سیاست

روسیه د اروپايي ټولنې په غبرګون کې خپل هوايي حریم د ۳۶ هېوادونو پرمخ تړي

  روسیې د اروپايي ټولنې د هوايي بندیز په غبرګون کې، اعلان کړی چې خپل هوایي حریم د نړۍ د ۳۶ هېوادونو له دې ډلې برېټانیا، المان، اسپانیا، اېټالیا او کاناډا پر مخ تړي. روسيې ویلي، چې دا پرېکړه یې د اروپايي ټولنې د تحریم په غبرګون کې نیولې ده. دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې خپل هوایي حریم د روسي الوتکو پر مخ تړلی دي. دا بندیز د هغو الوتکو پر وړاندې هم دی چې د روسیې په نامه ثبت او یا تر کنټرول لاندې دي. […]

سیاست

اوکراین: راتلونکي ۲۴ ساعته برخلیک ټاکونکي دي

اوکراین وايي راتلونکي ۲۴ ساعته یې د هېواد لپاره برخلیک ټاکونکي دي. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي په تازه څرګندونو کې ویلی، چې پوځ یې په ځينو ښارونو کې پرمختګ کړی او د روسي ځواکونو مخه یې نیولې، خو په ځينو برخو لا هم د روسانو توغندیز بریدونه روان دي. هغه وایي راتلونکي څلور ویشت ساعته برخلیک ټاکونکي دي، ځکه ملګري ملتونه او د اوکراین ملګري هېوادونه به خپله پرېکړه اعلانوي. بلخوا وضعیت په روسیه کې اقتصادي بې ثباتي رامنځ ته کړې، د روسي روبل ارزښت شل سلنه راټيټ شوی […]

سیاست

ملګري ملتونه د روسیې په اړه فوق العاده غونډه رابولي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ د رایو په اکثریت د ملګرو ملتونو د فوق العاده غونډې رابلل تایید کړل. په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه ګډون کوي او د روسیې د اقدام په اړه د نظر څرګندولو حق لري. روسیې هڅه وکړه چې ددغه غونډې د رابللو مخه ونیسي خو بریالي نه شول. له دې سره جوخت په بلاروس کې د اوکراین او روسیې مذاکرات پيل شوي دي. پوتین بیا د اروپايي هېوادونو او ناټو د ګواښونو په ځواب کې اټومي پوځ ته […]

سیاست

د اوکراین جګړه؛ جرمني او هالنډ اوکراین ته د ټانک او الوتکې ضد مزایل لېږي

په اوکراین کې د جګړو له دوام سره هممهاله د ناټو ځینو غړو هېوادونو له دغه هېواد سره د وسلو او بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده. په تازه خپرو شوو راپورونو کې راغلي چې آلمان او هالنډ اوکراین ته د ټانګ او طیارې ضد مزایل ورکوي او دغه راز بشردوستانه مرستې هم به رسوي. آلمان وایي چې اوکراین ته به د ټانک ضد زر او د الوتکې ضد ۵۰۰ سټینګر مزایل ورکړي. همدا راز هالنډ هم د خپل هېواد له پارلمان غوښتي چې اوکراین ته د ۲۰۰ سټینګر مزایلو ورکړه […]

سیاست

د اوکراین ولسمشر: له خپل هېواده د دفاع لپاره یوازې پرېښودل شو

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وايي، چې هیواد یې د کرملن د پراخ نظامي برید پر وړاندې یوازې پاتې شوی دی. د زلنسکي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وشوې چې روسیې پرون سهار وختي د اوکراین پر وړاندې پراخ نظامي برید پیل کړ. نوموړي نن په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل، چې د خپل هیواد د دفاع په کار کې یوازې پریښودل شول. د فرانسې خبري آژانس د زلنسکي له قوله ویلي دي چې له پرون سهاره تر اوسه پورې د روسیې په پوځي برید کې ۱۳۷ نظامي او […]

سیاست

بایډن: روسیې سره د جګړې لپاره به اوکراین ته سرتېري ونه لېږم

د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې وویل چې، پوتین تیری کوونکی دی. د دې یرغل عواقب به به خپله پوتین او هیواد یې وګوري. بایډن وویل چې پر مسکو یې نوې تحریمونه او محدودیتونه وضع کړي چې د هغه په وینا په لنډ او اوږدمه مهال کې به د روسیې پر اقتصاد ناوړه اغېز ولري. بایډن د جي اوه هېوادونو له مشرانو سره خپلو خبرو ته په اشارې وویل ټولو توافق وکړ چې د ډالر، یورو، پونډ او د جاپان د ین پر […]

سیاست

ټرمپ: پر اوکراین د برید مسوول جوبایډن دی

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوکراین د روسیې برید غندلی دی او زیاته کړې یې ده چې دا به نه یوازې اوکراین بلکې ټوله سیمه او نړۍ زیانمنه کړي. هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې پر اوکراین د برید مسوول جوبایډن بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته دی په واک کې وای نو اوکراین باندې برید نه کېده ځکه چې په وینا یې ده به پوتین په ډېر ښه شکل له دې بریده منع کړی وای. هغه زیاته کړې، دا چې په […]

سیاست

اوکراین: تر اوسه مو پنځه روسي الوتکې او یوه چورلکه راپرځولې 

وروسته تر هغه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د برید فرمان صادر کړ، د اوکراین د دفاع وزیر ویلي چې تر اوسه پورې یې د روسیې پنځه جنګي الوتکې او یوه چورلکه را نسکورې کړې دي. هغه زیاته کړې ده چې دوی د خپلې خپلواکي لپاره له هیڅ راز خطرونو نه وېرېږي او څو پورې چې ژوندي وي د خپلې خاورې د لوېشت لوېشت دفاع به کوي. نوموړي له خپلو هېوادوالو هم غوښتي چې خپل یووالی او ارامښت وساتي. هغه ټینګار کړی دی چې روسیې تېری کړی […]

سیاست

ګوتریش پوتین ته: د انسانیت په خاطر خپل ځواکونه بېرته ستانه کړه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وروسته تر هغه چې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې یې نړیواله سوله او امنیت له خطر سره مخ وبلل، پر خپل ټویټر یې د اوکراین کړکېچ ته په اشارې له پوتین څخه غوښتنه کړې ده چې خپل ځواکونه بېرته روسیې ته ستانه کړي. ګوتریش پوتین ته په خطاب کې ویلي چې د انسانیت په خاطر خپل ځواکونه بېرته ستانه کړه. هغه زیاته کړې ده چې د اوکراین شخړه باید همدا اوس پای ته ورسېږي ځکه چې د ده په خبره، دا […]

سیاست

د اوکراین کړکېچ شېبه په شېبه مخ په پراختیا دی

روسیې د اوکراین په ختيځ کې په دوو نوو بېلو شوو برخو کې خپل سرتېري ډېر کړي او تر څنګ یې ددې سیمو پر اسمان هم د الوتکو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی. له دې سره جوخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي چې روسیه په بشپړه توګه پر اوکراین برید ته تیاره ده او په راتلونکو ساعتونو کې ددې برید امکان شته دی. هغه وایي امریکا په خالي لاس دې مسئلې ته نه ګوري، بلکې د روسیې د اقدام ځواب به خورا سخت او ماتوونکی […]