هغه لوبغاړی چې تر مرګ وروسته يې جائزه وګټله

د بلک پنټر فلم مشهور امريکايي اداکار چادويک بوزمن ته تر مرګ وروسته د غوره اداکار جائزه ورکړل سوه.

د هاليووډ سېنما مشهور اداکار چادويک بوزمن چې د تېر کال د اګسټ مياشتې په ۲۸مه نېټه د سرطان ناروغۍ سره تر مسلسلې مبارزې وروسته ومړ،د ګلډن ګلوب په ۷۸مې دورې ننداره کې تر مرګ وروسته د غوره لوبغاړي جائزه ورکړل سوه.

بوزمن ته دا جائزه په بلک باټم ماريني فلم کې د ښې اداکارۍ پخاطر ډالۍ سوه.

چادويک آرون بوزمن د ۱۹۷۶ز د نومبر په ۲۹مه زېږېدلی وو او ۱۷ کلونه يې په سېنما کې د اکټر،ليکوال او ډايريکټر په حيث تېر کړه.

نوموړي پدې وروستيو کې د مارول کمپنۍ لخوا د بلک پنټر په څو فلمونو کې کار کړی وو چې خورا ډېر کتل سوي دي.