مارچ 3, 2021

د سېنما د نړۍ مشهور لوبغاړی ومړ

خبريال: مدثر دعوت
د سېنما د نړۍ مشهور لوبغاړی چادويک بوزمن مړ سو.
چادويک ارون بوزمن چې ليکوال،لارښود او د سېنما ستوری وو ،د سرطان ناروغۍ سره د څو کلونو مبارزې وروسته ومړ.
نوموړي ۱۷ کلونه په مسلکي ډول سېنما کې تېر کړه،د مارول سېنمايي نړۍ کې د بلک پنټر رول درلودی چې د هاليووډ د مشهور ترینو فلمونو څخه وو.
د چادويک د مرګ خبر د هغه د کورنۍ لخوا خپور سو،دوی ويلي چې نوموړي څلور کلونه د سرطان ناروغۍ سره مبارزه کوله،چې د جراحي عملياتونو په لړ کې يې ځيني فلمونه هم فلمبرداري کړيدي.
چادويک په ۱۹۷۶ز کې زېږېدلی وو، د ۲۰۰۳ز څخه تر ۲۰۲۰ز پورې په سېنما کې مصروف وو او د ۴۳ کلونو په عمر مړ سو.
نوموړي د خپل مسلک په برخه کې لسګونه جائزې هم ګټلي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي