افغانستان

د مسکو د غونډې ګډنوالو درې مهمې پریکړې وکړې

Advertisements مسکو پرون د افغانستان د اسلامي جمهوریت، طالبانو او څو هیوادونو ترمنځ د افغان سولې په اړه د یوې ناستې کوربه وو. په دې ناسته کې امریکا، خپله روسیې، پاکستان او چین استازو هم برخه درلوده. دوی د ناستې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړه چې درې مهم ټکي په کې یاد شوي ول. ۱- امارات نه منو د پرونۍ ناستې په اعلامیه کې په واضح ډول سره پر طالبانو غږ وشو چې … نور ولولئ

افغانستان

د مسکو، واشنګټن او پنجاب سوله؛ ملت ته خوب په کار دی که د سیاسي معاملګرو راټینګول؟

Advertisements افغانستان؛ هغه دیګ دی چې له اوږده تاریخ راهیسې نړۍ په کې زور ازموینې کوي، خپل شلغم پخوي او لکه په دریاب کې د سمالوې شوې کښتۍ خپلو اهدافو ته استفاده کوي. خو له بده مرغه له دې سره سره د افغانستان ملت پر دې پوه نه شو چې تر کومه به دې نړۍ کې یوازې همدا زه افغان انسان د نړۍ لپاره د پُل حیثیت لرم، تر کومه به زه ورته پروت او … نور ولولئ

سوله

افغان سوله؛ د مسکو ناسته کې درې جلا پیغامونه

Advertisements ټاکل شوې تر راتلونکې یوې ورځې مسکو کې د افغان سولې اړوند مهمه ناسته ترسره شي. دغې ناستې ته د افغان حکومت او طالب پلاویو ترڅنګ یو شمېر نور افغان سیاستوال هم وربلل شوي دي، چې په اصلا کې همدې موضوع اندېښنې راپارولې دي. ظاهرا ناسته د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ کېدونکې ده، خو په ورته وخت کې د یو شمېر افغان سیاستوالو حضور چې عملا د ولسمشر غني کلک مخالفین دي او … نور ولولئ

افغانستان

د سولې خبرو پر دوام؛ زلمی خلیلزاد له دوحې کابل ته راغلی

Advertisements د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دوحې څخه کابل ته رسیدلی او له ولسمشر غني او د ملي مصالحې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره یې د افغان سولې د روان بهیر په تړاو بحث او خبرې کړې دي. ټاکل شوې ده چې خلیلزاد له کابل څخه مسکو ته لاړ شي او هلته د افغان سولې په تړاو جوړیدونکې ناسته کې ګډون وکړي. زلمی خلیلزاد داسې مهال … نور ولولئ

افغانستان

کابل ته د دوستم سفر؛ ولې له یونیم کلن ځنډ وروسته راستون شو؟

Advertisements مارشال دوستم له شا او خوا یو نیم کلن ځنډ وروسته کابل ته راغلی او له مشرانو سره یې لیدنې او ملاقاتونه یې درلودلي دي. هغه چې پرون په کابل کې ښکته کیده، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د ولسمشر غني سلاکار محمد محقق یې په هوايي ډګر کې هرکلی وکړ. مارشال دوستم له اوږده ځنډه وروسته ولې کابل ته راغی؟ دوستم پرون کابل ته له راتګ سره یوه … نور ولولئ

افغانستان

دوستم د افغانستان مارشال دی، که د جوزجان؟

Advertisements د افغانستان د جمهوري ریاست مخکیني مرستیال او د افغانستان په جګړو کې سابقه لرونکي جنرال دوستم د مارشالۍ له رتبې ډیر وخت وروسته رسنیو سره مرکو کې راڅرګند شوی. هغه تیرو څو ورځو کې له ډیر تلویزیوني رسنیو سره خبرې کړي او د روان او پخواني سیاسي وضعیت په اړه یې غبرګنونه لرلي دي. نوموړي دوه ورځې وړاندې د طلوع نیوز سره ځانګړې مرکه کې د خپلې مارشالۍ په اړه جالبې خبرې کړي … نور ولولئ

افغانستان

افغان حکومت: روسیه دې طالبان له موږ سره نه برابروي

Advertisements بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي‌ استازي وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو غندلي دي چې د طالبانو او د افغان سولې بهیر په اړه یې کړې وې.‌ افغان حکومت ویلي، افغانستان کې د لنډمهالي‌ حکومت په اړه څرګندونې، د افغانستان او روسیې د ګډو اعلامیو سره په ټکر کې دي. ضمیر کابلوف دوه ورځې وړاندې د روسیې سپوټنیک خبري اژانس ته ویلي وو، طالبان له امریکا سره د دوحې تړون … نور ولولئ

افغانستان

ولسمشر غني او د ناټو سرمنشي سره وغږېدل؛ د وروستۍ پرېکړې هرکلی وشو

Advertisements د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له ولسمشر غني سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. سټولټنبرګ ویلي، ناټو د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ دوام ته ژمنه ده. نوموړي په ټولو لورو غږ کړی چې د سولې خبرو د تقویت او د سیاسي حل لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې. هیره دې نه وي چې نن افغان حکومت د ناټو د هغې پرېکړې هرکلی کړى چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو … نور ولولئ

افغانستان

ارګ: د سرتیرو نه ایستلو په اړه د ناټو د پرېکړې هر کلی کوو

Advertisements افغان حکومت د ناټو د هغې پرېکړې هرکلی کړى چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، تجهیز او سلا مشوروته به دوام ورکوي او د ځواکونه په وتلو کې بېړه نه کوي. دغه څرګندونې د ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مينه پال په خپله ټويټرپاڼه کې کړې دي. نوموړى زیاتوي چې حکومت د ناټو د دې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، تجهیز او سلا مشوروته به … نور ولولئ

افغانستان

طالبان: افغانستان کې د بشري ناورین مسولیت به د امریکا په غاړه وي

Advertisements طالبان وايي که مقابل لوری د ناکامه تجربو د تکرار هڅه وکړي، د هر راز بشري ناورین مسوولیت به د امریکا پر غاړه وي. طالبانو پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې د دوحې د تړون عملي کول هم دامریکا او ناټو په ګټه دی او هم د افغانستان او په وینا یې، که مقابل لوری د تېرو ناکامه تجربو د تکرار هڅه وکړي، راتلونکي کې به د هر راز احتمالي جګړې او بشري ناورین … نور ولولئ