ماشومانو کې د ژور خفګان نښې نښانې
د لویانو په څېر، ژورخفګان په ماشومانو کې بېلابېلې نښې لري او د کوچنیانو د ژوند په ټولو برخو او ودې، له دې ډلې احساسي وده، شناختي، ټولنیز او زده کړیز وضعیت کې اغېزناک دی. نښې نښانې یې په لاندې ډول دي: – د نارامۍ احساس، ناهيلي، ستړیا، بې میلي. – له لوبو او ساعتېرۍ خوند نه اخیستل. – پلمې لټول، غوسه، ژړا. – ګوښه توب، پالنې یا کورنۍ پورې له حد زیات تړل کېدل. – بې حالي یا له حد زیات فعالیت، بې قراري. د یوازېتوب احساس، ځانته د […]