اقتصاد

په ایران کې کور پېرل، د ګارګرو لپاره د ۲۰۰ کلونو مزد غواړي

ژباړه: عایشه حیدري په وروستیو کې په ایران کې د کورونو بیه ډېره لوړه شوې ده ان تر دې چې ډېرو خلکو ته د کور اخیستل په یوه نه پوره کېدونکي خوب بدل شوی دی. د کارالبرز اسلامي شورا ریس د کارګرانو له لوري د کور پېرلو په تړاو وویل چې کله کارگر په ډېرو لږو پیسو کار کوي او د یوه کور بیه ۵۰۰ میلیون تومان ده، نو باید کارکر د کور پېرلو لپاره … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د نړۍ لس نامتو ژوبڼونه

ژباړه: نجم الرحمن ناصري که تاسو د ژویو مینه‌وال یاست، حتماً به د هغه ښار د ژوبڼ په اړه پوښتنه کوئ، چې سفر ورته لرئ. د نړۍ تر ټولو ښه ژوبڼونه د نړۍ په ګوډ ګوډ کې جوړ شوي، چې د ډول ډول ژویو په ساتنه خلک د هغوی د ژوند له ډول سره آشنا کړي او د ژویو او انسانانو ترمنځ دوستانه اړيکې جوړې کړي. ډېر ژوبڼونه د نړۍ په کچه موجود دي، خو … نور ولولئ

ټیکنالوژي

تر اروپا وروسته امريکا هم پر پاکستان هوايي شرکت بنديز ولګوی.

خبريال: مدثر دعوت د امريکا متحده ايالاتو لخوا د پاکستان هوايي شرکت پر الوتنو ځکه بنديز ولګېدی چې دوی يې د پيلوټانو پر مسلکيتوب باور نلري. پاکستان تېره مياشت د پيلوټانو نږدې درېيمه برخه وروسته له هغې کشف کړه چې د جعلي اسنادو شک ورباندي کېدی. د متحده ايالاتو د ټرانسپورت وزارت ويلي چې دوی د پاکستان هوايي شرکت ته اجازه نه ورکوي چې امريکا ته پروازونه وکړي او د فدرالي الوتني ادارې( FFA) د … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

مېمله باغ ته سېلانیان ور مات شوي

لیکنه سمیع الله درانی د مېملې یا نېملې باغ، چې په هېواد کې له تاریخي ځایونو بلل کېږي، په دې وروستیو کې د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ د مېملې په سیمه کې د امنیت له نسبي ښه‌والي سره دې بڼ ته د سېلانیانو ورتګ زیات شوی دی. هغه کسان چې خوګیاڼو ولسوالۍ ته له ښار او یا هم نورو سیمو او ولایتونو څخه ځي، د مېملې باغ لیدل یې ارمان وي او خامخا د ورتللو هیله … نور ولولئ

په زړه پورې

هغه هیوادونه چې د نړۍ تر ټولو پاک ځایونه په کې دي

ژباړه: حمیدالله حمیدي انسانان طبیعتآ پاک، ښایسته او ښایسته ځایونه او دغه راز تازه، پاکه او ملایمه هوا خوښوي، خو له بده مرغه اوس د نړۍ ډېری سیمې خپله د انسانانو په لاس په داسې ځایونو بدلې شوې دي، چې ورځ تر بلې په کې ژوند کول سختېږي. له دې سره سره لا هم په نړۍ کې کاملا پاکې سیمې پیدا کېږي، چې له ځینو یې دلته یادونه کوو. د یوه ښار د پاک ساتلو … نور ولولئ

خوندیتوب

د لمر وړانګې او پر انساني ژوند یې اغېز

ليکنه او راټولنه: شپنه سلګۍ لومړۍ برخه د لمر د وړانګو له چینې سره په ډېر کم وخت تېرولو، واټن ساتلو او پوښښ سره کېدای شي چې د وړانګو زیانونه تر ډېره حده کم کړای شي. له فزیکي اړخه د انسان بدن یو تولید کوونکی خو مصرفي ماشین دی. ټول ماشینونه کار کوي او کار هلته ترسره کېدای شي چې انرژي موجوده وي، ځکه خو انرژۍ ته د کار کولو وړتیا وايي. په طبعیت کې … نور ولولئ

افغانستان

په هند کې ۱۶ مهاجرين وژل سويدي.

خبريال: مدثر دعوت په هندوستان کې ۱۶ مهاجرین د ريل کاډۍ پر پټلۍ د خوب له کبله وژل سوي. د المان خبري اژانس ته په ورکړل سويو مالوماتو کې راغلي چې تيره شپه ۲۰ کسان د ريل ګاډۍ پر پټلې ويده سوي وه چې سهار مهال ورباندې باروړونکې ريلګاډۍ راغلې ۱۶ کسان یې وژلي او يو تن ټپي دی. دا پيښه د ممبی په ۳۹۰ کيلومترۍ کې رامنځته سوې. د ممبی د پوليسو وياند ويلي: … نور ولولئ

افغانستان

د اریانا افغان هوایي شرکت د سوداګریزو مالونو د لیږد طرحه نهایي شوه

راپور: بشر درویش ولسمشر اشرف غني اریانا افغان هوایي شرکت کې د بنیادي اصلاحاتو په برخه کې دې عملي اقدامات وشي. ارګ وايي، د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د اریانا افغان هوایي شرکت مسوولینو سره په یاد شرکت کې د اصلاحاتو د تطبیق او د اړوندو الوتکو کې د اموالو د لېږد په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. نهايي شوې طرحه په دغه ویډیو کنفرانس کې چې په … نور ولولئ

سفر

که سږ کال حج ونه شي دا به لومړی ځل وي؟

ليکنه: شرر ساپی سږ کال سعودي عربستان د کورنا له ویرې حرم ته ټول سفرونه لغوه اعلان کړل، که حج هم لغوه اعلان شي، نو دا به لومړی ځل نه وي، د تاریخ په اوږدو کې د سیاسي او وبایي لاملونو له کبله حج لغوه شوی دی، په تاریخ کې څو ځل حج لغوه شوی دی؟ یو ځل هغه مهال لغوه شو چې اسماعیل بن یوسف د عباسي دولت پر وړاندې توره راوکښله او په … نور ولولئ

رسنۍ

سعودي: مسلمانان دي سږ کال د حج لپاره چمتوالی نه نيسي

خبریال: فضل الله فضلي سږ کال د حج د فریضې د اداء کولو لپاره سعودي عربستان مسلمانانو ته اجازه نه ورکوي. د سعودي عربستان د حج وزیر ويلي چي د کرونا ویروس له خطره دي د نړۍ مسلمانان سږ کال حج ته د فریضې د ادایني لپاره چمتوالی وځنډوي. یوې عربي رسنۍ تېره ورځ د حج د وزیر په حواله پر ټویټر لیکلي: موږ د نړۍ د ټولو مسلمانانو څخه غوښتنه کوو، چي د حج … نور ولولئ