اقتصاد

د زده کړو پر مهال څه ډول کار وکړو؟!

اقتصادي ستونزو د زده کړو په ګډون د افغانانو د ژوند ګڼ اړخونه زيانمن کړي دي. هر افغان زده کوونکى او محصل د همدې ستونزو له کبله د زده کړو پر مهال د کار هڅه کوي. په دې کې نه شته چې کار کول که هر وخت وي ښه خبره ده؛ خو که د زده کړو د مخنيوي سبب کېږي په لوى لاس د خپل راتلونکي له منځه وړل دي. پرون د ژورنالېستانو د روزنې … نور ولولئ

اقتصاد

هغوی ته، چې د کار په لټه کې دي!!

پرون په موټر کې له یوه ملګري سره روان وم. د خپل یوه نږدې دوست له بیکارۍ یې شکایت کاوه. ویل یې «له بهره یې ماسټري او دوکتورا راوړې ده، خو څوک کار نه ورکوي». « په ادارو کې ډېری داسې کسان په کار بوخت دي، چې له ۱۲ فارغ دي، یا د لیسانس په کچه زده کړې لري، خو دده اسنادو ته څوک پام نه کوي». دا مسئله د افغانستان په دولتي ادارو کې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ستاسو ذهن او تنه څنګه له یو بل سره تړاو لري؟

لیکنه : پوروي چوټای – روانشناسه ژباړه: شمیم اتل ډیر به مو اوریدلي وي چې ذهن او تنه( باډي) له یو بل سره تړلي دي. خو دا څه ډول یو تړاو دی؟ دلته د ذهن او تنې ( بدن) ترمنځ د تړاو او اړیکو څو ساده ټکي راخلوو. 1- زموږ ذهن له داسې کیماوي موادو جوړ دی چې ورته نیروټرانسمیټرونه (neurotransmitters ) یا عصبي انتقالونکي وايي. دا نیرو ټرانسمیټرونه زموږ احساسات، طبعه، چورت او موډ … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

څو ګامه چې هر څوک یې د خوښۍ او رواني سکون پر لور اخیستلی شي

  د افغانستان اوږدې مودې جګړې نا امنیو او پراخې بې وزلۍ د ګڼو خلکو څخه خوښي اخیستې دي. له شونډو یې موسکا لوټلې او په عامو خلکو کې یې د خپګان کچه لوړه کړې. خو د ستونزو سربیره ځینې داسې لارې چارې شته چې له تاسو سره د خوشاله اوسیدو په چاره کې مرسته کولی شي. ځکه وايي، خوشالي د هر انسان دننه ده او په بهرنیو پېښو پورې کم تړاو لري. دلته د … نور ولولئ

ټیکنالوژي

توماس اډېسن ؛ د ښونځي تنبل زده کوونکی چې نړۍ د بريښنا په نور روښانه کړه

د شفیق امیرزي لیکنه توماس الوا اډېسن امریکایي انجنیر، مخترع او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پېژندل شوې څېره ده. هغه سلګونه برېښنايي وسایل اختراع کړي دي چې تر ټولو مشهور یې برېښنايي څراغ دی. اډېسن چې د ښوونځي په ابتدایه دوره کې و، ښوونکي به یې ویل چې هغه یو ټمبل شاګرد دی او ګومان نه کوي چې څه ترې جوړ شي. ډېری وايي، چې ښوونکي یې غوښتنه وکړه چې هغه دې نور … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ستونزه مه یادوه!

‌ ژوند له ډیرو خوښیو او بدیو ډک دی، ممکن یو وخت داسې وي چې هر څه ولرې، لکه مال، پیسې، کور، ښه ژوند، اسانتیاوې او نور… خو خوښ به نه وې، کیدلی شي چې یو وخت به هیڅ هم نه لرې، خو خوښ او خوشحال به وې. بیا په خاص ډول افغانستان کې چې تاوتریخوالی په کې زیات دی، د جنګ او جګړو له امله لوري غلطیږي او ناخوالې مو پر بیلابیلو رواني ناروغیو … نور ولولئ

په زړه پورې

عرب شیخان د هند مسلمانې پیغلې د جنسي خواهش د اشباع لپاره پیري او بیا يې پریږدي

  هندوستان ټایمز د مؤثقو او باوري سرچینو او اسنادو پر بنیاد د عرب بوډا شیخانو په اړه لیکي، چې د هندوستان په حیدراباد کې مسلمانې نجونې د خپلې جنسي غریضې د مړولو لپاره په لکونو پیسو پیري او وروسته يې بیا یا پریږدي او یا يې هم په بل کس خرڅوي. کیسه د د ۱۸ کلنې ریحانې څخه پیلیږي. ریحانه، چې د حیدراباد د زوړ ښار په نشمان ننګر سیمه کې اوسیږي، د حیدراباد … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

څنګه د نورو له مصنوعي مدیریت ځان وژغورﺉ؟

ستاسې په کور، دفتر او کارځي کې خامخا داسې کسان شته، چې پر نورو امر کوي. تاسې د کور د نارینه په توګه، مور او پلار د مشرانو په توګه د کور پر نورو غړو تل امرونه کوﺉ. دغه خلک معمولاْ شخصي حساسیتونه نه انګیري او د افرادو فردي خپلواکي تر پښو لاندې کوي. لور او زوی مو، چې خبره ونه مني، وهو یې. کشر ورور مو، چې له طبعې او امر سره سم کار … نور ولولئ