Advertisements
افغانستان ټولنیز ژوند ژوند بڼه سرسکالو سیاست کلتور او هنر

څادري د پګړۍ پر وړاندې؛ فرخندې نادري ریښتیا د پګړۍ او څادرۍ سپکاوی کړی؟

لیکنه: بشر درویش

په ټولنیزو رسنیو کې نن یوه توده موضوع دا ده، چې د فرخندي زهره نادري له لورې په کابل کې د یوه جوړ شوي نندارتون پر ضد توند غبرګونونه ښودل شوي.

دا نندارتون د (سولې او جګړې مجموعې) په نوم د یوه لړۍ اړونده کړۍ وه، چې (څادري د پګړۍ پر وړاندې) نوم پرې ایښودل شوی و.

F.jpg

د نندارتون نور جزیات

یاد شوی نندارتون پرون د فرخنده زهره نادري په بلنه د کابل په چهلستون تاریخي بڼ کې جوړشوی و.

د نندارتون نندارې ته ګڼ مشهور افغان او بهرني شخصیتونه ورغلي ول.

دا نندارتون د قرآنکریم په تلاوت او ملي سرود پيل او پکې د ښځو د چادرۍ اغوستو په اړه یو ویډیویي کلیپ نندارې ته وړاندې شو.

وروسته فرخنده زهره نادري وینا وکړه او د نندارتون د موخو په تړاو یې خبرې وکړې.

PA.jpg

نندارتون د سید مخدوم رهین لخوا پرانیستل شو

د نندارتون د ګډونوالو له منځه د څو تنو نومونه په دې ډول دي:

ـ د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر ډاکټر سید مخدوم رهین

ـ د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ(نی) ادارې اجرایه ریس صدیق الله توحیدي

ـ د طلوع نیوز خبري شبکې مشر لطف الله نجفي زاده

ـ د کابل پوهنتون استاد احمد ضیا رفعت

نور ګډونوال اکثره د ښځو د حقونو فعالان/ فعالانې او د رسنیو او بشري حقونو د برخې مدافعین وو.

 

فرخندې څه وویل؟

لکه چې وویل شول د نندارتون یوازینۍ ویناواله د نندارتون تنظیمونکې او کوربنه فرخنده زهره نادري وه.

FAA.jpg

فرخنده د نندارتون په اړه د مرکې پر مهال

هغې پخپله وینا کې ډېرې خبرې لرلې، چې مهم ټکي یې دا وو:

ـ چادري د ښځو نه؛ بلکې دوی ته د نارینه وو انتخاب دی.

ـ نارینه ځانته پګړۍ او ښځو ته چادرۍ انتخاب کړي، دلیل یې دا دی چې دوی فکر کوي په چادرۍ کې به ښځې په پرده کې وي، په داسې حال کې چې دا یو تحمیلي انتخاب دی او د ښځو ازادي، حقونه او له نارینه وو سره د دوی برابري له منځه وړي.

ـ نارینه د چادرۍ اغوستل ځانته شرم ګڼي، خو د خپلو نارینه لباسونو اغوستل ښځو ته ویاړ ګڼي.

ـ  د نارینه وو له نظره هغه ښځې برتره دي، چې د دوی لباسونه اغوستی شي. داسې ښځو ته چې پګړۍ او نور نارینه شیان اغوندي، په لوړ مقام قایل دي.

ـ هغه ښځې، چې د نارینه وو لباسونه اغوندي او د ښځینه وو لپاره د تحمیل شویو لباسونو پر وړاندې د مبارزې پرځای د هغې د تحمیلولو لپاره کارکوي، خپله د ښځو خلاف ظلم کې ونډه اخلي.

ـ چادري د ښځو د اسیرولو ترڅنګ دوی له پرانیستې فضا، لمر، سپوږمۍ او باد څخه محروموي.

ـ د نندارتون هدف دا دی، چې د چادرۍ له کبله پر افغانو ښځو تپل شوي محرومیتونه او د دوی تروړل شوي حقونه بحث او نندارې ته کیښودل شي.

 

ناسم برداشت او غبرګونونه

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر فعالانو( په خاص ډول پښتنو هغو) د فرخنده زهره نادري له لورې جوړ شوي دغه نندارتون ته توند غبرګونونه ښودلي.

N.jpg

د نندارتون یو څنډه

 

دوی فرخنده پګړۍ ته په سپکاوي تورنه کړې او ویلي، چې هغه د افغانانو، په خاص ډول پښتنو دغه فرهنګي ارزښت ته سپکاوی کړی.

خو دوی نه دي لیکلي، چې دا سپکاوی په کومو ټکیو شوی او فرخندې څه ویلي؟

له دې سره ځینو نورو د پګړۍ او چادرۍ ځړول شوې نمونې داسې تعبیر کړي، چې فرخندې د چادرۍ ترڅنګ د پګړۍ د ختمولو او نسکورولو هوډ کړی.

خو د فرخندې په وینا کې د پګړۍ په اړه کومه خبره نشته.

Z.jpg

هغې د پګړۍ په اړه دومره ویلي، چې نارینه وو ځانته د افتخار په ډول پګړۍ انتخاب کړې، خو د ښځینه وو د محکومولو په دود یې چادري ورباندې تپلې ده.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو د فرخندې د پلار سید منصور نادري هغه عکسونه خپاره کړي، چې پګړۍ یې پر سر تړلې ده.

دوی لیکلي: فرخندې پګړۍ نه ته؛ بلکې خپل پلار ته توهین کړی دی.

فرخنده څوک ده؟

فرخنده زهرا نادري د اسماعیله مذهبي ډلې د مشر او سیاستوال سید منصور نادري لور ده.

هغه د ولسي جرګې په تېره دوره کې د کابل ولایت استازې وه، چې د ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې زیاته وځلیده.

دوی د بغلان ولایت اړوند او د افغانستان له مشهورو سیاسي کورنیو څخه دي.

دغې کورنۍ د ۲۰۱۴ په ټاکنو کې ولسمشر غني ته ډېر کمپاین وکړ او په حکومت کې یې یو سعادت منصور نادري د ښار جوړونې وزیر شو.

ZA.jpg

فرخندې په ۲۰۱۴ ټاکنو کې له ولسمشر غني څخه ژمنه واخیسته، چې یوه ښځه به د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل د سترې محکمې د غړې په توګه ټاکي.

ښاغلي غني واک ته له رسیدو وروسته له نوموړې سره دا ژمنه پوره کړه.

فرخنده د ولسمشر غني په حکومت کې څو کاله د ملګرو ملتونو په چارو کې د ولسمشر سلاکاره وه.

دوی د حکومت په وروستیو کې د حنیف اتمر له ټاکنیز ټیم سره ملګري او له حکومته استعفاوې وکړې.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي