فبروري 26, 2021

د خېټې او بدن د غوړو او اضافي غوښو د ویلې کولو په اړه څو مهم ټکي

ژباړه: عایشه حیدري

په نننۍ نړۍ کې ټول انسانان د ښکلا او ښایست په لټه کې دي، خو د ښایسته او مناسبه اندام پرته ښکلا هېڅ مانا او هېڅ ارزښت نه لري. که د یو انسان د بدن ټول غړي روغ وي، خو لویه خېټه او بې ډوله چاغ بدن ولري، نو داسې انسان ښکلی او مناسبه اندام نه شي لرلای، د دې ترڅنګ لویه خېټه او د ګېډې اړخونه د انسان روغتیا ته هم زیان رسولای شي.
غواړئ چې د خپلې خېټې او اړخونو غوښې اوبه کړئ او د دې کار په تر سره کولو نه یاست بریالي شوي، اندېښنه مه کوئ، په نننۍ لیکنه کې تاسو ته د خېټې او اړخونو د اضافي غوښو اوبه کولو لپاره ځینې اړین معلومات درکوو، خو تر هر څه وړاندې یادونه کوو چې که غواړئ خېټه او د اړخونو اضافي غوښې مو ویلې او اوبه کړئ، باید ټینګ هوډ او پیاوړی زغم او حوصله ولرئ.

د خوږو خوړو له خوراکه ډډه و کړئ

د ورځې په لړ کې چې کوم خواړه خورئ تر ډېره د شکر (خوږو) لرونکي دي، کېدای شي د ځینو خوړو خوند خوږ نه وي، خو بیا هم (قند، شکر، خواږه) ولري چې د ډېرو خوږو خوړو خوړل، په روغتیا باندې ناوړې اغېزې کوي.
د خوږو خوړو څخه په ډېره کچه ګټه اخیستل، ستاسو د خېټې او د ګېډې د اطرافو غوړ او غوښې زیاتوي، نو که غواړئ چې ستاسو د بدن غوړ (وازده) ډېر نه شي، نو د خپلو ورځنیو خوړو په ترکیب کې د خوږو کچه کمه کړئ او هغه څښاکونه چې (شکر، قند) لري مه يې کاروئ، د دغو خوړو پر ځای له خوږو مېوو څخه ګټه واخلئ.
خوږې مېوې ستاسو بدن ته هېڅ ډول زیان نه شي رسولای، ځکه چې خوږې مېوې فیبر لري او فیبر د خوږ مېوو د فرکتوز زیانونه او منفي اغېزې له منځه وړي، نو په پریمانه کچه مېوې وخورئ او د چاښت اندېښنه مه کوئ.
د دې لپاره چې ستاسو په خوړو کې د خوږو (قند، شکر) کچه ښکته راشي، د خوراکي توکو د اخیستلو پر مهال په خوړو کې د شته قند کچې ته پام وکړئ او هغه خواړه واخلئ چې په لږه کچه او یا هم هېڅ شکر ونه لري.

په خپلو خوړو کې پروټین ډېر کړئ

که غواړئ د خپلې خېټې او اړخونو غوښه اوبه کړئ، په خپلو خوړو کې په ډېره کچه پروټین وکاروئ. څېړنو ښودلي چې د پروټین خوړل د خوړو ۶۰ سلنه خواږه او د ناوړه خوړو اشتیاه له منځه وړي، او د پروټین خوړل په بدن کې نږدې ۸۰ تر ۱۰۰ کالوري ميتابوليزم ډېروي، او د دې لامل ګرځي چې د ورځې په لړ کې لږ کالوري وکاروئ.
هېر مو نه شي چې څومره ستاسو د پروټین کيفيت ښه وي هغومره به ستاسو د خېټې غوړ لږ وي. نو ځکه هڅه وکړئ چې په‌ خپلو ورځنیو خوړو کې کب، د چرګې هګۍ، غلې(حبوبات)، غوښه، سېندي خواړه او لبنیات د پروټین لاسته راوړلو لپاره وکاروئ. همدارنګه په خپلو خوړو کې د کوپرې غوړیو څخه ګټه واخلئ، د نارګیل غوړي به ستاسو د خېټې غوړي ویلې کړي.

د خوړو له ترکیب نه کاربوهايډرېټ لرې کړئ

که چېرې خوړو کې مو له کاربوهایډرېت څخه کمه ګټه واخلئ، ستاسو د بدن غوړ، په ځانګړي ډول د خېټې او اړخونو غوړ او اضافي غوښې به اوبه او ویلې کړي. په خوړو کې د کاربوهايډرېټ لږه کارونه، ستاسو اشتها کموي او ستاسو د بدن غوړ اوبه کوي.
د دې لپاره چې په خوړو کې مو د کاربوهايډرېټو کچه ښکته راشي شي، د هغو خوړو د خوړلو څخه چې په پریمانه کچه کاربوهايډرېټ لري ډډه وکړئ. د بېلګې په ډول د وچې ډوډۍ او د مکرونيو له خوړو څخه په کلکه توګه ډډه وکړئ، او د دغو خوړو پرځای د پروټین لرونکو خوړو څخه ګټه واخلئ. که چېرې په ورځنیو خوړو کې د کاربوهايډرېټ کچه ښکته راشي، د خېټې، اړخونو او د لړمون د غوړو په اوبو کولو کې به ډېره اغېزه ولري.

فیبر لرونکي خواړه و خورئ

که چېرې په خوړو کې‌ د فیبر لرونکو خوړو څخه ګټه واخیستل شي، نو ستاسو بدن به دغه خواړه په ډېر ځنډ جذب کړي، او ډېر وروسته به د لوږې احساس و کړئ، چې دا خپله د بدن د غوړيو د اوبه کیدو لامل کېږي. که غواړئ چې ستاسو د بدن په ځانګړي ډول د خېټې او اړخونو غوړي اوبه شي نو د فیبر مېوې او غلې دانې و خورئ. د دې ترڅنګ تاسو کولای شئ د خپلې خېټې او اړخونو د غوړيو د اوبو کولو لپاره د فیبر محلول په اوبو کې جوړ کړئ او وې څښئ.
باید یادونه و کړو چې مېوې تر ډېره فیبر لري، او خوړل یې د بې ځایه چاغښت او د بدن د غوړو مخنیوی کوي.

ورزش وکړئ

ورزش د انسان بدن ته ډېرې ګټې لري چې یوه ګټه یې همدا د خېټې او د بدن اړخونو د غوړيو اوبه کول دي. زمونږ موخه د ورزش نه د خېټې ځانګړي حرکتونه نه دي او نه هم د بدن د یو اړخ او یا يوې برخې د غوړيو اوبه کول تاسو ته کومه ګټه رسوي.
هڅه وکړئ، هغه ورزشونه و ټاکئ چې هم اسانه وي، چې تاسو وکولای شئ په اسانۍ سره یې ترسره کړئ، او هم ستاسو ټول بدن ته ګټه و لري او ستاسو د بدن د اړخونو غوړ اوبه کړي، د ورځې په لړ کې منډې وهل او یا هم مزل (پلی مزل) ډېر ګټور ورزش دی.
ورزش کول نه یواځې دا چې ستاسو د بدن اضافي او زیان رسوونکي غوړ اوبه کوي بلکې کله چې ستاسو د بدن غوړي اوبه شي، نو بیا ځلې ستاسو بدن د غوړيو زیاتوالي او ستاسو په بدن کې د غوړيو را پیدا کېدلو څخه مخنیوی کوي. همدرانګه ورزش د ښکلي اندام درلودلو او د وجود مېکروبونو، د وینې قند او ټولې ميتابوليکي ستونزو په مخنیوي کې مرسته کوي.

ورځنیو خوړو ته مو پام وکړئ

دا اړینه ده چې خپلو ورځنیو خوړو ته پام وکړئ، او په دې پوه شئ چې ستاسو خوړو کې کوم مواد شته او کوم مواد نه شته. ډېری خلک په دې نه پوهېږي چې په خپلو ورځنیو خوړو کې له کومو موادو څخه ګټه اخلي او کومو موادو څخه ګټه نه اخلي، د دې ترڅنګ ډېر خلک دا سوچ کوي چې په خوړو کې یې په کافي کچه پروټین شته او له کاربوهايډرېټو څخه لږه ګټه اخلي خو دا جاج سم نه دی، او هر انسان باید د خپلو ورځنیو خوړو په ټولو ځانګړنو په سمه توګه پوه شي او له خپل روغتیايي وضعیت سره سم د خوړو منظم پروګرام ولري.
ورځنیو خوړو ته له پاملرنې زمونږ موخه دا نه ده چې تاسو د ټول عمر لپاره په خپلو خوړو کې له کالوري لرونکو خوړو څخه ګټه مه اخلئ، بلکې مونږ دا وایو چې د ژوند په ځینو پړاونو کې په ځانګړي ډول کله چې غواړئ ستاسو د بدن غوړ او اضافي غوښې اوبه شي د کالوري لرونکي لرونکي خواړه مه خورئ. نو د موزون بدن او اندام درلودلو لپاره مو د بدن اضافي او زیان رسوونکي غوړ اوبه کړئ، د خپلو ورځنیو خوړو د کالوري کچه حساب کړئ، او د کالوريو د کارونې کچه را ټيټه کړئ.
که تاسو د خپلو خوړو د کالوریو د کچې مالومولو کې ستونزه لرئ! نو د اندېښنې خبره نه شته، تاسو کولای شئ د موبایل او کمپیوټر لپاره اپلیکېشنونه او سافټویرونه و کاروئ چې د کالوري دقیقه محاسبه کوي، همدارنګه پر انټرنېټ هم کولای شئ انلاین په ځينو ویبسایټونو کې دخوړو د نوم په لیکلو سره د خوړو د کالوري کچه مالومه کړئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*