سوله

عمر بن لادن؛ د خپل پلار په کړنو شرمېږم

د اسامه بن لادن کوچني زوی ويلي په ٢٠٠١م کې د خپل پلار له کارونو شرم او وېره لري. د واشنګټن اګزماينر ورځپاڼې په حواله، عمر بن لادن د القاعده شبکې د پخواني مشر، بن لادن تر ټولو کوچني زوی، د سنديکای یهودي خبري سروېس سره په مرکه کې وويل: د دې منل چې پلار مې د داسې کار رهبرۍ وړتيا درلوده، راته سخت دي. هغه ورځ يې زموږ ژوند د تل لپاره بدل او ژوند کول يې، موږ ته ستونزمن کړل. نوموړی چې اوس ٤٠ کلن دی، وړاندې وويل: […]

سوله

افغان جګړه کې چا ماتې وخوړه؟ یو ملت اوڅو نظرونه

لیکنه: عاشق الله نجيبي په هیواد اونړۍ کې دوه جلا نظرونه شتون لري ځینې په دې نظر دي چې امریکا په افغانستان کې ماتې وخوړه او ځینې بیا وایې امریکا خپل هدف پوره او بیرته لاړه که څه هم امریکا د افغانستان په اشغال کې زیات تاوان ولیده او ډېر سرتیري یې، هم له لاسه ورکړل همدارنګه د امریکا ولسمشر جوبایډن هم وویل چې د افغانستان په جنګ کې هره ورځ مونږ ۳۰۰ زره ډالر مصرف کړي، همدا محاسبه په شلو کلونو کې ضرب کړئ او وګورئ چې څومره مصرف […]

سوله

د کرکټ ملي لوبغاړو هم د تکبیر نارې پورته کړې

  دا چې افغانستان کې جګړه ګرمه شوې او د وسله والو طالبانو لخوا د یو شمېر ولایتونو پر مرکزونو بریدونه شوي دي؛ نو دې چارې په ځېنو ولایتونو کې پخواني جهادي قوماندانان او عام خلک اړ کړي، چې د دې حالت پر وړاندې د تکبیر نارې پورته کړي. د تېرې دوشنبې په ماسختن د اګسټ په لومړۍ نېټه په هرات کې ګڼ شمېر خلکو او ښاریانو د روان جنګ پرضد د الله اکبر نارې وکړې؛ چې دې چارې د نورو هېوادوالو ضمیرونه لا بیداره کړل. د چهارشنبې په شپه […]

افغانستان

طالبان: د سولې راتګ لپاره دې ولسمشر غني له واک لرې شي

طالبان وايي چې دوی د قدرت انحصار نه غواړي خو ټینګار کوي چې تر هغو پورې چې پر یوه توافق شوي حکومت پريکړه نه وي شوې او ولسمشر غني له واکه لیرې شوی نه وي، په افغانستان کې سوله نه شي راتلی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني ویاند او د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین، له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې طالبان دې ته چمتو دي چې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي خو یوازې په دې شرط […]

افغانستان

صالح: طالبان پر افغانانو د حکومت کولو وړتیا نه لري

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې طالبان نه شي کولی په افغانستان واکمن شي او نه هم یاده ډله د حکومت کولو وړتیا لري. صالح څرګنده کړې چې دوی اوسمهال د یووالي لپاره یو لوی فرصت ګوري ځکه چې په خبره یې، د هېواد د هرې سیمې خلکو خپلو ځایونو ته د افغان ملي اردو او کمانډویانو د ورتګ غوښتنه کړې ده. بلخوا د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود بیا وایي چې افغان حکومت په یوازې ځان نه شي کولی د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت کنټرول […]

افغانستان

افغانستان کې د بل نړیوال ډګر پرانیسته؛ نن یوه پرواز کې ۸۰ تنه افغانان له اماراتو، خوست کې ښکته شول

په لومړي ځل خوست هوايي ډګر ته د متحده عربي اماراتو له دوبۍ څخه نړیوال پرواز تر سره چې د خوستوالو لخوا یې تود هرکلی وشو. له خوست ولایت مقام څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې ولایت والي د لومړنۍ الوتنې کارکونکو ته ډالۍ ورکړې او مسافرینو ته یې د ګلونو په ډالۍ کولو سره ښه راغلاست ووایه. د سرچینې په خبره، دا مراسم چې په اتڼونو او خوښیو سره ونمانځل شول، په کې د خوست امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئیس، ولایتي شورا رئیس، د […]

افغانستان

قريشي: افغان جګړه کې باید یوازې پاکستان ته ګوته ونه نیول شي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وايي نور باید یوازې پاکستان ته په افغان جګړه کې د ذمه وارۍ ګوته ونه نیول شي. قریشي زیاته کړې، چې افغان سوله یوازې د پاکستان کار نه، بلکې د ټولو غاړو ګډ مسئولیت دی. هغه دا خبرې نن دوشنبه اسلام اباد کې د سیمه ییزې سولې انسټیټیوټ لخوا جوړې شوې غونډې ته وینا کې کړې دي. د قریشي په وینا ولسمشر غني او نژدې کسان به یې ژر واشنګټن ته په رسمي سفر لاړ شي. «زه دوی ته نېکمرغه او ښه […]

افغانستان

ولسمشر غني: موږ سولې ته ژمن یو، طالبان جدي خبرو ته نه حاضرېږي

ولسمشر غني وایي، چې افغان دولت د سولې خبرو ته ژمن دی خو په وینا یې طالبان جدي مذاکراتو ته نه حاضرېږي. نوموړي دا څرګندونې نن په ارګ کې د سره صلیب کمېټې له نوي رییس ایلوا فیلیون سره په لیدنه کې کړې دي. د ارګ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د سره صلیب پخواني رییس د نوي رییس د معرفي کولو تر څنګ وویل چې دوی په دوحه کې د جمهوریت او طالبانو ډلې مذاکراتي پلاویو سره په اړیکه کې دي، څو د بشري حقونو بین المللي […]

افغانستان

اتمر، پاکستان ته: صادقانه او عملي همکاري راسره وکړئ

اکستان وایي، چې له افغان سولې سره بشپړه او صادقانه همکاري کوي. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د سولې ملاتړي دي او په هېڅ صورت نه غواړي چې څوک په زور او له نظامي لارو ځان واک ته ورسوي. منصور احمد خان زیاته کړې، چې افغان جګړه د خبرو له لارې پای ته رسېدلی شي او طالبانو ته هم په کار ده چې پر مذاکراتو تمرکز ډېر […]

افغانستان

ولسمشر غني: موږ لومړی له پاکستان بیا له طالبانو سره سوله کوو

ولسمشر غني وایي افغانستان اوس په داسې یوه وضعیت کې دی چې لومړی باید له پاکستان او بیا له طالبانو سره سوله وکړي. نوموړي د لوبې بدلون تر عنوان لاندې یوه لکچر کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو د پاکستان په خبرو او عمل کې توپير دی. د هغه په وینا د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده او که دغه هېواد خپلې خبرې او عمل یو شان نه کړي نو افغان حکومت اړ دی چې لومړی له دوی سره د […]