افغانستان

له غني او عبدالله سره لیدنې؛ د استانبول ناسته او له افغان حکومت د خلیلزاد غوښتنه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا کابل ته راغلی او له افغان مشرانو سره یې لیدلي دي. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر اشرف غني له خلیلزاد سره نن له غرمې مخکې لیدلي دیي. سرچینه زیاتوي؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې بهیر د انکشافاتو او په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه … نور ولولئ

افغانستان

امریکايي بنسټونه: بایډن دې ژر تر ژر خپل سرتېري وباسي

په امریکا کې ځايي ګڼو بنسټونو د جوبایډن له حکومته غوښتي چې نور دې له افغانستان امریکايي سرتېري وباسي. امریکا کې د سرتېرو له حقونو د دفاع، پخوانیو پوځيانو، د پوځیانو د کورنیو اړوند او جګړې ضد ګڼو بنسټونو په یوه لیک کې له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د هوکړې پر بنسټ دې خپل سرتېري نور وباسي. د طالبانو او امریکا تر منځ تېر کال د … نور ولولئ

افغانستان

امریکا: لا هم له افغانستانه د سرتېرو پر ویستلو خبرې روانې دي

یاران: امریکا وایې چې ولسمشرۍ ماڼۍ لا هم هڅه کوي چې له افغانستان خپل ټول امنیتي سرتېري وباسي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي وايي امریکا حکومت له له تخنیکي او لوجسټیکي ستونزو له امله نه شي کولای چې سرتېري په خپل وخت له افغانستان نه وباسي. د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکرې پر بنسټ باید ټول امریکايي سرتېري باید د روان کال تر مې میاشتې پورې له افغانستان څخه وځي ځکه د … نور ولولئ

افغانستان

ولسمشر غني: د جګړې ډول بدل شوی، د حل لاره وسلې او مهمات نه دي

ولسمشر غني د تاجیکستان ملي پوهنتون ته په خپله وینا کې وویل چې جګړه نامحدوده شوې او د جنګي او غیر جنګي سیمو تر منځ سرحد له منځه تللی دی. هغه وویل، افغانستان هره ورځ جګړه تجربه کوي او د دغه هېواد تر رغونې لاندې ټول بنسټونه تر بریدونو لاندې دي. نوموړي زیاته کړې چې د جګړې ډول بدل شوی دی، د حل لاره وسلې او مهمات نه دي، نو اړتیا ده چې له ترهګرۍ … نور ولولئ

افغانستان

د جرمني نوې پرېکړه؛ افغانستان کې پاتې يوو، ناټو او امریکا دې هم په بېړه نه وځي

د رویټرز خبري اژانس په حواله، د جرمني پارلمان د پنجشنبې په ورځ یو نوی پلان تصویب کړ. د نوي پلان له مخې به د جرمني پوځ تر ٢٠٢٢ کال د جنوري د ٣١ پورې به د ناټو ماموریت د يوې برخې په توګه په افغانستان کې پاتي کېږي. په افغانستان کې د جرمني پوځ د عملیاتو تصويب شوي بوديجه د ٢٠٢١ کال د مارچ په پای کې پای ته رسیده. د امريکا د متحده … نور ولولئ

افغانستان

زاخيلوال او وردګ: وطن ژغورلو ته راپورته شوي یوو

د مالیې پخواني وزیر او یو شمیر پخوانیو لوړ پوړو چارواکو “د افغانستان د نجات حرکت” په نوم ګوند جوړ او پرانسیت. دوی په پرونۍ پرانیسته کې وویل چې د دوی اصلي هدف د ٤٠ کلن بحران څخه راوتل او د افغانستان ثبات دی. ددې ګوند مشر د ماليې پخوانی وزير عمر زاخيلوال دی. هغه په هېواد کې د روانو حالاتو نه نارضايتي څرګنده کړه او وه یې ویل، چې اوس مهال متحده ایالات ، … نور ولولئ

افغانستان

ولسمشر غني ایران ته؛ نور وړیا اوبه نشته، یا به پیسې راکوې یا تېل

ولسمشر غني وایي له دې وروسته به ایران ته وړیا اوبه نه ورکوي. ولسمشر غني چې نن یې په نیمروز ولایت کې کمال خان بند پرانیست، په همدې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان د اوبو د مدیریت لپاره مهم پلانونه لري او ډېر ژر به افغانستان په زراعتي برخه کې پر ځان بسیا شي. نوموړي وویل چې ددې بند د پاتې برخو چارې به هم ډېرې … نور ولولئ

افغانستان

بشرحقونوسازمان: د سولې په وروستیو کې خبرو کې د ښځو په کم رنګه ګډون اندیښمن یوو

د بشري حقونو څار سازمان نن په یوه بیان کې د سولې په وروستیو ناستو کې د افغان فعالو میرمنو په کم رنګه شتون اندیښنه څرګنده کړې ده. دا اندیښنه داسې مهال ښودل شوې چې چې ټاکل شوې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو او طالبانو ترمنځ د اپریل په میاشت کې په استانبول کې د افغانستان د سولې په هکله یوه مهمه ناسته ترسره شي. د بشر د حقوقو د څار سازمان ویلي، په مسکو … نور ولولئ

افغانستان

د جمعیت پرسر جګړه؛ عطا وايي مشر شوم، صلاح الدین وايي، اعتبار نه لري، هغوی شړل شوي

د جمعیت اسلامي د مشرۍ پر سر جنجال پرون تر یوې لنډې جګړې هم ورسید. پرون هغه مهال چې د عطا محمد نور په مشرۍ یوې ډلې د جمعیت ګوند د مشرۍ په نوم ټاکنې کولې، ناڅاپه په هوټل کې ‌ډزې پيل شوې، چې ویل کیږي دا ډزې د صلاح الدین رباني اړوند کسانو کړي. ویل شوي چې په دې ډزو کې درې تنه وژل شوي او څو نور ټپيان دي. افغان امنیتي ادارو د … نور ولولئ

افغانستان

د مسکو د غونډې ګډنوالو درې مهمې پریکړې وکړې

مسکو پرون د افغانستان د اسلامي جمهوریت، طالبانو او څو هیوادونو ترمنځ د افغان سولې په اړه د یوې ناستې کوربه وو. په دې ناسته کې امریکا، خپله روسیې، پاکستان او چین استازو هم برخه درلوده. دوی د ناستې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړه چې درې مهم ټکي په کې یاد شوي ول. ۱- امارات نه منو د پرونۍ ناستې په اعلامیه کې په واضح ډول سره پر طالبانو غږ وشو چې ددوی … نور ولولئ