مارچ 4, 2021

که غواړئ ژوند مو بدلون وکړي دا کارونه بايد وکړئ

که غواړئ چې ژوند مو بدلون ومومي لومړۍ مو باید فکر بدل کړئ. کله چې فکر مو بدل شي، نو ژوند مو هم بدلېدای شي. مګر څه ډول دا کار کولای شو ځکه نه پوهېږو چې څه وکړو؟ تر ټولو اړینه که د فکر بدلول دومره اسانه وای ولې ډېری وګري دا کار نه کوي؟
مګر پوهېږو چې دا کار اسانه نه دی، خو امکان یې شته که ستاسو اراده قوي وي او د زړه له تله دا کار وکړئ نو بریالي کېږئ.
۱ـ هر ډول چې مو خوښېږي هماغسي فکر وکړئ، که خپل په ذهن کې ځان خوشحاله او بریالي فکر ونه کړئ نو سخته ده چې په ریښتني نړۍ کې هم داسي انسان شئ څنګه چې غواړئ، نو له هر کاره ډېر خپل خیالونو کې ځان خوشحاله فکر وکړئ.
۲ـ وخاندئ: څېړنو ښودلې چې موسکا هم رواني او هم جسمي مثبته اغېزه لري، نو تل موسکا سره د فکر بدلون په لور پل کېږدئ. په لومړي سر کي دا یوازې فزیکي عمل دی خو وروسته ستاسو د صورت برخه ګرځي.
۳ـ ډېره مطالعه وکړئ او موسیقي واورئ: داسې کتابونه، مقالې او ورځپاڼه ولولی چې ستاسو فکر او درک اوچت کړي. داسي فلم وګورئ چې تاسو ته الهام درکړي او بدلون لپاره مو وهڅوي.
۴ـ هغه څه چې د پاڼه پر مخ دي خپرونه ده او هغه څه چې ذهن کې دی خیال دی. د ډېرو وګرو نه خوښیږي چې خپلې خپرونې په پاڼه کې ولیکي، د پاڼه پر مخ لیکل لومړنۍ حرکت مخ په پرمختګ دی. ډېری کسان پرته له دې چې کوم پلان ولري پروژې پیل کوي خو ډېر زر ورڅخه ګډوډېږي، ځکه ستونزو سره مخ کېږي.
۵ـ حرکت په دې معنا نه دی چې تاسو پرمختګ کړی دی. ځینې وګري سربېره پر دې چې سخت کار هم کوي، خو موخې ته نه نیږدې کېږي دا ځکه چې سم پلان نه لري. د پرمختګ لپاره باید منظم فعالیتونه په مناسب وخت کې ولرو.
۶ـ هر هغه څه ته چې غواړئ ورته ورسېږئ، لومړۍ باید پایلې ته فکر وکړئ. ډېری وګړي د هغه څه په لټه کې وي چې پایلې ته نه رسېږي او په همدې دلیل سمه هڅه هم نه کوي، منفي ځواک خپل ځان کې مه پیدا کوئ، خپل مثبت ځواک ډېر کړئ او د هغه څه په هکله فکر وکړئ چې په درد مو خوري او پایلې ته ورسېږئ.
۷ـ یوه لاره وټاکئ که هغه کې بریالي شئ ښه کنه نو بله لاره وټاکئ چې بریا ته ورسېږئ کوم کار چې ګټور نه وي هغه مه کوئ.
۸ـ کوم وخت چې په څه نه پوهېږئ مرسته وغواړئ: موږ نه شو کولای چې په هر څه پوه شو او نه ټولې ستونزې حل کوای شو. کله چې تاسو ته ستونزه پیدا شوه نو یو وکیل، تاجر یا هم یو مربي څخه مرسته وغواړئ.
۹ـ کوم کار چې تاسو نه خوشحاله کوي هغه مه کوئ. ددې لپاره چې خپلې موخې ته ورسېږئ باید ستونزې ومنئ او امکان لري چې هر وخت خپل له کاره خوند وانخلئ، خو بیا هم خپل کار سره باید مینه ولرئ او په خوښئ سره یې ترسره کړئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




امرخېل: مسؤلین به د وروستۍ پېښې عاملین نیسي یا به له دندې لرې کېږي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ننګرهار والي وایي ددغه ولایت امنیتي چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د درېیو وژل شوو ښځينه خبریالانو قاتلین نیسي او یا به له خپلې دندې استعفا کوي. نوموړي پر ... نور ولولئ