خبريال: مدثر دعوت
د سي بي ايس ټلويزيون خبرياله ماريا مرکاډر د کرونا ويروس له کبله مړه سوه.
که څه هم په امريکا کي د کرونا ويروس له کبله د مړو شمير تر زرو اوښتی دی خو دا لومړنی ځل دی چي يوه خبرياله ددې ويروس له کبله مړه کيږي.
ماريا د ۵۴ کلونو په عمر وه خو د CBS تلويزيون سره يې ۳۰ کلونه دنده اجرا کړې وه او تر ټولو ډير کار يې د مهمو کړنلارو جوړول وو.
دا پدې وروستيو کي د خپرونو پروډيسوره وه،خو په تيره فيبروري مياشتي کي يې بيله کومي ستونزي تلويزيون ترک وهی.
ماريا د تيرو ۲۰ کلونو راهيسي د سرطان سره په جګړه اخته وه خو د کرونا ويروس باندي تر مبتلا کيدو وروسته يې توان له لاسه ورکړ او مړه سوه.
تر دې مهاله په نړۍ کي ۸۰۶۰۸۰ د کرونا په ويروس مبتلا دي او ۳۹۵۷۵ کسان يې وژلي دي.
په امريکا کي ۱۶۵۳۹۲ کسان په کرونا ويروس اخته سوي چي له امله يې په ياد هيواد کي ۳۱۸۲ کسان مړه سويدي .