طبیعت

د ډایناسور ٦٦ ميلیونه کاله پخوانۍ هګۍ موندل شوې

ژباړه څېړونکو د چين په سویل کې د ډایناسور یوه هګۍ د دننني جنین سره کشف کړی، چې د ٦٦ کاله پخواني یو ډول الوتونکي اړوند ده. دا هګۍ په حیرانوونکي توګه روغه پاتې. المانۍ مجلې ”اشپيګل“ د پيکېنګ پوهنتون د ځمکې پېژندنې پوهانو لیکلي، چې جنین د هګۍ څخه د وتلو په درشل کې و. د پيکېنګ پوهنتون پوهانو د برېټانیا د برمنګهام پوهنتون په مرسته وایي، چې دا هګۍ د ٢٧ سانتي متره په اوږدوالي جنین، په کوپ شوي حالت کې په ١٧ سانتي مټره هګۍ کې ځای […]

طبیعت

د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوي له پاره څه ته اړتیا ده او د پاکوالي ارزښت یې څه دی؟

د خپل چاپیریال د پاک ساتلو له پاره څه باید وکړو؟ کوم کارونه باید وکړو چې د چاپیریال د ککړتیا مخه ونیول شي او د پاک او رنګین چاپیریال درلودلو ارزښت څه دي؟ په دې لیکنه کې به يې په اړه معلومات وړاندې شي. هغه ځای او هغه ساحه چې موږ په کې ژوند کوو د هغه ځای د شاه او خوا پاک ساتل زموږ مسؤلیت دی او موږ خپل چاپیریال باید پاک وساتو او د ککړتیا مخه یې ونیسو. چاپیریال د چاپیریال د اسېدونکو له امله پاک او ښایسته […]

طبیعت

د ځنګلونو ګټې او د انسان د ژوند سره يې تړاو

ليکنه: شمله نادري   ځنګلونه د انسانانو په ژوند کې اړین ارزښت لري او د ځمکې کابو یو پر درې برخه یې نیولې ده. د ځنګلونو شتون د انسانانو، حیواناتو او حشراتو لپاره بې شمېرې گټې لري، چې په دې لیکنه کې به یې په تفصیل سره بیان کړو. 1: د اکسیجن تولید ساه اخیستل د کاربن ډای اکساید خارجول او د اکسیجن اخیستلو ته ویل کېږي، نو له اکسیجن اخیستلو پرته انسان ژوندی نه شي پاتې کېدلای، دا اکسیجن د ونو او ځنګلونو په مرسته تولیدېږي او کاربن ډای […]

طبیعت

ډېر اولادونه: د نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ، د مور او پلار عمر کموي!

زموږ په ټولنه کې یو بد رواج دا هم دی چې سړی باید ډېر زامن ولري او د دې لپاره دوی هڅه کوي چې ډېر اولادونه نړۍ ته راوړي، او دا بیا ډېر مشکلات زېږوي، چې مور او پلار نشي کولای د خپلو ټولو اولادونو اړتياوې پوره کړي. . د روغتیا نړیوال سازمان په هېواد کې له روغتیايي اسانتیاوو څخه د ۵۰۰ زره افغانانو د بې برخې توب له کبله خپله اندیښنه ښودلې. دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال […]

طبیعت

د جاذبې قوه د قران له نظره !

ایا تاسو پوهیږٸ دغه وخت چي تاسو دا لیکنه لولٸ، دغه وخت زموږ ځمکه د لمر په شاوخوا ۳۰ کلومټره في ثانیه سرعت سره څرخي، کومه حیرانونکې خبره نه ده مګر په دې باندې پوهېدو سره به تاسې حتما حیران شٸ، چي دغه سرعت تر ټولو تېز ترینه د مرمي له سرعت څخه هم ۷۰ وارې زیات دی، مګر تاسو او ستاسو د شاوخوا اجسام دا سرعت لږ څه هم نشي محسوسولای. د دا ډول سرعت سره سره هر یو شی په خپل ځای قایم دی، خو باید داسې وای […]

طبیعت

د نړۍ په کچه د تر ټولو غټ ډایناسور هډوکي کوم هیواد کې وموندل شول؟

ډایناسور هغه ژوی دی چې نسل یې په بشپړ ډول له منځه تللی، خو د دې ژوی په اړه څېړنه، او دا چې څومره کاله پخوا دې ژوی په ځمکه کې ژوند کاوه،د اسکلیټونو او فوسیلونو د پلټنو وروسته لرغون پوهانو دا ځل د نړۍ په کچه د تر ټولو غټ ډایناسور هډوکي وموندل. لرغون پوهانو په استرالیا کې د داسې ډایناسور پاتې شوني موندلي، چې دوی یې خپله حیران کړي دي. لرغون پوهانو یاد موندل شوی ډایناسور د نړۍ د تر ټولو غټ ډیناسور بولي، چې ۹۶ میلیونه کاله […]

طبیعت

د یوه امریکایي ښکاري حیرانونکې کیسه

یو امریکایی ښکاري وایي وروسته له دې چې یوه غټ نهنګ راباندې حمله وکړه او په خوله یې ننویستم او بیا یې په خوله کې کیکاږلم تر څو تېر مې کړي، خو له څو ثانیو وروسته مخکې له دې چې خېټې ته مې کړي د یوې معجزې په ډول له مرګ څخه و ژغورل شوم. د ماساچوستن ایالت په پروفیسټاون کې یو امریکایي ښکاري مایکل پاکارډ د لامبو وهلو په حالت کې د یوه غټ نهنګ له برید سره مخ کېږي او له ۳۰ تر ۴۰ ثانیو پورې د نهنګ […]

طبیعت

ځمکې ته ورته د یوې نوې ځلانده سیارې کشفېدل

د ستورو پېژندونکو او پوهانو یوه نړیوال ټیم د یوې نوې ځلانده (TOI-1231b) سیارې د پېژندلو خبر ورکړی، د دوی په وینا چې د دې سیارې ځینې ځانګړنې لکه د تودوخي درجه ځمکې ته ورته دي. د ځینې راپورونو له مخې د دیجیاتو په وینا د دې ټیم په واسطه کشف شوې سیاره چې TOI1231b نومېږي، دوی باور لري، چې دا سیاره به د ډېرو د پام رااړولو وړ وګرځي؛ ځکه له ځمکې سره ورته والي لري او انعطاف منونکې برخه به یې په راتلونکي کې ډېره تر څېړنو لاندې […]

طبیعت

د انسان پر روح او روان د تودې هوا اغېزې

چاپیریال او هوا د انسان پر کړو وړو اغېزې لري، چې کېدای شي په یوه انسان کې د مثبت او منفي بدلونو لامل شي. موږ داسې هم نه شو ویلی چې د انسان ټول کړه او وړه په چاپیریال او هوا پورې اړه لري؛ خو له دې هم نه شو منکرېدی، چې چاپیریال او هوا د انسان پر کړو وړو اغېز لري او په انسان کې د مثبتو او منفي بدلونو لامل کېږي. دا چې توده هوا پر انسان څه ډول اغېزې لري او په انسان کې د کومو بدلونو […]

طبیعت

د ګوریلا یا غټو بیزوګانو د نسل ډیرونې ځانګړې طریقه

ګوریلا خورا یو لوی څاروی دی، چې په ځنګلونو او هغو ځایونو کې چېرته چې شنه واښه او شنه ځمکه وي اوسېږي. د ګوریلا ګانو یا هم د غټو بیزوګانو د ژوند په هکله ډېرې څېړنې شوي خو اوس د دوی په اړه ساینسپوهانو یوه جالبه څېړنه وکړه، او په څېړنې کې وموندل شول، چې د بیزو ګانو د سینه وهل څه معنی لري. د المان، هسپانیې او امریکا بیولوژي پوهانو هغه بېزوګان تر خپلو څېړنې لاندې ونیولې، چې د منځنۍ افریقا په ګڼو غرنیو ځنګلونه کې ژوند کوي، او […]