ژوند بڼه

اوښکې څه شی دی؟

اوښکې يوازې رڼې اوبه نه دي، چې له سترګو راوبهېږي او په ګرېوان کې ورکې شي. اوښکې عواطف او احساسات دي. ځينې وختونه يوازې دوې اوښکې هم ډېرې خبرې کوي او ډېر څه ښيي. ځينې اوښکې په زړونو کي له ځوانيمرګو ارمانونو غږېږي. ځينې وختونه اوښکې هغه خبرې وي، چې په خوله نه کېږي. ځينې اوښکې د زړونو وينې، د زړونو اه او فرياد وي. ځينې اوښکې مجبوري بيانوي. ځينې اوښکې د خپلې بېوسۍ زړه چاودې کيسې کوي. ځينې وخت اوښکې هغه رازونه وي، چې په زړونو کې ناويلې پاته […]

د ماشوم نړۍ

ماشومانو کې د ژور خفګان نښې نښانې

د لویانو په څېر، ژورخفګان په ماشومانو کې بېلابېلې نښې لري او د کوچنیانو د ژوند په ټولو برخو او ودې، له دې ډلې احساسي وده، شناختي، ټولنیز او زده کړیز وضعیت کې اغېزناک دی. نښې نښانې یې په لاندې ډول دي: – د نارامۍ احساس، ناهيلي، ستړیا، بې میلي. – له لوبو او ساعتېرۍ خوند نه اخیستل. – پلمې لټول، غوسه، ژړا. – ګوښه توب، پالنې یا کورنۍ پورې له حد زیات تړل کېدل. – بې حالي یا له حد زیات فعالیت، بې قراري. د یوازېتوب احساس، ځانته د […]

ژوند بڼه

نږور ته د خواښې لیک!

ژباړه ما نهه میاشتې د اولاد دروند بار تېر کړ تر څو چې نړۍ ته راغی. ډېری شبې یې سرته ویښه ناسته وم تر څو چې اسوده خوب وکړي. کله چې په ځمکه ولوېد او په ژړا شو، لومړۍ کس وم چې اوښکې مې یې پاکې کړې. کله چې لومړی ځل ښوونځي ته لاړ، دا زه وم چې کورته پرته له هغه تلل راته سخت و او ټوله ورځ د ښوونځي د دروازې تر شا ورته په تمه کېناستم. کله چې یې لومړی ځل په ښوونځي کې جنګ وکړ، تر […]

روغه سټه

نوې څېړنه؛ بډوډو ته د قهوې ګټې!

ژباړه د روغتیا لپاره د قهوې ګټې لا هم د څېړلو په حال کې دي او اوس څرګندېږي چې د پام وړ ټکې په توګه یې په لیست کې اضافه کړو: بډوډو ته د قهوې ګټې! په یوې نوې څېړنې کې چې د امریکا په رسمي ملي بنسټ کې خپره شوې لیکنه کې، څېړونکو د قهوې د اغېز د درک لپاره نوې کړنه د درد لرونکې اختلال د مخنیوي لپاره چې په ١٥% نفوس باندې اغېز ښندي، جوړ کړی. د قهوې او د بډوډو د تیږو اړوند څېړنه د بډوډو […]

ټولنیز ژوند

د زړه خبره دې واوره او هر څه چې غواړې ترسره یې کړه – لنډه کیسه

ژباړه یوه هلک د یوې نجلۍ سره ډېره مینه درلوده. د څو کلونو وروسته یې پرېکړه وکړه چې له هغې سره واده وکړي. خو له ځان سره یې وویل: لومړی یې باید د کورنۍ/ خپلوانو په اړه له خلکو پوښتنه وکړم چې څنګه نجلۍ ده، اخر زما د ژوند مسله ده. هلک په پوښتنه ګروېږنه پیل وکړ. خو زیات خپه شو، ټولو ویل ډېره بده نجلۍ ده، ژوند دې مه تریخوه. هلک له ځان سره ډېر فکر وکړ او پایله دا شوه چې له هغې سره له واده تېر شو او […]

ژوند بڼه

هغه موقعیتونه چې باید چوپ اوسئ

داسې وختونه ژوند کې راځي چې باید څوک چوپتیا غوره کړي. کله چې ډېر غوصه یاست باید خبرې ونه کړئ ځکه کومې خبرې چې انسان هغه وخت کې کوي کېدای شي ورته د هغه خبرو څخه پښېمانه شي. کله چې په بحراني وضعیت کې انسان اوسي نو هغه وخت هم ښه دی چې موږ چوپ پاتې شو. هغه وخت چې  زموږ خبرې د نورو د توهین سبب شي تر دې چې نور انسانان خفه کړو نو زموږ چوپ والی ښه دی. کله چې یو انسان ټولو حقایقو ته لاسرسی ونه […]

ژوند بڼه

بدلون ستونزمن دی اما کېدونکی دی

لیکنه: عبید افغان زما د ذهن پۀ حافظه کې ډیرې داسې پیښې شته چې لۀ تعصبه خالي نۀ دي. ډیرې داسې پیښې شته چې د انساني ارزښتونو پۀ پل روانې دي. ډیرې داسې پیښې چې لۀ جنګ او کرکې، لۀ غم او خفګان، لۀ خوښۍ خوشحالۍ مالا مال دي. اما انسان پۀ یؤ حال کې نۀ پاتې کېږي. ځکه پۀ یؤ حال کې پاتې کیدل انسان ځؤرؤي، ستونزمنه ده چې هره ورځ هر شی دې پۀ همغه رنګ وي، کوم چې پرون ؤ. بدلون ستونزمن دی، د انسان پۀ ژؤند […]

ژوند بڼه

د مېرمنو پر وړاندې له صبر او زغم څخه کار واخلئ!

لیکنه: مستوره محمدي دخوشحاله اوهوسا ژوند لرل د انسان د لومړنیو اړتیاوو څخه ګڼل کیږي. د دې لپاره چې په خپل ژوند کې هوسا واوسئ، نو مهمه خبره دا ده چې یو بل وزغمئ، یو بل ته درناوی او د قدر په سترګه وګورئ. که چېرې زغم او ځان تېرېدنې ته یو بنیادي اصل په سترګه وکتل شي، نو داسې کومه ستونزه او ربړه نه پاتې کېږي، چې حل او هواره نشي. په افغاني ټولنه کې اکثره نارینه په خپلو کورونو کې ډېکټاټورانه چلند نه ګټه اخلي؛ ځکه نارینه دا […]

لیکوالي

لنډه کیسه: هېڅکله مه ناهيلي کېږﺉ

  ژباړه: نسیمه محمدي څلور ډيوې ورو ورو سوځېدې، چاپېریال دومره ارام او چوپ و، چې د هغوی ترمنځ خبرې اورېدل کېدای شوای. لومړۍ ډيوې وویل: زه سوله یم، هېڅوک نشي کولی ما تل روښانه وساتي. فکر کوم ډېر ژر به خاموشه شم. د سولې خبرې لا خلاصې نه وې چې لمبه یې کمه او بیا مړه شوه. دویمې ډيوې وویل: زه ایمان یم، په رښتیا لکه چې ما ته څوک اړتیا نه لري، نو ځکه زه هم نور روښانه پاتې کېدو ته لېواله نه یم، چې له دې زیات […]

ژوند بڼه

د اعتماد په نفس رامنځته کولو لپاره شپږ لارې چارې

  ژباړه: نسیمه محمدي ١ _ د نورو سره له پرتله کولو لاس واخلﺉ؛ څېړونکو موندلې ده هغه کسان چې ځان د نورو سره پرتله کوي، حسادت تجربه کوي. او څومره چې د دوی حسادت زیاتېږي، د ځان پر وړاندې بد احساس لري. ٢ _ ځان د مثبت اندو په کړۍ کې کډ کړﺉ؛ وګړي چې تاسې ورسره وخت تېروﺉ، ستاسې له اټکل زیات ستاسې په فکر او اند اغېز ښندي. که د یوه ځانګړي شخص سره له معاشرت وروسته ښه حس نه لرﺉ، ممکن د خدای پامانۍ وخت را […]