سپورټ

د لامبو وهنې نابینا افغان لوبغاړي لندن کې درېیم مقام وګاټه

د افغانستان د لامبو وهنې نامتو افغان لوبغاړي ولي محمد نوري په لندن کي د سل هیوادونو د لوبغاړو ترمنځ د لامبووهنې په سیالیو کې درېیم مقام وګاټه او افتخاري مډال ورکړل شو. دا سیالي تېره شپه لندن کې وشوه، چي پکې ولي محمد نوري یوازینی نابینا لوبغاړی و او د راپورونو له مخې پاتې نور ټول لوبغاړي بیا فزیکي روغ ول، خو ذهني ستونزې یې لرلې. ولي محمدنوري وروسته له هغه دې مقام ته ځان ورساوه، چې ټاکل شوی پنځوس متره واټن یې په ۵۹ ثانیو کې طی کړ. […]

سپورټ

فیضي: د زیاتو هیوادونو دروازې راته خلاصې دي، خو له هیواد سره د میني په خاطر نه ځم

د ازادي مبارزې مشهوره او تکړه افغان لوبغاړي عبدالسمیع فیضي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، پوره ۱۵ کاله کیږي، چې د ازادي مبارزې سیالۍ کوي او ۲۲ ځلې نړیوالو میدانونو کې لوبېدلی، چې په همدې موخه زیات هیوادونه غواړي دی خپل هیواد ته وروبولي، خو د افغانستان سره د میني په خاطر همدلته له خپلو هیوادوالو سره پاتیږي.   فیضي پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې، افغانستان ټولو ځوانانو ته اړتیا لري، که چیري ځوانان له هیواده بهر ولاړ شي، نو هیواد به لمنځه ولاړ شي.   هغه لیکلې: […]

سپورټ

پاراُلمپیک سیالیو کې افغان لوبغاړي ګډون نه کوي، خو درې رنګه بیرغ د خواخوږۍ په موخه ورپول سو

د جاپان په توکیو ښار کې د پرون سې شنبه ‹‹د اګسټ میاشتې په ۲۴مه نېټه›› د پاراُلمپیک سیالۍ پیل شوې، چې دې سیالیو ته له افغانستان دوو لوبغاړو نارینه او ښځینه ورته لاره پیداکړې وه، خو د هیواد د روان وضعیت له امله دوی پکې ګډون ونشو کړای.   The #Paralympics is alive with colour 💙💚💛🧡💜❤#Tokyo2020 #OpeningCeremony pic.twitter.com/cODqyxWNsd — Paralympic Games (@Paralympics) August 24, 2021     ټاکل شوې وه، ذکیه خداداي په تکواندو او حسین رسولي بیا په اسکیت ورزشي رشته کې د افغانستان په استازیتوب د پاراُلمپیک […]

سپورټ

حبیب پر خپلو خبرو پښېمانه شو او له ټولو افغانانو یې بخښنه وغوښته

د آزادي مبارزې روسي مسلمان لوبغاړي، چې د نورو هیوادونو ترڅنګ یې زیات افغان مینوال لرل، څو ورځې مخکې یې د افغانستان په اړه جالیبې څرګندونې وکړې، چې د افغانانو غبرګونونه یې راوپارول.   د حبیب نورمحمدوف څخه په یوې ناسته کې د افغانستان په اړه پوښتنه وشوه، چې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه ستاسو نظر څه دی، خو حبیب یې په ځواب کې ورته وویل، زه نه غواړم د هغه هیواد په اړه څه ووایم، چې راڅخه زرګونه کیلو متره لرې دی.   حبیب چې زیات په […]

سپورټ

د افغانستان په اړه د حیبب نورمحمدوف وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولې

د آزادي مبارزې روسي مسلمان لوبغاړي، چې د نورو هیوادونو ترڅنګ یې زیات افغان مینوال لرل، د افغانستان په اړه یې جالیبې څرګندونې کړې، چې د افغانانو غبرګونونه یې راپارولې.   د حبیب نورمحمدوف څخه په یوې ناسته کې د افغانستان په اړه پوښتنه وشوه، چې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه ستاسو نظر څه دی، خو حبیب یې په ځواب کې ورته وویل، زه نه غواړم د هغه هیواد په اړه څه ووایم، چې راڅخه زرګونه کیلو متره لرې دی.   حبیب چې زیات په غوسه هم و، […]

سپورټ

د هیواد روانو حالاتو پاراُلمپیک سیالیو کې افغان لوبغاړي له ګډونه محروم کړل

د جاپان په توکیو ښار کې د روانې اګسټ میاشتې په ۲۴مه نېټه د پاراُلمپیک سیالۍ پیلیږي، چې په دې سیالیو له افغانستان څخه دوو لوبغاړو نارینه او ښځینه ورته لاره پیداکړې ده، خو د هیواد د روان وضعیت له امله دوی نشي کولای په دې سیالیو کې ګډون وکړې.   ټاکل شوې وه، ذکیه خداداي په تکواندو او حسین رسولي بیا په اسکیت ورزشي رشته کې د افغانستان په استازیتوب د پاراُلمپیک سیالیو په لړ کې له خپلو سیالانو سره راڅرګند شوي وای، چې سفر یې وړمه ورځ سې […]

سپورټ

حبیب نورمحمدوف نور په رسمې توګه فوټبالر شو

د ازادې مبارزې روسي مسلمان لوبغاړي حبیب نورمحمدوف له ازادې مبارزې سره تر مخې ښې ورورسته په رسمي توګه د فوټبال لوبې ته مخه کړه او اوس به د روسیې هیواد په درېیمه درجه فوټبال لیګ کې ولوبیږي.   حبیب تازه د روسیې هیواد د فوټبال په درېیمه درجه لیګ کې د ‹‹لژیون دینامو ماخاچ قلعه›› لوبډلې سره د لوبېدو په موخه تړون وکړ او ډېر ژر به ددې لوبډلې سره د لوبېدو په موخه لوبغالي ته کښته شي.   لژیون دینامو ماخاچ قلعې لوبډلې د حبیب نورمحمدوف انځور او […]

سپورټ

د اُلمپیک سیالیو پای؛ امریکا پکې لومړی او چین دویم مقام خپل کړ

ټاکل شوې وه په ۲۰۲۰م کال کې د نړۍ ترټولو ستري بېلابیلې سیالۍ «اُلمپيک» د جاپان په توکیو ښار کې پيل شوي وای، خو د کورونا ویروس له امله وځنډېدې او تر ځنډ وروسته دادی د تیرې جولای میاشتې په ۲۳مه نېټه پيل شوې او پرون د اګسټ میاشتې په ۸مه نېټه پای ته ورسېدې. په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۲۰۷ هیوادونو څخه ۱۱ زره ۳ سوه لوبغاړو په بېلابیلو سیالیو کې لوبې ترسره کړې. د اُلمپیک د ادارې له لوري لوبغاړو ته ۱۰۸۰ بېلابېل مډالونه […]

سپورټ

شل‌اوریزه لوبو کې ۱۲ هیوادونو ته زیاتې ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

موږ په دې لیکنه، کې د ۱۲ هیوادونو «اسټرالیا، افغانستان، بنګله‌دېش، انګلستان، هندوستان، ایرلینډ، نیوزلینډ، پاکستان، سویلي افریقا، سریلانکا، ویسټ انډیز او زیمبابې» لپاره هغه ۱۲ لوبغاړي درپېژنو، چې په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو لوبغاړو زیاتې ویکټې اخیستې دي.   ۱ـ اسټرالیا   اسټرالیا ته تېز توپ‌اچونکي میچل سټارک ترټولو لوبغاړو زیاتې ویکټې په شل اوریزه لوبو کې اخیستې. هغه په ۳۹ لوبو کې ۴۸ ویکټې اخیستې دي.   ۲ـ افغانستان   د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو زیاتې ویکټې راشدخان ارمان اخیستې […]

سپورټ

اُلمپیک؛ ورور او خور د سرو زرو مډالونو په ګټلو سره تاریخ جوړ کړ

د جاپان په توکیو ښار کې د روانو ۲۰۲۰م کال اُلمپيکي سیالیو په لړ کې د کوربه جاپان هیواد دوو لوبغاړو، چي ورور او خور دي، د سرو زرو مډالونه یې وګټل او د اُلمپیک په سیالیو کې یې تاریخ جوړ کړ. اوتاآبه او هیفومي په نوم دې جاپاني خور او ورور خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او سرو زرو مډالونه یې وګټل، چي د اُلمپیک په تاریخ کي دا لومړی ځل دی، داسي څه رامنځته کیږي، چې یو ورور او خور د سرو زرو مډالونه ګټي.   ۱ـ اوتاآبه […]