سپورټ

روسیې د ساحلي فوټبال نړیواله اتلولي خپله کړه

د ساحلي فوټبال نړیوال جام پایلوبه د روسیې او جاپان ساحلي فوټبال ملې لوبډلو ترمنځ د روسیې په کوربتوب ترسره شوه، چې پکې روسیې پنځه ګولونه پر دوه جاپان ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې لومړی مقام وګاټه.   【第2ピリオド終了】2点ビハインドで最後の第3ピリオドへ🏆FIFAビーチサッカーワールドカップロシア2021 決勝#ビーチサッカー日本代表 2-4 ロシア📺LIVE:J SPORTS2/J SPORTSオンデマンド📺録画:BSフジ 8/30 4:00~🔗https://t.co/IDEqCn4fRo#jfa #daihyo #beachsoccer #BeachSoccerWC pic.twitter.com/jj6nfrV0fx — 日本サッカー協会 (@JFA) August 29, 2021 د ساحلي فوټبال نړیوال جام   دا سیالي کټ مټ د فوټبال لوبې ته ورته ده، خو یوازې یې ښکاره توپیر په دې کې دی، چې لوبغاړي یې باید لوڅې […]

سپورټ

میسي د پاریسن جرمېن لوبډلې لپاره لومړنۍ لوبه ترسره کړه

د ارجنټاین فوټبال ملې لوبډلې او اسپانیا هیواد د فوټبال غوره کلب بارسلونا پخوانی تکړه او نامتو لوبغاړی او ددې کلب لوبډلمشر لیونل میسي د بارسلونا لوبډلې څخه د اګسټ میاشتې په ۵مه نېټه جلا شو.   له هغه وروسته میسي د فرانسوۍ لوبډلې پاریسن جرمېن لوبډلې سره په ازاد ډول د دوو کلونو لپاره تړون وکړ.   تریوځای کېدو وروسته هغه پرون د یاد کلب لپاره لومړنۍ لوبه ترسره کړه او د لوبې په ۶۶تمه دقیقه کې د نیمار پرځای لوبې ته داخل شو.   https://twitter.com/PSG_English/status/1432107264102572032?s=19   یاده لوبه […]

سپورټ

فوټبال؛ د اروپا اتلانو فوټبال لیګ د راتلونکې پړاو پچه اچونه ترسره شوه

د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ ‹‹چمپېنزلیګ›› د راتلونکې ۶۷تم پړاو پچه اچونه تېره پنجشنبه د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شوه، چې پکې ۳۲ ګډونوالې لوبډلې په اتو ګروپونو ووېشل شوې.   لومړی ګروپ: منچسټر سیټي، پاریسن جرمېن، لیپزیک او بلک برګ. دویم ګروپ: اتلاتیک ماډریډ، لیورپول، پورټو او مېلان. درېیم ګروپ: سپورټینګ، دورتمند، اژاکس او بیسکیتز. څلورم ګروپ: انټرمېلان، ریال ماډریډ، شاختار او شېریف. پنځم ګروپ: بایرن مونیخ، بارسلونا، بینیفیکا او کیېو. شپږم ګروپ: ویاریال، منچسټریونایټیډ، اتلانتا او یانګ بایز. اووم ګروپ: لیلي، سویا، سالزبرګ او ولپسبرګ. […]

سپورټ

نامتو فوټبالر رونالډو د خپلې پخوانۍ لوبډلې منچسټر یونایټیډ سره یوځای شو

د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او ایټالوي کلب یوونټوس تکړه، مشهوره او بریدګر لوبغاړی کریسټیانو رونالډو د یوونټوس لوبډلې څخه جلا شو او د انګلستانۍ لوبډلې منچسټر یونایټیډ سره یوځای شو.   رونالډو تر دې مخکې د منچسټر یونایټیډ لوبډلې سره په ۲۰۰۳م کال کې یوځای شوی و، چې د یادې لوبډلې لپاره یې شپږ کلونه خورا بریالي تېر کړل او له هغه وروسته په ۲۰۰۹م کال کې د ریال ماډریډ سره یوځای شو.   رونالډو د منچسټر یونایټیډ لوبډلې سره د دوو کلنو تړون په ۲۸ میلیونه […]

سپورټ

میسي په ژړا د بارسلونا لوبډلې سره مخه ښه وکړه

درې ورځې وړاندې په ناڅاپې توګه بارسلونا کلب پر خپلو ټولنیزو رسنیو یوه اعلامیه خپره کړه، چې ددې کلب نامتو او بریدګر لوبغاړی لیونل میسي نور نشي کولای په بارسلونا لوبډله کې ولوبیږي، چې دې خبر د فوټبال د ډېرو مینوالو ترڅنګ حتا خپله لیونل میسي هم خورا زیات حیران کړی. بارسلونا کلب په یاده خپره کړې اعلامیه کې ویلې، د میسې سره د نوي تړون لپاره موافقې ته رسېدلي وه، خو د تړون نوي کولو مالي او ساختماني خنډونو دغه تړون لغوه کړ او نور میسي نشي کولای د […]

سپورټ

په بارسلونا کې د میسي لوبو، جامونو او ګټلو جایزو ته کتنه

وړمه شپه په ناڅاپې توګه بارسلونا کلب پر خپلو ټولنیزو رسنیو یوه اعلامیه خپره کړه، چې ددې کلب نامتو او بریدګر لوبغاړی لیونل میسي نور نشي کولای په بارسلونا لوبډله کې ولوبیږي، چې دې خبر د فوټبال د ډېرو مینوالو ترڅنګ حتا خپله لیونل میسي هم خورا زیات حیران کړی. بارسلونا کلب په یاده خپره کړې اعلامیه کې ویلې، د میسې سره د نوي تړون لپاره موافقې ته رسېدلي وه، خو د تړون نوي کولو مالي او ساختماني خنډونو دغه تړون لغوه کړ او نور میسي نشي کولای د بارسلونا […]

سپورټ

د نړۍ نامتو فوټبالر «میسي» د بارسلونا لوبډلې څخه جلا شو

د ارجنټاین فوټبال ملې لوبډلې او اسپانیا هیواد د فوټبال غوره کلب بارسلونا تکړه او نامتو لوبغاړی او ددې کلب لوبډلمشر لیونل میسي د بارسلونا لوبډلې څخه جلا شو. بارسلونا کلب د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې د میسې سره د نوي تړون لپاره موافقې ته رسېدلي وه، خو د تړون نوي کولو مالي او ساختماني خنډونو دغه تړون لغوه کړ او نور میسي نشي کولای د بارسلونا لوبډلې سره نوی تړون وکړي. د بارسلونا کلب له لوري په خپره شوې اعلامیه کې دا هم راغلې، چې د […]

سپورټ

فوټبال؛ ایټالیا د یورو کپ اتلولي د دویم ځل لپاره خپله کړه

د اروپا د اتلولۍ کپ په ۲۰۲۰م کال کې ترسره کېدی، خو د کورونا ویروس له امله وځنډول شو او د روان ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې په ۱۱مه نېټه پيل شو او دادی تېره شپه «د جولای په ۱۱مه نېټه» د ایټالیا فوټبال ملې لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد. ددې کپ پایلوبې ته د ایټالیا ملې لوبډلې سره د انګلستان ملې لوبډلې لاره پیداکړې وه، چې لوبه یو ـ یو مساوي شوه، خو وروسته په پینالټیو کې ایټالیا ملې لوبډلې بریا خپله کړه. د انګلستان لپاره لوکو […]

سپورټ

ارجنټاین د ۱۵م ځل لپاره د کوپا امریکا سیالۍ وګټلې

د کوپا امریکا سیالیو پایلوبه تېره شپه ارجنټاین او برازیل فوټبال ملې لوبډلو ترسره کړه، چې پکې ارجنټاین یو ګول پر صفر برازیل ته ماتې ورکړه او ددې ټورنمنټ اتلولي یې د ۱۵م ځل لپاره خپله کړه. په یاده لوبه کې د ارجنټاین ملې لوبډلې لپاره انجیل ډیماریا د لوبې په ۲۲مه دقیقه کې ګولوهنه وکړه.   تر پایلوبې وروسته د ارجنټاین ملې لوبغاړو خوښۍ   #CopaAmérica 🏆 ¡A los pies de la copa! Enorme festejo del plantel argentino con su gente 🇦🇷 🇦🇷 Argentina 🆚 Brasil 🇧🇷#VibraElContinente #VibraOContinente pic.twitter.com/Sgr48GOBkR […]

سپورټ

فوټبال؛ اسپانیا او ایټالیا هیوادونه نن لومړۍ نیمه پایلوبه ترسره کوي

د اروپا فوټبال اتلولۍ لوبو په لړ کې اسپانیا، ایټالیا، انګلستان او ډنمارک هغه څلور هیوادونه دي، چې د ۳۲ هیوادونو له ډلې یې نیمه پایلوبې ته لاره پیداکړې ده. نن شپه په لومړۍ نیمه پایلوبه کې اسپانیا او ایټالیا ملې لوبډلې یو دبل پر وړاندې د شپې ۱۱:۳۰ بجې لوبغالي ته کښته کیږي. ددې دوو هیوادونو ترمنځ دا لوبه د لندن په ویمبلې لوبغالې کې ترسره کیږي. بله پلوه دویمه نیمه پایلوبه بیا سبا چهارشنبه پر عیني وخت د انګلستان او ډنمارک ملې لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. ټاکل شوې […]