سپورټ کرکټ وزش او تمرین

چهل د جدیجا پرځای اسټرالیا ته ماته ورکړه

د تېرې جمعې په ورځ د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره شوه، دغه لوبه هندوستان په ۱۱ منډو وګټله او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یوزوېندرا چهل ترلاسه کړه.

په هندوستان د اسټرالیا انتقاد

د اسټرالیا پر وړاندې د توپوهنې برخه کې جدیجا اخېستل شوی و، نوموړي ښه توپوهنه وکړه، د توپوهنې په لړ کې د مېچل سټارک لخوا په سر یا په هېلمېټ وویشتل شو.

جدیجا د ګنګسیت احساس وکړ؛ خو د ډاکټر له راتګ سره، سره جدیجا له لوبې کولو وانه وښت.

لنډه دا چې جدیجا په ۲۳ توپونو ۴۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او هدف یې تر ۱۶۱ ورساوه.

خو کله چې د توپ اچونې پاڼۍ پیل شوه، جدیجا ډګر ساتنې او توپ اچونې ته راښکته نشو او پر ځای یې یوز وېندرا چهل ولوبېد.

یوز وېندرا چهل د مکسوېل په ګډون درې لوبغاړي وسوځول او د اسټرالیا په ماتولو کې ستر رول ولوباوه.

د چهل لوبول لوبڅار هم ومنل او لوبه یې وکړه.

خو د اسټرالیا لوبغاړي وروسته له هغې پوه شول، چې کله ویرات کولي، د لوبې له بریا وروسته خبري کنفرانس ورکاوه.

هغه وویل چې چهل غوره لوبه وکړه او جدیجا سره د هغه تبادله د هندوستان لپاره یوه ښه موقع وه.

د کرکټ نړیوالې شورا اصول او د لوبې پرمهال د لوبغاړو تبادله

د کرکټ نړیوالې شورا لومړی فصل، دویمه ماده کې اوومه فقره صراحت ورکوي، چې کوم لوبغاړی په سر یا مرۍ برخه کې ټپي شي، نو د ټپ په احساسېدو سره لوبغاړی بدلیدلی شي.

د لوبغاړي ستونزه باید د ډاکټر لخوا تثبیت شي او په رسمي ډول د هغه لپاره طبي نسخه ورکړل شي.

د لوبډلې ډاکټر باید د کرکټ نړیوالې شورا اړوند مېچ ریفري یا د ټولې لوبې څارونکي لوبڅار ته خبر ورکوي او په معیاري ډول به اجازه لیک تر لاسه کوي.

په دې برخه کې باید ټول طبي اسناد د میچ ریفري ته وسپارل شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ