سپورټ

د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې؛ د نبي او راشد خان پرلپسې راپورته کیدل

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په وروستۍ اعلان شوې درجه بندۍ کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی راشد خان د بالرانو په لیست کې دویم مقام ته رسیدلی دی. افغان لوبغاړی راشد خان په وروستیو دریو کلونو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی، چې د ۲۰۱۶ م کال د کرکټ نړیوال جام د غواراوي سیالیو څخه را وروسته ورځ تر بلې په نړیوال … نور ولولئ

سپورټ

بند امیر په تاریخي ریکارډ د فرسټ کلاس سیالیو اتلولي خپله کړه

د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شوره سره ثبت د لمړۍ درجې (فرسټ کلاس) څلور ورځینۍ سیالۍ د لمړي ځل لپاره په روان ۲۰۱۷ م کال کې د هېواد د ۵ زونونو په ګډون سره پیل شوې. په دې سیالیو کې د سپین غر، بوست، بند امیر، آمو او میس عینک زونونو د کرکټ لوبډلو ګډون کړی و، چې پای لوبې ته یې د سپین غر او امو زون لوبډلو لار پیدا کړه. … نور ولولئ

سپورټ

راشد خان د استرالیا په بیګ باش کې پاچاهي پیل کړه

د اسټرالیا په کورنیو بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د آډلایډ سټرایکرز لوبډلې لپاره د لوبې د ګټلو ترڅنګ د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو. د اسټرالیا د بیګ باش تجارتي کرکټ سیالۍ، چې د نړۍ مشهوره پیاړي کرکټ لوبغاړي پکې لوبیږي؛ تر ټول د چټکو منډو سیالۍ ګڼل کیږي. د دې سیالیو د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ م کال پړاو کې د افغانستان … نور ولولئ

سپورټ

کریم صادق؛ د شپږیزې وروسته د فرسټ کلاس سیالیو غوره لوبغاړی شو

د افغان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی اوپنر لوبغاړی کریم خان صادق، چې په دې وروستیو کې د ښو لوبو د نه ترسره کولو له کبله د کرکټ ملي لوبډلې څخه لیرې پاتې شوی دی؛ د افغانستان د کورني کرکټ شپږیزې لیګ وروسته د فرسټ کلاس یا د لمړۍ درجې کرکټ څلور ورځینیو سیالیو کې د ټورنمنټ غوره لوبغاړی ونومول وشو. کریم صادق د فرسټ کلاس سیالیو په دې ټورنمنټ کې د بند امیر لوبډلې لپاره … نور ولولئ

سپورټ

افغان لوبډلې ته په ننګرهار کې تمریناتي کیمپ پیل شوی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په ننګرهار کې تمریناتي کیمپ پیل شوی دی، چې پکې د ملي لوبډلې زیات شمیر لوبغاړو ګډون کړی دی. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ملي لوبډله ته د راتلونکي ۲۰۱۸ م کال د فیبرورۍ میاشت کې د زیمبابوې خلاف د ۲ شل اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو ته د چمتوالي په موخه یې په ننګرهار کې تمریناتي کیمپ پیل کړی، چې پکې … نور ولولئ

سپورټ

محمد نبي عیسی خیل د بيګ باش سیالیو پيل په ویکټې وکړ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د اسټرالیا د بیګ باش سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته تللی دی، چې په لمړۍ لوبیدونکې لوبه کې یې پیل په توپ اچونې سره وکړ. محمد نبي عیسی خیل د اسټرالیا بیګ باش سیالیو ته د ملبورن رینیګیډز لوبډلې په ګټه د ویسټ انډیزي سونیل ناراین پر ځای غوره شوی دی. نوموړي د دغه لوبډلې او په خپلې لمړۍ لوبیدونکې … نور ولولئ

سپورټ

د Sports Gala کرکټ سیالیو کې د اقتصاد پوهنځي اتلولي خپله کړه

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ورزشي اونۍ په نامه د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالۍ د اقتصاد پوهنځي د کرکټ لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې. د کرکټ دا ۱۰ اوریزه سیالۍ چې د خراسان خصوصي پوهنتون لخوا په جلال اباد ښآر کې د روانې دیسمبر میاشتې په ۱۴ مه نیټه کې پیل شوې، پکې د ماسټرۍ، کمپوټر ساینس، اقتصاد، ساختماني انجینرۍ، ژوررنالیزم او د انګلیسي ډیپارتمنټ د کرکټ ۱۰ لوبډلو … نور ولولئ

سپورټ

د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالۍ د کیرالې کینګز په بریا پای ته ورسیدې

د کرکټ په تاریخ کې د لمړي ځل لپاره د روان ۲۰۱۷ م کال ډیسمبر میاشتې په ۱۴ مه نیټه د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د ۶ لوبډلو په ګډون د پښتون او کیراله کینګز لوبډلو په بریاوو سره پیل شوې وې، او د همدې کیراله کینګز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې. د کرکټ په نړۍ کې په نوې بڼه د ۱۰ اورونو سیالۍ، چې خورا چټکې … نور ولولئ

سپورټ

راشد خان وايي د IPL او CPL تجربه به وروسره بیګ باش کې مرسته وکړي

د افغانستان او نړیوال کرکټ مشهوره لوبغاړی ر راشد خان د اسټرالیا د کورنیو بیګ باش کرکټ سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته تللی دی. راشد خان د اسټرالوي رسنیو سره په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي د هندوستان اي پي ایل او د ویسټ انډیز کاربین پریمییر لیګ سیالیو کې د لوبیدو او تجربې حاصلولو څخه هیله مند دی، چې د اسټرالیا بیګ باش سیالیو کې ښه نتیجه ورکړي. نوموړي ویلي، د … نور ولولئ

سپورټ

راشد خان د بیګ باش سیالیو کې د ګډون په لپاره اسټرالیا ته ولاړ

د افغانستان او نړیوال کرکټ مشهوره ځوان ګوګلي ماسټر راشد خان د اسټرالیا د کورنیو بیګ باش کرکټ سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته ولاړ. د افغان کرکټ ملي لوبډلې دې لوبغاړي راشد خان د خپلې ټولنیزې شبکې رسمي فیسبوک پاڼې څخه خبر ورکړی، چې نوموی د بیګ باش په سترو تجارتي کرکټ سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته ولاړ. د کرکټ تجارتي بیګ باش سیالۍ لکه د هندوستان اي پي … نور ولولئ