سیاست

سي این این: منظور پښتین د پښتنو عوامي اتل د پاکستان د واکمنې طبقې لپاره ژوند سخت کړی دی

د سي این این راپور د یاران ژباړه او لنډیز په داسې حال کې سبا به د پاکستان کراچۍ ښار د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یوې سترې غونډې کوربه وي چې ددې ښار په تاریخ کې به لویه غونډه وي، سي این این تلویزون د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتین سره د خبرو په بنسټ د نوموړې او دده د غورځنګ په اړه یو تفصیلي راپور خپور کړی دی. دا راپور … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د سولې او پخلاینې پراخیدونکې څپې؛ پرون کابل د اوربند او سولې ملي اجتماع کوربه وو

راپور: محمد عزيز پردېس د کابل پرلت په ۵۷ ورځ، د افغان ژغورنې غورځنګ مبارزو ځوانانو له لوري د اوربند او سولې ملي اجتماع تر عنوان لاندې غونډه په جوش او خروش سره ونمانځل شوه. يادې غونډې ته تقريباً د يوې مياشت راهيسې د کابل په شمول د هېواد په مختلفو سيمو کې پراخ کمپاينونه ترسره شول چې د ولس له پراخ هرکلي سره مخامخ شوه. غونډې ته د کابل په شمول د ننګرهار، لغمان، … نور ولولئ

سیاست

افراطیت څه شی دی؟ لاملونه او حل لارې یې؛ دا ټول په دې لیکنه کې ولولئ

لېکنه: غازي عابد افراطیت په یوه کار کې له حده زیاتوالی او تیری، داسې زیاتوالی او تېری چې د یوه بل فرد یا افرادو د مجموعې پر حقوقي حریم د بې دلیله توجیهاتو په زور ظلم، زیاتي، سخت ګري او تجاوز سره وشي. له بدمرغه اوس اسلامي نړۍ له دې خطرناکې پدیدې ځوریږي او بیا په خاص ډول افغانستان په بیلابیلو ډولونو سره دا بد مرغي د پرمختګ له لوړو پوړونو وروسته پاتې کوي. د … نور ولولئ

سیاست

تازه کادرونه او نوې هیلې – نعمان دوست

ننګرهار ته په دې وروستیو کې ځوان، علمي او داسې کادرونه د رییسانو په توګه معرفي شول چې حساب پرې کیږي. له دوی څخه په ټولنیزو رسنیو کې دروند هرکلی، د همدې ادعا ښکاره ثبوت دی. دغه ځوانان که له یوې خوا لوړې زدکړې لري، ټولنیز په ځانګړې توګه په ځوانانو کې محبوبیت لري، نو له بلې خوا د فساد پر ضد دریځونه هم لري او له دې نوي ماموریت وړاندې یې دا دریځونه په … نور ولولئ

اقتصاد

۵ هغه لارښوونې چې د غوره رهبرۍ لپاره خورا ضرور دي

لیکنه: نیکولي فالون ټایلور ژباړه: غازي عابد مبارک مو شه! تاسې یوازې د خپل لومړي مدیریت مقام ته ورسیدئ! تاسې اوس د خپلې ډلې د هڅوونې او رهبري لپاره مسوول یاست؛ څو د سازمان یا ادارې عمومي اهداف ترلاسه کړۍ. اوس نو څه کوۍ؟! که چیرې مو مخکې د رهبر رول نه وي ادا کړی؛ کیدای شي تاسې د خلکو د هغې ډلې په وړاندې چې ستاسې څخه د ځواب ورکولو تمه او توقع لري، … نور ولولئ

سیاست

د پردې شاته کیسه؛ د پارلماني ټاکنو امنیت څوک ډېر ننګوي؟

لیکه: ارشاد رغاند د رایه ورکونکو د نوم لیکنې پر مرکزونو بریدونه په دې نه خلاصه کیږي، چې برید یا چاودنه وشوه، حکومت وغانده او هغې یا دغې ډلې یې مسولیت پر غاړه واخېست. له نیږدې یوې میاشتې راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډون بېلا ـ بېل ولایتونه پر دغو مرکزونو د څو ورته مرګونو بریدونو او درنو تلفاتو شاهدان ول. د نا امنۍ د ټولو پېښو په شان دا پېښې هم د پردې شاته … نور ولولئ

سیاست

خونړۍ پروسه او نا معلومه راتلوونکې

او نن د خوست د یعقوبیو جومات په وینو ولمبید. نن په یعقوبیو کې د خدای ج کور اور واخیست او د هغه د بنده ګانو په وینو رنګ  او په پرې شویوو هډونو ډک شو. عجیبه ده، دلته د انسان وینې ، د انسان ژوند او مقدساتو خپل ارزښت د ځینو په نزد بایلولی. انسان  په هیڅ ځای او هیڅ مکان کې خوندي نه دی. سړی هیڅ نپوهیږي چې پر موږ څه وشول؟ ولې … نور ولولئ

سیاست

نوی حکومت ضد ایتلاف او راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې !

ارشاد رغاند د افغانستان د سیاست یو تازه جالب بدلون دا دی، چې په ترکیه کې د حکومت یوه لویه برخه مخالفې سیاسي څېرې د ولسمشر غني د تبعید شوي لومړي مرستیال جنرال دوستم پر محور را ټول شوي او د حکومت پر وړاندې یې د یوه نوي سیاسي ایتلاف د جوړولو هوکړه کړې ده . د دغه ایتلاف په اړه ډېرجزیات نه دي ورکړل شوي، خو راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې یې ترټولو عمده موخه ګڼل … نور ولولئ

سیاست

لکه ویشتلې مرغۍ… د نعمان دوست لیکنه

د یوې قومي ناستې یاداشت په چاردیوالي کې تجیر لګیدلی و. لاندې ترې مشران او ځوانان را غونډ وو. دوی ټول د قوم له تیت پرکوالي ځوریدل او د دوی ټولو خواست دا و چې دا تیت او پرک قوم پر یوه دسترخوان راټول شي. په ګډه د خپلو رنځونو درملنه وکړي او له مسلسل درد څخه نور سکون تر لاسه کړي. ګډونوال، هر ویناوال ته غوږ غوږ وو او د خپلو ناپایه دردونو د … نور ولولئ

سیاست

د سلب صلاحیت شوي (رباني) پاتې کیدل، د هیواد له حیثیت سره لوبې دي

لیکنه: غازي عابد د الکترونیکي تذکرو جنجال له ډیر پخوا روان و، داسې ښکاري چې اوسني ولسمشر هم څو ځله خواري وکړه، خو موقعه ورته برابره نه شوه څو له ولس سره د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال دا شوې ژمنه پوره کړي، چې یې ویلي ول برښنايي پيژندپاڼې به وویشې او زمینه سازي به ورته وکړي. هیواد یو بل هغه پرمختګ ته ورداخل کړي چې که دې نړۍ کې اوسو، باید موږ نور له اوږده او … نور ولولئ