بریا او پرمختګ

خواشینې هم په خپل ذات کې یو رنګ دی، چې په هر رنګ (غم) کې یو خیر وي

  دنیا د غم ټال دی او په دې ټال د زنګېدلو لپار بهانې، دلایل کم نه دي، خو د دې ټال نه د کوزېدو او د دې قلف ماتولو لپاره کیلۍ لرل پکار دي. مثلا: د خواشینۍ دلیل که لیکې، نو دا هم ولیکه؛ دا چې انسان باید د انسان په ځای او رب د رب په ځای وګڼل شي. هر کله چې انسان د رب په ځای کښېنول شي، د دوی عبادت کوي، … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د اپل کمپنۍ د بنسټ اېښودونکي، سټیو جابز د پرمختګ ۷ رازونه

د اپل کمپنۍ بنسټ اېښودونکی، سټیو جابز چې د ډېرې شتمنۍ خاوند دی، د خپلو ټولو پرمختګونو او ټولو لاسته راوړنو لامل څو درسونه او رازونه ګڼي، چې د اسانۍ ترڅنګ حیرانونکې پايلی هم لري. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د سټیو جابز د پرمختګ او لویو لویو لاسته راوړنو رازونه د هغه د ژبې له روایت نه ولیکو، که غواړئ د نوموړي د پرمختګ د رازونو په اړه پوه شي، لیکنه تر … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ښځې؛ مبارزه، نن او پرون!

اکثريت ښځې با سواده دي. د ژوند په سختو شرايطو کې يې زده‌کړې کړي دي، زحمت يې ويستلی او هر ډول ستونزې يې ګاللي دي. له ډېرې مبارزې وروسته يې ځانته د خوښۍ زمينه برابره کړې وه، او په هره اداره کې يې دندې تر سره کولې. خپلې ستونزې يې د خپل استعداد او لياقت پر مټ حلولې، په خپلو لاسونو يې د ځان لپاره پيسې ګټې، خپلې ستونزې يې پرې حلولې. چاته هم محتاجه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د دنیاوي ژوند د کامیابۍ ۱۱ اصول

ژباړه او راټولؤنه ۱، د لوړ معاش لرونکي دندې څخه، کوچني کاروبار ته ترجیح ورکړئ، ځکه دنده تاسې، هېڅکله شتمن کولای نشي. ۲، په شخصي سرمایه کاروبار مه شروع کوئ. شخصي سرمایه ستاسې د عمومي سرمایې ساتونکې ده، چې عمومي سرمایه مو یوازې ژغوري، زیاتولی یې نشي. هڅه وکړئ د نوي کاروبار له شروع کولو دمخه سرمايه پیدا کړئ. ۳، تاسې هره ورځ په لس کاروباري طرحو( ایډیا) فکر وکړئ، دغه ۱۰ کاروباري طرحې به … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د ځوانانو مسوولیتونه، خو په لاره کې پراته خنډونه څه دي؟

ليکنه او راټولونه افغانستان د تېرو څو لسیزو جګړو او کورنیو نا خوالو له امله نه یوازې په سیاسي، اقتصادي او ټولیز ډګر کې زیانمن شوي، بلکې په دې موده کې د هېواد تر ټولو ستره پانګه یانې ځوانان مو هم له هر پلوه زیانمن شول چې له هغې ډلې د ځوانانو بې سوادي، بې کاري او ډله ډله بهر ته کډوال کېدل د دوی په ژوند کې یوه ستره ستونزه بلل کېږي. ځواني د … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

اړینې لارښوونې؛ یو روغتیاپال/ه باید دا ټکي تل په پام کې ولري!

ليکنه او راټولونه ـ ډاکټر/ه یا روغتیاپال/ه باید له هر څه دمخه د ښو او پاکو اخلاقو خاوند وي. د ناروغانو سره ډېر نیک او نرم چلند وکړي او داسې الفاظ او رویه خپله نه کړي، چې ناروغ د خواشینۍ او خفګان سبب شي. ـ روغتیاپال/ه باید په خپل فن او دنده پوره لاس بر وي او معلومات ولري. د خپل کار په بهیر کې وارخطا او ناهیلی نشي او د ناروغ د ژوند تر … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د احمد شاه بابا دوره کې تر سره شوي خدمتونه

ليکنه او راټولونه د اوسني افغانستان موسس په ۱۱۳۵ه کال کې د هرات په تاریخي ښار چې د ابدالیانو د واکمني مرکز وو، زیږېدلی دی. د پلار نوم یې زمان خان دی چې هغه د دولت خان، سرمست خان، شیرخان، خواجه خضر خان، سدو خان له کورنۍ سره رابطه لري. لوی احمد شاه بابا د خپلې واکمنۍ په دوران کې د خپل هېواد د پیاوړتیا او یووالی په برخه کې د پاملرنې وړ کارونه ترسره … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د نیمې نړۍ نیمګړې زده‌کړې!

  په نړۍ کې نيمه برخه د ښځو ده! مګر هغه ښځه چې، د نيمې نړۍ مسووليت په غاړه لري بايد خپلواکه، باسواده او غښتلي اوسي. نو د ښځو لپاره زده‌کړه اړينه ده؛ ځکه ښځه په یو لاس زانګو په بل لاس جهان زنګوي. د پاچا خان په قول ( د ښځو انرژي د څلورو دېوالونو ترمنځ وسوځېده). موږ خپل نيم قوت پخپله له ځانه اخيستی او په ښځو دا ناقص قول عملي کوي چې” … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د وطن یوه خاموشه او دردېدلې چېغه، چې ناهیلې نشوه او نه ماتېدونکي ده. د “مریم امرخېل ” ژوند لیک!

  “مریم امرخېل ” په خپله ستومانه او وروسته پاتې ټولنه کې یو بیدار فکر او د معارف روښانه څلی دی. هغه ټولنه، چې د کتاب و قلم نه محرومه او ناخبره وه، دغسې یوه پیغبره یې ورکړه. مریم وایې: ما له اووه کلنۍ چې کله د ځان د تعلیم فکر او مینه لرلې د نورو نجونو لپاره مې هم د تعلیم هڅې پیل کړي؛ کور په کور به کلي کې ګرځېدم. پلار به مې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

غلا؛ په ماشومانو کې لوی چلندي کړکېچ!

مرکه صديقه پوپلزۍ او استاد امرخېل یو وخت مې له یوې رسنۍ سره کار کاوه یوه متاهله همکاره مو لرله چې تل به یې له خپلو کوچنیانو شکایت کاوه، تل به یې همدا په خوله کې لیکلي وو، “خدای دې دوی ورک کړي بیخي یې په سر اخیستې یم، پیسې مې برسېره نشم ایښودلای راڅخه غلا کوي یې او بیا چې هر څه وکړم نشم یې موندلای، دا خو خیر خپل کور دی، اوس یې … نور ولولئ