کنټرول کړو.
چاپیریال ساتنه، د ژوند ساتنه ده.

د هـوا ککړتیا ځینې لاملونه او زیانونه لري

د هوا ککړتیا د عامې روغتیا یو له مهمو او د پام وړ خطرناکو ستونزو څخه ده، چې ګڼ شمېر ناروغۍ رامنځته کوي.
د هوا د ککړتیا لاملونه په لاندې ډول دي:

  •   د موټرو دود او لوګي؛
  •  د فابریکو دود او لوګي؛
  •  د خښتو د بـټـیـو دود او لوګي؛
  • د ډېرانونو، چټلو او اضافي موادو د سوزولو دود او لوګي؛
  •  د بمي چاودنو دود او لوګي؛
  • د سګرټو لوګی.

د هوا د ککړتیا پورته ټول عوامل د لاندې ناروغیو سبب کېږي

  • د زړه حمله او د زړه نورې ناروغۍ؛
  •  د سږو سرطان او د ساه‌بندۍ ناروغۍ؛
  •  د معدې زخمونه او د معدې سرطان؛
  •   د پانقراص سرطان او التهاب؛
  •   د پوستکي ناروغۍ او د پوستکي سرطان؛
  • د مثانې سرطان؛
  •  د زړه او دماغو د وینې د رګونو بندېدل؛

د پورته ټولو ستونزو د مخنیوي په خاطر د خلکو او مسوولو چارواکو لخوا باید منظم او قاطع تدابیر ونیول شي، چې د خلکو صحت او سلامتي مصؤنه شي.

د چاپېریال د ککړتیا سرچینې

د چاپېریال د ککړتیا عمده منابع په لاندې ډول دي:

  1.  ګرځنده منابع: لکه موټرونه، ملي بسونه، ټرکونه، الوتکې او اور ګاډي؛
  2.   ساحوي منابع: لکه زراعتي ساحې، ښارونه، د لرګیو سوځېدنه؛
  3.  طبیعي منابع: لکه بادونه، اور لګیدنه او اورغورځونکي غرونه؛
  4. صنعتي منابع: لکه فابریکې، د تیلو تصفیه خونې او نور صنعتي کارونه.

د هوا د کیفیت د خرابېدو عمده لامولونه

  •  د خامه سرکونو موجودیت؛
  • د بې کیفیته تیلو استعمال؛
  •   د زاړو موټرو چلول؛
  •  په کورونو کې د ډبرو سکرو سوځول؛
  •   د بې کیفیته موادو استعمال؛
  •  د بې کیفیته تعمیري موادو استعمال؛
  •   د عامه پوهاويب نه موجودیت؛
  • د کورونو نامنظم‌والی.

څه باید وکړو چې چاپېریال مو پاک وي

په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې دولت باید څو لومړيتوبونه په نظر کې ونیسي.

لومړی: په هر ښار کې باید د ګندونو سوځولو لپاره د اینسنیریشن (په یوه خاص حرارت کې د چټلیو سون) دستګاوې جوړې کړای شي چې له یوې خوا په عامه ځایونو کې د سون مخه نیول کېږي او له بلې خوا کېدای شي ډېر په اسانه له همدې لارې برق هم تولید شي چې ګټه یې شاوخوا ټولو کورونو ته رسېږي.

د کابل ښار هره نژدې درې زره ټنه ګند تولیدوي، د یوې محاسبې له مخي کولای شو د اوسنیو ارقامو په اساس د انسنریشن له لارې د دې ګند په سوځولو سره نژدې دوه زره کورنیو ته برق ورکړو.

دویم: په ټولو ښارونو او په تېره بیا په نویو ښارګوټو او اپارتمانونو کې د کانالازېسیون سیستمونه جوړ کړای شي چې پاکې او چټلې اوبه سره جلا شي.

درېیم: د لویو ښارونو لپاره د هغوی د نفوس پر اساس مرکزي د اوبو د پاکوالي دستګاوې جوړې کړای شي چې ټولې چټلې اوبه له پاکېدو وروسته بېرته د کرهنې لپاره وکارول شي او یا هم سیندونو ته وغورځول شي.

د یوې نوې ټیکنالوژۍ په مرسته کولای شو له همدې چټلو اوبو طبیعي غاز پیدا کړو او وروسته یې د سون او یا د برق د تولید لپاره وکاروو.

په افغانستان کې د ډېرو وژونکو ناروغیو لامل د هوا ککړتیا او د ښارونو د ځمکو زهرجن کېدل دی.

څلورم: په کلیو او بانډو کې غیر مرکزي کوچني د اوبو د پاکوالي سیستمونه جوړ کړاې شي چې ډېری پکې له طبیعي او ارزانه موادو استفاده کېږي او په ډېرو کمو امکاناتو فعالېږي.

چاپېریال ساتنه د یوه هېواد دننه د مختلفو ادارو هراړخیزو همکاریو ته اړتیا لري، له ټولو لومړی باید د چاپېریال ساتنې ملي اداره فعاله وي چې د چاپېریال د قانون د تطبیق په خاطر سخت اقدامات وکړي، او د سرغړونې په صورت کې قضایې ارګانونه خپل اجرات ترسره کړي.

عامو وګړو ته پکار دي چې له هغو کارونو ډډه وکړي چې چاپېریال ته د ضرر سبب ګرځي، مثلاً په نویو ودانیو کې د خراب کیفیت تشنابونه، عامه ځایونو کې د پلاستیکونو، ټایرونو او نورو چټلیو سوځول، په کورونو، هوټلونو او نانوایانو کې د خشاکو په توګه د لرګیو یا د ډبرو سکارو سوځول او د زاړه ماشینونو موټرونه کارول، ټول هغه څه دي چې د استعمال په کموالي یې کولای شو تر ډېره بریده شته ستونزې راکمې کړو.

موږ باید خپله هم دې هر څه ته پام وکړو، په سرکونو کې هر څه ونه غورځوو او همداسې نور اړخونو ته که پام وکړو نو زموږ چاپېریال به پاک وي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ