افغانستان

فاروق نجرابي؛ په څلورم ځل د ولسمشرۍ هغه نوماند چې بیا هم د بري ډاډ نه لري

د ماشومانو قلبي ډاکټر دی، خو ولسمشري یې زیاته خوښبږي. دا څلورم ځل دی، چې بریالیتوب ته له هیله مندۍ پرته دغې څوکۍ ته نوماندیږي. ډاکټر غلام فاروق نجرابي یادوو؛ دا چې ولې بیا- بیا داسې کوي، په دې مطلب کې به یې ولولئ: ژوند لیک یې غلام فاروق نجرابي په ۱۳۳۴ کال د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې دې نړۍ ته راغلی. هغه د ماشومانو قلبي ډاکټر دی او دوکتورا یې پکې له اندیرا … نور ولولئ

افغانستان

د ځوانانو او سولې په ملي مشورتي کنفرانس کې څه وو؟

د کنفرانس د ګډونوال، عبدالرقیب سایل لیکنه د ځوانانو او سولې په ملي مشورتي کنفرانس کې د ټولو ولایتونو ځوانانو برخه درلوده. دغه ځوانان د یوه فکر لپاره را غوښتل شوې وو. ځینو یې ان د سولې په اړه خپلې طرحې د د جمهوري ریاست/ ارګ د ځانګړي دستیار له دفتر سره شریکې کړې وې او د خپلو طرحو له مخې راغوښتل شوي وو، ترڅو له نورو ځوانانو سره هم د سولې په اړه سراسري … نور ولولئ

افغانستان

په هر قيمت سوله يانې څه؟

لیکنه: نثار احمد احمدي د سولي د روان جريان په ترڅ کي دا خبره ډېره پورته کښته کېږي چي موږ په هر قيمت سوله غواړو. دا خبره تر ډېره د طالبانو مدافعين، د حکومت سياسي مخالفين او په تېره بيا د ولسمشر محمد اشرف غني سيالان کوي. د دې تر څنګ دا ادعا هم کوي چي هر افغان سوله غواړي. دا دواړي خبري د مفهوم او تعبير له مخي غلطي دي. که دا خبره سمه … نور ولولئ

افغانستان

د ارګ په ګاونډ کې د غني ناچله فرمان؛ محقق په حکومتي دفتر کې ولسمشر ته بد رد وایي

ولسمشر غني تېره اونۍ په داسې حال کې، چې د سویس په داووس کې یوې اقتصادي غونډې ته ورغلی و؛ له هغه ځایه یې د خپل حکومت د شریکوال ( اجرایه ریس) دویم مرستیال محمد محقق له دندې ګوښه کړ. د هغه د ګوښه کیدو فرمان د ولسمشر د دفتر لوی ریاست پرخپلې وېب پاڼې او فیسبوک پاڼې خپور کړ. غبرګونونه د حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله، چې هغه هم یاد شوي نړیوال کنفرانس ته د … نور ولولئ

افغانستان

افغان سوله او د ولسمشرغني پر ارادې شک؛ د خلیلزاد انګېرنې او ژمنې دلته ولولئ

د افغان سولې موضوع په دې ورځو کې د تر ټولو تودو ورځینیو مسئلو په سر کې ده. طالب استازو په دې تړاو ۶ ورځې پرله پسې په لومړي ځل له افغاني الاصله امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره د بندو دروازو ترشا خبرې وکړې. له دې خبرو سره طالب پلوي پرموقت حکومت د سلا کیدو مدعي شول او ولسمشرغني دا خبرې د افغان حکومت د سولې د پروګرام یوه برخه وګڼله. په منځ کې زلمی … نور ولولئ

افغانستان

نورالحق علومي؛ د ډاکټرنجیب د وراثت مدعي، د عبدالله ناراض ملګری او ولسمشریز نوماند

وایي سیاست مخ و څټ نه لري او دافغانستان سیاست خو یې بیخي نه لري. نورالحق علومي د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو هغه نوماند دی، چې د طالب واکمنۍ تر سقوط وروسته د کیڼ اړخي ولسمشر ډاکټرنجیب د وراثت له داعیې سره میدان ته راغی، خو انډیوالي یې د شمال ټلوالې له ډاکټر عبدالله سره شوه او د هغه په ملاتړ د خپل ژوند تر ټولو لوړ منصب (کورنیو چارو وزارت) ته ورسېد. ژوند … نور ولولئ

افغانستان

طالبان دې دویمې سولې ته هم چمتو شي! د تواب غورځنګ لیکنه

تواب غورځنګ، د امنیت شورا پخوانی ویاند کېدلای شي، چې طالبان له امریکا او افغان حکومت سره د سولې هوکړې ته ورسېږي. دا چې له طالبانو سره هوکړه افغانانو ته په څومره بیه پرېوځي، په دې پورې اړه لري، چې افغان حکومت او د هېواد سیاسي قشر، له پاکستان او نورو سیمه ییزو لوبغاړو څخه د یوې حتمي لوبې د ګټلو لپاره څومره سره یو کېږي او له خپلو کوچنیو توپیرونو یو بل ته تېريږي. … نور ولولئ

افغانستان

خلیلزاد نیویارک ټایمز سره: د طالبانو سره د یو توافق پر چوکاټ سلا شوی دی

د افغانستان د سولې لپاره د واشینګټن استازي زلمی خلیلزاد وايي، امریکایان او طالبان په اصولو کې د سولې د یو توافق پر چوکاټ سلا شوي دي. زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ نیویارک ټایمز ته په یوې مرکې کې ویلي، په دې چوکاټ کې طالب وسلوال سلا شوي چې نړیوالو ترهګرو ته به د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي. د خلیلزاد په وینا طالبان به اوربند کوي او افغان حکومت سره … نور ولولئ

افغانستان

زلمي رسول؛ د غني او عبدالله مخکینی مخکښ سیال بیا را میدان ته شوی

د ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو درېیم مخکښ نوماند ډاکټر زلمی رسول چې په هغو ټاکنو کې د ډاکټرغني او ډاکټرعبدالله بل مخکښ سیال ګڼل کیده، تر اوږدې نادرکۍ وروسته بیا د سیاسي رقابت میدان ته راغلی. نوموړي د ۲۰۱۴ ټاکنو په لومړي پړاو کې له عبدالله او غني څخه وروسته درېیمه لوړه رایه (۱۲سلنه) ګټلې وه. رسول د راتلونکي کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی او ډاډه دی، چې که ټاکنې شفافه او کمیسونونه یې مستقل … نور ولولئ

افغانستان

کونړ؛ پر ولسي تړون نسبي ارامي او حکومتي بې پروايي

لیکنه: اتل سالارزی د طبعي ښکلاګانو ښار کونړ ته د میاشتني سفر یادښتونه؛ ددې ولایت د خلکو محرومیتونه، ستونزې او وروسته پاتې والی دلته درسره شریکووم. – د ختیځ افغان نابغه ټاټوبي کونړ د ځوانې طبقې فیصدي لوړه؛ خو د سواد د کچې ټیټوالی یې زړه بوږنوونکی او د خوابدۍ وړ دی. د نړۍ د روان ساینسي او علمي کاروان سره یې د یوځای کېدو لپاره ډیر څه نه دي شوي او لا هم ویل … نور ولولئ