سپورټ

سریش راینا د چینايي سوپر کینګز لوبډلې پریښود

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی توپ وهونکی سریش راینا چې د نږدې یو کال راهیسې د هند په ملي لوبډلی کې هم نه دی راڅرګند شوی؛ د اي پي ایل سیالیو کې لوبیدونکې چیاني سوپر کینګز لوبډلې د خپلو ساتل شویو لوبعاړو د لیست څخه ویستلی دی. د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ، چې د (IPL) آي پي ایل په نامه سره مشهوره دي، پکې د … نور ولولئ

سپورټ

بنګله دیشۍ لوبډلې د افغان لوبغاړي په مشرۍ دریمه بریا خپله کړه

د بنګله دیش د کورني کرکټ ۵ پړاو غوره لیګ «بي پي ایل» سیالیو کې لوبیدونکې کمیلا ویکټورینز لوبډلې د افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل په او ځوان راشد خان په شتون کې دریمه بریا ترلاسه کړه. محمد نبي عیسی خیل د تمریناتو پر مهال د ټپي شوي بنګله دیشي تمیم اقبال په نشتون کې د دغه لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی و، خو د دغه لوبغاړي لوبډلې ته په راتګ سره بیا هم د … نور ولولئ

سپورټ

سعید اجمل په ګیلو ډکه خوله د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

  د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې سپینر بالر سعید اجمل د خپل نړیوال کرکټ لوبو د پای ته رسیدو خبر ورکړ. سعید اجمل، چې د کلونو لپاره د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې د یو مهم لوبغاړي په توګه رول درلود، د نړیوال کرکټ په یو ورځنیو ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه سیالیو کې یې په خپل وخت کې د بالرانو په لیست کې لمړی مقام هم خپل کړی و. نوموړي په ۲۰۱۲ م کال … نور ولولئ

سپورټ

د شهزاد محمدي د بندیز پریکړه؛ که د بسوګۍ واده !؟

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې، بریدګر پیلونکی شهزاد محمدي لا هم د کرکټ له کورنیو او نړیوالو لوبو څخه د بندیز له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی. د کرکټ ګڼ شمیر مینه وال، لوبو ته د نوموړي د بیرته ستنیدو لپاره شېبې شماري چې کله به بیا د پخواني شهزاد محمدي میدان ته له ښکته کیدو وروسته د میدان په څلورو خواو کې د څلوریزو او شپږیزو باران ننداره کړي. داسې … نور ولولئ

سپورټ

پاکستان او ویسټ انډیز د کرکټ برخه کې پنځه کلنه همکاري کوي

د پاکستان او ویسټ انډیز د کرکټ بورډونو ترمنځ ۵ کلن تړون لاسلیک شوی، چې پکې به ویسټ انډیز د تړون ۵ کلنې موده کې هر کال پاکستان ته د ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو د ترسره کیدو په موخه سفر وکړي. د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) مشر نجم سیټي د پاکستان په لاهور کې په مطبوعاتي کنفرانس کې د دواړو پاکستان او ویسټ انډیز کرکټ بورډونو ترمنځ د شوي تړون خبر ورکړ. نوموړي وویل، د … نور ولولئ

سپورټ

کمیلا ویکټورینز د نبي عیسی خیل په کپټانۍ کې دویمه بریا خپله کړه

د بنګله دیش د کورني کرکټ ۵ پړاو غوره لیګ «بي پي ایل» سیالیو کې لوبیدونکې کمیلا ویکټورینز لوبډلې د افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل په کپتانۍ او ځوان راشد خان په شتون کې دویمه بریا ترلاسه کړه. محمد نبي عیسی خیل د تمریناتو پر مهال د ټپي شوي بنګله دیشي تمیم اقبال په نشتون کې د دغه لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی، چې په لمړۍ سیالۍ کې یې ماتې، خو له هغې را … نور ولولئ

سپورټ

افغان فوټبال لوبډله د ویتنام پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي

  د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۱۹ م کال د اسیايي جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه د ویتنام پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د هېواد فوټبال ملي لوبډله به د سې شنبې په ورځ د راتګ پړاو په سیالۍ کې له ویتنام سره د لوبې ډګر کې مخامخ شي. د معلوماتو له مخې، د دواړو لوبډلو ترمنځ به سیالي … نور ولولئ

سپورټ

د پیښور زلمو ولې راشد خان پریښود ؟

د پاکستان د کورني کرکټ په غوره لیګ یا PSL سیالیوو کې لوبیدونکې د پیښور زلمي لوبډلې د افغان لوبغاړي راشد خان په خپلې لوبډله کې د لوبیدو خبر ورکړی و، خو اوس یې پریښود. د پیښور زلمي لوبډلې مالک جاوید افریدي د دغه لیګ سیالیو د نیلامۍ وړاندې ویلي و، دا ځل به راشد خان په خپله لوبډله کې ځایوي، خو نوموړي ویلي، ځکه یې راشد خان پریښود، چې د افغان کرکټ بورډ لخوا … نور ولولئ

سپورټ

ډوهني دې ۲۰ اوریزه کرکټ پای ته ورسوي

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي وایي، پخوانی لوبډلمشر او اوسنی لوبیدونکی لوبغاړی مهیندر سینګ ډوهني د ۲۰ اوریزه کرکټ کې خپل ځای نورو لوبغاړو ته پریږدي. د هندوستان پخوانی توپ وهونکی وینګي پوراپو ویناکاتا لکشمن وايي، هندی کرکټ بورډ دې په ۲۰ اوریزه سیالیو کې د ډوهني پر ځای د بل بدیل لوبغاړي په اړه دقت وکړي. نوموړي د سټار سپورټز تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل، د اوسني وخت ۲۰ … نور ولولئ