سیاست

منظور پښتین : هغوی چې زموږ خلاف تبلیغات کوي کرکټر یې معلوم دی

په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتون د پاکستاني پوځ او ادارو ته د نژدې رسنیو او اشخاصو د وروستیو تبلیغاتو په اړه وايي، موږ د پاکستان د قانون په چوکاټ کې د عدالت د تامیندو او پر پښتنو د روان ظلم د پای ته رسیدو غوښتنه کوو او که دا غوښتنه څوک غداري ګڼي نو دا د هغوی کار دی. نوموړې چې د شنبې په ماښام یې د خپل … نور ولولئ

سیاست

که طالب او حکومت سوله غواړي، نو د هېلمند ولسي حرکت او اوربند غوښتنې غږ ښه فرصت دی

لیکنه: حافظ احمد نصرت — لښکرګاه په ولسواکو ټولنو کې ملتونه حکومتونه رامینځته کوي او د حکومتونو منشآ او ریښه یې له ولس او ملت څخه وي کله چې ددولت خبره کوو د ملت کلمه ورسره یادیږي، ملت او دولت هغه کلمې دي چې تل د خلکو د ژبو پرسره وي، که حکومتونه کار کوي، د ولسونو او ملت لپار یې کوي او همدا ولسونه چې کله حکومتونه رامینځته کوي په دې موخه چې بیرته … نور ولولئ

سیاست

اشرف غني او ازبکستان سره یې د اړیکو پراخولو راز

لیکنه: طایر ځلاند د وري په ۷ مه ازبکستان کې د افغانستان اړوند غونډې یو ځل بیا ددې ضرورت رامنځ ته کړ چې دغه هیواد سره په اړیکو، د اړیکو په څرنګوالي په فرصتونو او د دواړو هیوادونو ترمنځ په پرتو ننګونو وغږيږو. د وري میاشتې د ۷ ناستې محوري موضوع افغان سوله طالبانو ته د سولې وړاندیز شوې طرح او د یو عملي میکانزم رامنځ ته کول چې د نورو هیوادونو د استازو ترڅنګ … نور ولولئ

سیاست

د تاشکند غونډه او د افغان سولې مسله

محمد یوسف قادري د وري ۷ په تاشکند کې د افغانستان د سولې د موضوع په تړاو یوه نړیواله ناسته ترسره شوه چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دګډون سربیره په کې د ۲۳ هیوادونو استازي او لوړپوړي چارواکي حاضر وو. دا غونډه چې د بحث او خبرو اساسي محور یې افغان سوله او سیمه ییزه همکاري وه وروسته له هغې جوړه شوه چې افغان دولت په کابل کې د یوې نړیوالې غونډې پرمهال … نور ولولئ

سیاست

ویډیو: او بالاخره د نقیب مسید یو قاتل راو انور محکمې ته حاضر کړی شو

د کراچۍ د پولیسو هغه مشر چې د نقیب الله مسید په وژلو تورن دی، له دوه میاشتو وروسته پولیسو ونیوه، او د سه شنبې په ورځ یې پاکستان کې یوې محکمې ته وړاندې کړې. راو انور په یو سپین موټر کې په اسلام اباد کې د پاکستان د سترې محکمې د درې کسیز هییت په وړاندې حاضر کړی شو. نوموړې محکمې ته وویل چې د محکمې پر حکم خپله حاضر شوی دی، خو قاضي … نور ولولئ

سیاست

پیرانو یو ځل بیا د پاکستان په پلوۍ افغانان غوسه کړل، دا ځل سید اسحاق ګیلاني

داسې ښکاري چې د پیر ګیلاني کورنۍ د افغانستان په وړاندې د پاکستان دفاع ته د یو مهم ماموریت په توګه جدي کار ویلی. لا د پیر سیدحامد ګیلاني په کور کې د جنرال مشرف د عکسونو او د نوموړې د هغو څرګندونو( چې ویل یې طالب مشران په پاکستان کې نه بلکې افغانستان کې دي) له کبله د خلکو غوسه نه ده کراره شوې چې سید اسحاق ګیلاني په اسلام اباد کې د پاکستانیانو … نور ولولئ

په زړه پورې

پوتین په بې سابقه رایوو د څلورم ځل لپاره د روسیې ولسمشر انتخاب شو

پوتین د دوشنبې په ورځ د شپږو نورو کلونو لپاره د روسیې ولسمشر انتخاب شو. نوموړې د روسیې د ولسمشرۍ د یکشنبې د ورځې په انتخاباتو څه باندې ۷۳په سلو کې رایې ګټلي دي. دا چې له لویدیځ سره د روسیې اړیکې کړکیچنې شوې دي، نو تر اوسه پورې پوتین ته د نوموړي ډیرو نژدې متحدانو په بیا بریالیتوب مبارکي ویلې ده. او تمه کیږي چې د نړۍ د نورو هیوادونو مشران به هم په … نور ولولئ

سیاست

د سیاسي ګوندونو ۹ ګټې او ۸ تاوانونه

راټولونکی: حشمت الله رحمتي ننۍ سياسي اوضاع هم د دې تقاضا کوي چې نه بايد څوک تنها او يواځې پاتې شي، ښه به وي که يو څوک ترشا ملاتړي ولري او له يو چا سره خپل فکر شريک کړي. د دې ترڅنګ هغه امورات او کړنې چې په جمعې ډول او د ډيرو فکرونوزېږنده وي حتمآ به څو چنده ترهغو بهترې وي چې په يواځي توب او تنهايي سره ترسره کیږي, ځکه چې مونږ په … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په وینا کې خندونکې خبرې او ټوکې کول ولې اړین دي؟

لیکنه: حشمت الله رحمتي کوم وینا وال چې د خپلې وینا پر مهال یوه نیمه ټوکه کوي، اوریدونکي ورسره نه تنګیږي او ترپایه پورې یې وینا د زړه په غوږو اوري. که غواړئ چې ناست خلک مو وینا تر پایه په مینه واوري، او د ستړیا احساس ونکړي. او تاسې هم ځان یواځې حس نه کړئ، نو ددې لپاره باید د خپلې وینا په اجنډا کې یوې نیمې ټوکې ته هم ځای ورکړئ. پام مو … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

منظور پښتین څه ډول طبعیت لري او د هغه په ناچاپه کتاب کې څه لیکل شوي؟

راټولونکی: مسیح الله نوري نن سبا هر پښتون د (منظور پښتین) له نوم او دریځ سره ډېر آشنا دی. په هر کلي او کور کې منظور پښتین د مېړانې او انقلاب سمبول ګرځېدلای، ښایي ډېری منظور پښتین په پوره توګه ونه پېژني او د منظور پښتین د نوم په اورېدو یې په ذهن کې د یو پښتون انقلابي رهبر انځور جوړ شي او بس. اوسنیو حالاتو ته په کتو اړینه ده چې د ښاغلي پښتین … نور ولولئ