افغانستان

له یوه ښوونځي سره د مرستې په موخه درې میاشتنۍ سیالۍ پای ته ورسیدې

راپور: بشر درویش په ننګرهار ولایت کې له یوه ښوونځي سره د مرستې په موخه جوړې شوې درې میاشتنۍ (مزينې چمپین ټرافي) کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې. د کرکټ دا ټورنمینټ چې د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ په مزینې سیمې کې د ۳۳ ټیمونو ترمنځ پیل شوی وو، وړمه ورځ پنجشنبه یې د پای لوبه ترسره شوه. د یاد ټورنمینټ جوړوونکي وايي، ددې سترو او اوږد مهاله سیالیو هدف یې د زده کړو ملاتړ او ورسره مرسته کول ول. دوی وايي، غازي امان الله خان په نوم د یوه سیمه […]

سپورټ

تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله اماراتو ته روانه شوه

نن د یکشنبې په ورځ تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله په اسیا جام کي د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته روانه شوه، چي تر ۱۹ کلونو د کم عمره لوبغاړو ترمنځ په اسیا جام کي به خپله لومړۍ لوبه راتلونکې پنجشنبه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي. افغان کرکټ بورد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، د لوبغاړو خدای پامانۍ په مراسمو کي د کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف وویل، د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله راتلونکي کې مهمې سیالۍ لري او د دواړو […]

سپورټ

د لامبو وهنې نابینا افغان لوبغاړي لندن کې درېیم مقام وګاټه

د افغانستان د لامبو وهنې نامتو افغان لوبغاړي ولي محمد نوري په لندن کي د سل هیوادونو د لوبغاړو ترمنځ د لامبووهنې په سیالیو کې درېیم مقام وګاټه او افتخاري مډال ورکړل شو. دا سیالي تېره شپه لندن کې وشوه، چي پکې ولي محمد نوري یوازینی نابینا لوبغاړی و او د راپورونو له مخې پاتې نور ټول لوبغاړي بیا فزیکي روغ ول، خو ذهني ستونزې یې لرلې. ولي محمدنوري وروسته له هغه دې مقام ته ځان ورساوه، چې ټاکل شوی پنځوس متره واټن یې په ۵۹ ثانیو کې طی کړ. […]

سپورټ

افغانستان راتلونکې میاشت نیدرلنډ سره درې یوورځنۍ لوبې کوي

د افغانستان کرکټ بورډ د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې د افغانستان کرکټ ملې لوبډله به د راتلونکې ۲۰۲۰م کال په جنورۍ میاشت کي د نیدرلنډ کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې یوورځنۍ لوبې ترسره کړي. په یاده اعلامیه کې راغلې، چې دا درې نړیوالې سیالۍ د افغانستان په کوربتوب، د قطر پلازمینې، دوحې ښار په ایشین ټاون کرکټ لوبغالي کې د جنورۍ میاشتې په ۲۱مه، په ۲۳مه او ۲۵مه نېټه ترسره کیږي. افغان کرکټ بورډ زیاته کړې، افغان کرکټ ملې لوبډلې له دې وړاندې د […]

سپورټ

نړیوال جام کې د افغانستان لوبې، وختونه او لوبغالي یې!

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام چې تېره اونۍ پيل شو، نن یې رسماً د سوپر ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ پيلیږي. د سوپر ۱۲ غوره لوبډلو ته افغانستان، هندوستان، پاکستان، اسټرالیا، نیوزیلنډ، ویسټ انډیز، انګلستان، او سویلي افریقا هیوادونو وار له مخې لاره پیداکړې وه، خو له لومړي پړاو څخه سوپر ۱۲ پړاو ته سکاټلینډ، نمیبیا، بنګله‌دېش او سریلانکا هیوادوننو لاره پیداکړه.   ۱ـ افغانستان د سکاټلینډ پر وړاندې   د شل اوریزه نړیوال جام په سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر میاشتې په ۲۵مه نېټه«راتلونکې دوشنبه» […]

سپورټ

ویراټ کوهلي: موخه مو د شل‌اوریزه نړیوال جام ګټل دي

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، د لوبډلې یوازینۍ موخه یې داده، ترڅو د کرکټ شل‌اوریزه نړیوال جام وګټي. ویراټ کوهلي له رسنیو سره په خبرو کې ویلې، ددې موخې لپاره به تر وروستۍ کچې زیاتې هڅې وکړي.   شل اوریزه نړیوال جام   ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شو او اوس به د یاد هیواد پرځای په متحده عربي اماراتو […]

سپورټ

چینای د څلورم ځل لپاره د IPL لیګ اتلولي خپله کړه

د هندوستان آی پي ايل سیالیو څوارلسم پړاو تېره شپه د چینای سوپر کینګز کرکټ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد، چې دې لوبډلې په پایلوبه کې کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې ته په ۲۷ منډو توپیر ماتې ورکړه.   2⃣0⃣1⃣0⃣ 🏆2⃣0⃣1⃣1⃣ 🏆2⃣0⃣1⃣8⃣ 🏆& NOW 2⃣0⃣2⃣1⃣ 🏆 Heartiest congratulations, @ChennaiIPL! 👏 💛#VIVOIPL | #Final | #CSKvKKR pic.twitter.com/23LqFdSzWH — IndianPremierLeague (@IPL) October 15, 2021     د پایلوبې بشپړ جذیات   پچه یا ټاس کلکتې لوبډلې وګاټه، چي چینای لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. چینای د لوبې په ټاکلو […]

سپورټ

شهزاد نیپال لیګ کې ترټولو زیاتې منډه جوړونکې لوبغاړی شو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي د نیپال په غوره لیګ سیالیو کې ښه ولوبېد او ددې لیګ ترټولو زیاتې منډه جوړونکی توپوهونکی شو. شهزاد محمدي په دې لیګ کې ټولې ۷ سیالۍ وکړې، چي په دې اوو لوبو کې یې ۲۰۷ منډې جوړې کړې او د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په سر کې راغی. په دې سره هغه ته د موټرسایکل جایزه ورکړل شوه.   د نیپال غوره لیګ او پایلوبه یې   دا لیګ د تیري سیپټمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه […]

سپورټ

عزیز‌الله فضلي په رسمې توګه د کرکټ بورډ رئيس وټاکل شو

د ا،ا،ا د رییس الوزراء د لومړي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر آخند د حکم په اساس ښاغلی حاجي عزیزالله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ د ادارې عمومي رییس وټاکل شو.   د ويلو ده، چې نېږدې یوه میاشت وړاندې حاجي عزیزالله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ د سرپرست عمومي رییس په توګه وټاکل شو .   ښاغلي فضلي له تېرو شاوخوا شلو کلنو راهیسې د افغانستان کرکټ ته په بېلابېلو برخو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.       https://www.facebook.com/AfghanistanCricketBoardOfficial/photos/a.1591919041062688/3035949996659578/?__cft__[0]=AZUKJUxYsnZC8HU678qYeEinYjsugQPqPbOGbX1XKt0SWaBYIS_aBPk3CxoGiwO22lW0kcV-9w_xlppEbwpQ4eVogdM2C8vxsgy2gGtoFcUg1pVkc9c_NhQtrLdeBPWtJu9e2Db2jsQhTOoRt8YkPrKL&__tn__=EH-R

سپورټ

کرکټ؛ افغان ځوانانو بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله‌دېش له ۱۹ کلنو کم عمره ملې لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټیسټ لوبه ترسره شوه، چې پکې تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې بنګله‌دېش ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه.   د یادي لوبې بشپړ حال   پچه بنګله‌دېش لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه، چې په خپله لومړۍ پاڼې کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې وکړې. یاده پاڼۍ کې بنګله‌دېش ته مولا ۳۹، افتخار حسین ۳۷ او مهرو بیا ۲۸ منډې وکړې. ددې ترڅنګ د افغانستان لپاره په یاده پاڼۍ کې […]