هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
اقتصاد

د ځان تغییر، د جهان تغییر

وايي، د برېټانیا د یو مشهور کس د قبر پر تیږه لیکل شوي:

« زه، چې وړوکی وم، غوښتل مې ټوله نړۍ بدله کړم. لږ چې ستر شوم وپوهېدم نړۍ ډېره ستره ده او زه باید په برېټانیا کې تغییر راولم. وروسته مې برېټانیا هم تر سترګو لویه راغله، هوډ مې وکړ، چې خپل ښار بدل کړم.

په بوډاتوب کې دې پایلې ته ورسېدم، چې باید خپله کورنۍ کې تغییر راولم.
خو اوس، چې د مرګ په درشل کې یم وپوهېدم، چې که له لومړي سره مې ځان بدل کړی وای، کېدای شواى نړۍ مې هم بدله کړې وای.»

د مثبت بدلون او تغییر واک د انسان په خپل لید کې دی.

که څوک خپل لید پراخ او پرانېستی وساتي، ژوند یې بدلېدای شي، خو برعکس په محدود لید او انحصاراتو کې ژوند کول، له انسان نه د هر راز بدلون فرصت اخلي. که د نړۍ د بدلونونو په تړاو زموږ سترګې پټې وي، هرڅه ته د شک په سترګه وګورو او هر بدلون او نوښت د خپلې سلیقې، دود او خویونو په محدوده کې تفسیر کړو، فکر نه کوم، چې موږ په خپل ژوند کې تغییر تجربه کړو.

یو وخت کې زموږ په کلي کې یو چا د خپل بام پر سر د ټلویزیون انتن لګولی و. د کلي ټولو خلکو پرې لعنتونه ویل. د مفسد، بې لارې او ګناهکار کلیمې ورته کارېدې. هغه په ناپوهۍ د متکي دود او کلیوالي خویونو پر وړاندې بغاوت کړی و او د ژوند د تغییر بیرغ یې هسک کړی و. د هغه دغه جرات د دې لامل وګرځېد، چې ټول کلی دغه تغییر تجربه کړي. هغه وخت موږ ته ټلویزیون کفر ښکارېده، خو نن دومره حلال دی، چې خپله روزي مو ورسره تړلې ده.

که څوک غواړي یوه ښه مقاله ولیکي، یا غواړي په خپل مسلک کې کتاب ولیکي، له دې چارې مخکې باید په خپل ځان کې بشپړ تغییر راولي. لومړی تغییر به یې د ټلویزیوني ډرامو د نندارې پر ځای د مطالعې خپلول وي. څومره، چې مطالعه کوي هغه په خپل ځان کې تغییر راولي او دغه تغییر یې خپل هدف ته رسوي. نور وخت که درې ساعته په فیسبوک کې بوخت وي، اوس باید ۳۰ دقیقې بوخت شي او په تدریج له فیسبوک او نورو بوختوونکو شبکو سره فاصله ونیسي. تیارو څیزونو ته مه کینئ، خپله څېړنه او پلټنه وکړﺉ، فکر وکړﺉ، چې تر شته څیزونو ښه څه لیکلای شئ؟ څومره خوند، چې په فکر کولو کې دی، هومره په بل هېڅ څیز کې نه شته. هغوی، چې په انټرنېټ او کتابونو کې ستاسې پر خوښې وړ موضوع څه لیکلي، هغوی له خپل فکره کار اخستی. تاسې هم فکر او ذهن لرﺉ، که لږ یې په کار واچوﺉ، خامخا په کې خپل هدف ته رسیږﺉ.

کله مو، چې په ځان کې بدلون راوست، په ټولنه، هېواد او نړۍ کې هم دا کار شونی دی.

د یوې ادارې رییس، چې په خپله په فساد کې ډوب وي، ناشونې ده، چې نور له فساده را وګرځوي. د ماشومانو پلار، چې په خپله په نجونو پسې ګرځي، د بچیانو او لوڼو راګرځول به یې هم ورته ستونزمن وي. پښتانه وايي « اول ځان دی، بیا جهان دی». کله، چې مو په ځان کې بدلون راوست، په نړۍ کې هم د بدلون راوستلای شى

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */