افغانستان

ایران وايي له افغان طالبانو سره یې خبرې کړې دي

یو لوړپوړي ایراني چارواکي د چارشنبې په ورځ تایید کړه چې له افغان طالبانو سره یې کتلي دي. د ایران د ملي امنیت د شورا مشر علي شمخاني دا خبره کابل ته د سفر پر مهال کړې. ایراني رسنیو د شامخاني له خولې ویلي” افغان حکومت یې له طالبانو سره له ارتباطاتو او خبرو خبر کړی او دا پروسه به دوام وکړي.“ په دې اړه چې دا خبرې چیرې شوي، جزییات نه دي ورکړل شوي. … نور ولولئ

افغانستان

طالب ویاند ته د امریکايي ویاند ځواب ” مغز وینځلي ترهګر مو کنټرول کړئ-خپل خلک مو مه وژنئ“

په کابل کې په وروستیو کې د شهیدانو او معلولینو د معنیت په ودانۍ او شا او خوا نورو ادارو ډله ایز ځانمرګی برید چې د سولې د اوازو په تاوده بازار کې وشو، په کور دننه او بهر پراخ عکس العملونه راپورته کړي. د برید بڼه تر ډیره په کابل کې د طالبانو او یا هم د داعش د وسلوالو پخوانیو بریدونو ته ورته وه. طالبانو په کې لاس لرل رد کړي او داعش … نور ولولئ

افغانستان

پاکستاني جنرالان د نویمې لسیزې خوبونه ګوري

د عزت الله شمسزي لیکنه د پاکستان په ځینو مهمو دولتي او نادولتي ورځپاڼو کې چې د “طالبان کابل پر قبضی کی لی تیاری“ په نامه کومه لیکنه خپرېږي، دا د کابل په اړه د پاکستان د استخباراتي ادارو هغه غوښتنه ده چې نه یوازې د رسنیو له لارې بلکې دکوټې او کراچۍ په وروستیو غونډو کې هم بحثونه پرې شوي دي.‌ په دې لیکنه کې له څوو خواو پر کابل دیوې لویې حملې، دننه … نور ولولئ

افغانستان

ولې ولسمشر غني، اسدالله خالد د دفاع او امرالله صالح د کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان وټاکل؟

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یو تازه اقدام کې د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت لپاره دوه مطرح پخواني امنیتي چارواکي د سرپرستانو په توګه ټاکلي دي. د ولسمشر د جلا جلا حکمونو په اساس د ملي امنیت پخواني ریس امر الله صالح د کورنیو چارو د سرپرست په توګه او د ملي امنیت بل پخوانی ریس اسدالله خالد د دفاع وزارت د سرپرست په توګه ټاکلي دي. همدارنګه په پارلماني چارو کې … نور ولولئ

افغانستان

تیر کال په افغانستان کې تر یمن او سوریې دواړو زیات خلک وژل شوي دي

په نړۍ کې د وسلوالو جکړو د موقیعت او پېښو د معلوماتو راټولولو سازمان ( ACLED) وايي، تیره کال افغانستان د وسلوالو پېښو له کبله د نړۍ تر ټولو خونړی هیواد و. ددې سازمان په وینا په 2018 م کال کې د افغانستان په جګړې کې د نړۍ د بلې هرې جګړې په مقایسه زیات کسان وژل شوي دي. د نړۍ د وسلوالو جګړو د څار دا غیرې حکومتي اداره په خپل راپور کې وايي، … نور ولولئ

افغانستان

ټرمپ غواړي تر اوړي نیمايي امریکايي سرتیري له افغانستان وباسي – امریکايي رسنۍ

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ولسمشر ټرمپ په سپارښتنه پینټاګون له افغانستان څخه تر اوړي پورې د نیمايي امریکايي سرتیرو د ایستلو په یو پلان کار کوي. دا مهال په افغانستان کې 14 زره امریکايي سرتیري دېره دي، او که دا پریکړه نهايي شي، نو تر اوړي پورې به اوه زره امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووځي. د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، یو شمیر امریکايي چارواکو وروته ویلي چې له افغانستان څخه د … نور ولولئ

افغانستان

د سولې لپاره د خلیلزاد طرحه څه ده؟

 د سولې لپاره د افغانستان د حکومت په شمول د سیمې د هېوادونو، امریکا او طالبانو فعالیتونه ډېر شوي دي. په دې لړ کې زلمی خلیلزاد د روان کال د سپټمبر په ۲۱مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغانستان د سولې په برخه کې د ځانګړي استازي په توګه وګومارل شو. د ښاغلي خلیلزاد د یاد شوي ماموریت څخه تر دې دمه سولې ته د رسېدو په لړ کې درېیم ځل … نور ولولئ

افغانستان

خلیلزاد: طالبانو سره یې په موقت حکومت یا د افغانستان پر راتلونکې سیاسي څرنګوالي خبرې نه دي کړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد له اریانا نیوز سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د راتلونکې په اړه توافق د طالبانو لپاره مهمه مسله ده. نوموړې وویل، د امریکا لپاره بیا د طالبانو سره په سوله کې سره کرښه داده چې افغانستان به بیا د نړیوالو ترهګرو په ځاله نه بدلیږي او له افغانستان څخه به امریکا او نوره نړۍ نه تهدیدیږي. افغان ټبري … نور ولولئ

افغانستان

د حمدالله محب لړزونکې خبرې؛ د پردې شاته څه روان دي؟

ارشاد رغاند افغان حکومت سره له دې، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکراتو د یوه مهم اړخ تمثیل یې کاوه خو د ملي امنیت د سلاکار ډاکټرحمدالله محب وروستۍ څرګندونې ښیي چې حکومت د دغو هڅو مهمه برخه نه ده، یا پکې جدي نه ګڼل کیږي. د محب د څرګندونو مهم ټکي او شننه یې د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر له لورې د ښاغلي محب د خپاره کړي رسمي بیان مهم … نور ولولئ

افغانستان

حمدالله محب: د افغان حکومت مرکچي ټیم به اماراتو کې پاتې وي څو مخامخ خبرو ته شرایط چمتو کړي

راپورونه وايي چې دوشنبې په ورځ افغان طالبانو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد، د سعودي، پاکستان او اماراتو له استازو په شمول خبرې پیل کړې. د پیل شویو خبرو اترو د جزییاتو په اړه تر اوسه هیڅ لوري څه نه دي ویلي او تر ډیره له رسنیو پټې ساتل شوې دي. طالبانو د دوشنبې په ورځ هغه راپورونه یو واربیا رد کړل چې ګوندې دوی په دې خبرو … نور ولولئ