مارچ 2, 2021

راځئ نن مو ژوند داسې متفاوت کړئ !

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس
نن به مُسکا وکړو.
نن به ژوره ساه واخلو.
نن به هڅه وکړو چې وخاندو.
نن به هڅه وکړو چې لږې ګيلې وکړو.
نن به د لمر راختلو او ډوبېدو ته کښېنو.
نن به د ژويو او بوټو سره مهرباني وکړو.
نن به د خپل د خوښې وړ څه زمزمه کړو.
نن به يو پخواني ملګري ته په زنګ وهلو، هغه حيرانه کړو.
نن به هغه ډالۍ ګانې مو چې ترلاسه کړي، برالا کړو او ليدنه به يې وکړو.
نن به د الله تعالی څخه ډېره شکرګزاري وکړو او د هغه سره به راز او نياز وکړو.
نن به پورته آسمان ته وګورو او ځان سره به دا ووايو چې دا نړۍ څومره پراخه ده.
نن به دې لپاره شکر ګزاري وکړو چې پښې مو سالمې دي او خپله په لاره تللی شو.
نن به د هغو کارونو د عملي کولو لپاره برنامه جوړه کړو چې له اونيو راهيسې پاتې دي.
نن به د خپل پلار او مور لاسونه ښکل کړو او مننه به ترې وکړو چې ستونزې يې موږ سره ګاللي دي.
نن به هغه چا ته بښه او ورسره جوړجاړی وکړو چې له ډېرې مودې راهيسي ورسره خوابدي يوو.
او نن ورځ به غنيمت وګڼو او د ټولو هغو تېروتنو او ګناهونو په اړه به له الله تعالی څخه بښنه وغواړو چې تر دې دمه مو ترسره کړي دي. ( د زړه له صدقه ).

د الوتنې مکمل ښځینه ټیم؛ له کابله تر هراته ۹۰ دقیقې تاریخي الوتنه

لیکوال: مهر تاج - برخه : افغانستان

له کابل څخه تر هرات پورې ۹۰ دقیقې الوتنه په افغانستان کې تاریخي وبلل شوه، ځکه چې د پیلوټانو په شمول ټولې الوتکې عمله ښځېینه وي. خصوصي هوایي شرکت “کام ایر” دغه الوتنه ولمانځله ، ... نور ولولئ