فوټبال؛ د اروپا اتلانو فوټبال لیګ د راتلونکې پړاو پچه اچونه ترسره شوه

د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ ‹‹چمپېنزلیګ›› د راتلونکې ۶۷تم پړاو پچه اچونه تېره پنجشنبه د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شوه، چې پکې ۳۲ ګډونوالې لوبډلې په اتو ګروپونو ووېشل شوې.

 

لومړی ګروپ: منچسټر سیټي، پاریسن جرمېن، لیپزیک او بلک برګ.

دویم ګروپ: اتلاتیک ماډریډ، لیورپول، پورټو او مېلان.

درېیم ګروپ: سپورټینګ، دورتمند، اژاکس او بیسکیتز.

څلورم ګروپ: انټرمېلان، ریال ماډریډ، شاختار او شېریف.

پنځم ګروپ: بایرن مونیخ، بارسلونا، بینیفیکا او کیېو.

شپږم ګروپ: ویاریال، منچسټریونایټیډ، اتلانتا او یانګ بایز.

اووم ګروپ: لیلي، سویا، سالزبرګ او ولپسبرګ.

اتم ګروپ: چلسي، یوونټوس، زینت او مالمو

 

د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ ۶۷م پړاو د روان ۲۰۲۱م کال د سیپټمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه پیلیږې او د راتلونکې ۲۰۲۲م کال د مې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې به دوام وکړي.

 

ددې لیګ د تېر پړاو اتلولې انګلستانۍ لوبډلې چلسي خپله کړه، چې په پایلوبه کې یې بلې انګلستانې لوبډلې منچسټر یونایټیډ ته ماتې ورکړه.

 

 

وروستي مطالب