ټولنیز ژوند

غوسه د انسان تر ټولو ابتدایي احساس دی

ژباړه خلک باید غوسه کړو. هغه څه چې وګړي یې په غوسه کې څرګندوي؛ د دوی د منطق، ادب، ستروالي، شعور، پېژندنې، اصلیت او حتا زموږ په تړه د دوی د مینې کچه ښيي. ځینې وختوته لیدل کېږي وګړي چې هر څه یې د خوښې سره سم دي؛ داسې مهربان، مودب او کمینه وي چې پر وړاندې یې د کمۍ احساس کوو، خو بسنه کوي چې یوې پلمې، نیوکې، یوې پېښې او چلند سرخه خواشیني شي. او خپله زشته څېره وښيي. نور نو نه ادب پېژني، نه موخه، نه پېژندګلوي […]

ټولنیز ژوند

کم اصل انسان پر کم اصله لاره پرېږدئ!

وايي: «ځينې خلک داسې دي، لکه کم اصل/بې کيفيته توکي، ډېر ژر خپل خوند او رنګ بدلوي.» که دغسي بې کيفيته، کم اصل، بې ننګه، بې ايمانه، څو مخي، څو ژبي او د لستوڼو ماران له ژونده وباسو او له ذهنه یې ليرې کړو؛ باور وکړئ، ژوند به مو خوند او رنګ پيدا کړي. روحاً او جسماً به هوسا شو. ځينې په نوم اخيستلو څه چې، په دې هم نه ارزي، چي نوم یې واورو. دغسې کسان يو بوج او بار وي، چي راسره دي. که غواړئ، چي ژوند وپېژنئ […]

ټولنیز ژوند

ولې هغه څه چې وایو، پاملرنه نه ورته کوو؟

ژباړه څلورويشت لاملونه یې؛ ١ – ځکه چې کتاب نه لولو. ٢ – ځکه چې د شخصیت د ودې ارزښت، حتا د زده کړیز نظام لس سلنه نه جوړوي. ٣ – ځکه چې ښوونیز نظام په ساتلو استوار دی، نه فکر کولو. ٤ – ځکه چې کورنی شخصیت زیاتره په احساساتو ولاړ دی، نه فردي ودې. ٥ – ځکه زده کړي مو نه دي چې خبرې کول مسوولیت لري. ٦ – ځکه کله چې پيسې پيدا کوو، د قدرت احساس کوو. ٧ – ځکه کله چې قدرت ته رسېږو، د […]

ټولنیز ژوند

حوصله دنګه وساتئ او زړه لوی کړئ!

هـر انسان غـواړي، چي پـه خپلو چارو کي بريالی وي او پرمختګ پکي وکړي. هر څوک د پرمختګ کوښښ کوي او دا ئې هيله وي، ورځ تر بلي ښه شي. موږ بايد دا زده کړو، چي څومره پر خپل پرمختګ خوشحالېږو، هغومره د نورو  پرمختګ ته هم خوشحاله شو. د هيچا پرمختګ زموږ د پرمختګ  خنډ نه دی. که مو د بل پر برياليتوب او پرمختګ زړه خوړ، موږ هم مخته نشو تلای. که مو د بل لاري ورانولې، زموږ لاري به هم ابادي پاتي نشي. د هيچا پر بريا […]

بریا او پرمختګ

ما لکه هندوه، په اووه ځلي جنمونو (زېږېدو) کې چې ژوند کړی وي

کله مې چې لومړنۍ دنده واخیسته، زده کوونکې وم. رییس مې اوس هم چې کله چېرته راسره مخ شي یا زما ذکر څوک وکړي؛ له ځانه سره مسک شي، د مسکا په علت یې پوهېږم، ځکه تل یې درېیم ګړي ته زما په لیدو داسې بیان کړی؛ مِهر چې کله زموږ دفتر ته راغله، سم دم الک و الک: مخ یې نه پټوه، ساده ټیکری به یې په سر او د هلکانو بوټونه به یې په پښو کول. د نجونو او هلکانو د کار توپیر نه ورته کیده، هر څه […]

ټولنیز ژوند

لنډ حکايت

ژباړه يوه ورځ سقراط يو سړى وليد، چې ډېر خواشنى او خفه دى. نو سقراط ترې د خفګان د علت پوښتنه وکړه. نوموړي کس ځواب ورکړ: په لاره، چې راتلم نو يو نږدې ملګرى مې وليد او سلام مې ورته ورکړ، خو د سلام ځواب يې رانه کړ او په ډېر غرور راڅخه تېر شو، چې زه يې له دې ډول چلند څخه ډېر وځوريدم. سقراط وويل: ولې وځوريدې؟ سړى په حيرانتيا وويل: معلومه خبره ده، چې انسان له دا ډول چلند څخه خواشینى کېږي. سقراط پوښتنه وکړه: که دې […]

ټولنیز ژوند

ځينې وعدې پټې دوکې وي

پر هېچا/هېڅ شي دومره باور مه کوئ، چې ټول عمر به زموږ وي او ټول ژوند به له موږ سره کوي. ځينې داسې دي، چې لږ/ډېر وخت وروسته که موږ غواړو يا نه غواړو، له ژونده/ له لاسه مو ځي او د يوازېتوب دنيا ته مو سپاري. په حقيقت کې هغوی د نورو وو او دي. له اوله نه زموږ وو او نه یې له موږ سره د پاتېدلو اراده وه. له موږ سره يوازې د څو يادونو او خاطرو تر پرېښودلو راسره وو او بس. هېڅکله پر هغو وعدو […]

ټولنیز ژوند

د خداى دوست کېدل ستونزمن نه دي!

ژباړه يو سپين ږيري سړي هره ورځ د خپل کور په کوڅه کې يو ماشوم ليده چې پښې به يې لوڅې وې او لوبې به يې کولې. يوه ورځ بوډا سړي نوې څپلکې واخيستې او ماشوم ته يې ورکړې. کوچني ماشوم څپلۍ واخيستې، او په خوشالۍ يې له سپين ږيرې پوښتنه وکړه. ته خداى يې؟ سپين ږيري په قهرجن انداز وويل: نه ماشوم بيا وویل: خير حتما به د الله دوست يې، ځکه ما یوازې تېره شپه خداى ته وويل چې زه څپلۍ نه لرم. نوټ: نو له فقرانو سره […]

ټولنیز ژوند

موږ بايد حد او اندازه وپېژنو

موږ بايد هر څه په حد کي وپالو/وساتو. په دوستۍ او دښمنۍ کي هم حد ولرو. حتا که  مينه هم تر حد واوړي؛ نور نو لېونتوب دی. ځيني وختونه له حده زياته مينه، په وينه بدله شوې ده. موږ بايد حد او اندازه وپېژنو. هيڅکله چا ته دومره زړه نژدې نه کړو، چي بيا ئې په ليري کولو ستړي شو. هيڅوک دومره زړه ته تېر نه کړو، چي بيا بغير له هغه ژوند راته ګران او تياره  شي. داسي هم ونه کړو، چي له څه/چا سره دومره سرسري او برسېرن […]

ټولنیز ژوند

دا د ژوند اصل دی!

دا ياد لرئ! دا د ژوند اصل دی. که يوه لار بنده شي، نوري لاري هم شته. که يوه دروازه وتړل شي، بله دروازه خلاصېږي. زموږ ستونزه دا ده، چي يوه لار بنده شي، بله لار  نه لټوو. که يوه دروازه وتړل شي، بله دروازه نه وينو.  بندو  لارو او تړلو دروازو ته ولاړ يو. کله چي له يوې لاري هدف ته ونه رسېدې، بله لار پيدا کړه، له بلي لاري راشه، کېدای شي تر لومړۍ لاري په بريالۍ توګه ورسېږې. داسي هيڅکله مه کوه، چي  له يوې لاري په […]