ټولنیز ژوند

یو قزاقستاني هلک د نجونو د ښکلا په سیالۍ کې ځان تر فاینل ورسوه

الی دیا ګلیو په نوم قزاقستاني ځوان هغه وخت د انجونو د ښکلا په مسابقه کښي د لوبېدو نیت وکړ٬ کله چي د خپلو ملګرو سره په بحث کښي موافقي ته ونه رسیدی. نوموړي غوښتل، دا ثابته کړي چې پخوا وختونو کښې به انجونو طبیعي ښکلا درلوده خو په اوسني وخت کې ډیرو یوازې په کاسمیټیک شیانو باندي تکیه کړې ده. الی دیا ګلیو ۲۲ کلن ځوان لومړی خپلې څیرې سره سم سینګار زده او … نور ولولئ

ټیکنالوژي

مصر د نړۍ د لمرینې انرژۍ تر ټولو لویه دستګا جوړوي

راټولونه: مهمه هڅه د مصر دولت غواړې چې تر پخوا زیات له لمرینې انرژۍ ګټه واخلي او د همدې هدف لپاره ددې هیواد په جنوب کې د نړۍ د ستر لمرین پارک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي. ټاکل شوې ده چې راتلونکي ميلادي کال کې به د لمریزې انرژۍ د تولید دا لمرین پارک په کارپيل وکړي. په 1913م کال کې امریکايي څیړونکي فرانګ شومن د لمرینې انرژۍ له لومړنیو دستګاوو څخه یوه … نور ولولئ

ژوند بڼه

د خوشحالۍ ترلاسه کولو لپاره دا ۸ کوچني عادتونه خپل کړئ

لیکنه: کسي امافیډون ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل پخوانیو فیلسوفانو تل دا خبره کړې، چې اوږد سفر تل په یوه وړوکي ګام اخیستو سره پیلیږي. لَوټزو وايي: “د زرګونو مَیلو سفر یوازې په یوه ګام اخیستو سره پیلیږي.” که غواړې چې د خپل ژوند په سفر کې خوشاله واوسې، نو دغه لاندې څو کوچني ګامونه واخله او خپل ورځینی عادت یې وګرځوه: ۱. سهار وختي پاڅيږه هغوی چې سهار وختي پاڅيږي، د لټۍ احساس نه کوي، … نور ولولئ

په زړه پورې

په لڼډو ټکو کې د چین لوی دېوال په هکله جالب مالومات

ژباړه: محمد عزيز پردېس د چين لوی دېوال د نړۍ ترټولو لوی دېوال او د تاريخ له پلوه ترټولو جالبه معماري ده چې د نړۍ د اوه ګونو عجايبو څخه هم شمېرل کېږي. د دې په هکله د چينايانو دا خبره ډېره جالبه او مشهوره ده، دوی وايي: کوم بهرنۍ ( غير چيني وګړی ) چې چين ته راشي او د چين د لوی دېوال څخه لیدنه ونکړي، نو داسې مانا ورکوي چې ګواکې بيخي … نور ولولئ

روغه سټه

د ذهني سکون، ډاډ او سولې څو لارښوونې!

لیکنه: ویکي هاوو ژباړه او زیاتونه: غازي عابد اوسنۍ عصري نړۍ د نه ختمیدونکو معلوماتو، جالبو، غالغمال یا مزاحمت کوونکو شیانو او کارونو څخه ډکه ده چې همدا حالت د فشارونو او تشویشونو د زیاتیدو لامل شوی. د نوې ټیکنالوژۍ له برکته هره ورځ پرلپسې له ډیر څه خبریږو، دغسې وضعیت رښتیا هم انسان په رواني لحاظ تر بیلابیلو اغیزو لاندې راولي. دا چې څه وکړو څو ارام او سوله ییز ژوند ولرو؛ نو دا … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

هغه ۷ منفي کارونه چې د ۹۹٪ منفي احساساتو مسوول دي

ليکنه: محمد عزيز پردېس ۱- وارخطايي وارخطايي تقريبا د انسانانو يو طبيعي عادت دی، خو په مشق او تمرين سره کولی شو له دې بد عادت څخه ځانونه وژغورو. معمولا چې کله پر موږ يو زېری کېږي ( که هغه مثبت يا منفي وي ) نو وارخطا کېږو، خپل ځان نشو کنټرولولی. د بېلګې په ډول که څوک مو د يوه دوست د مړينې څخه خبر کړي؛ خپل حواس له لاسه ورکو او بې واکه … نور ولولئ

په زړه پورې

د نړۍ تر ټولو یخه سیمه؛ د خلکو ژامې کړچیږي، باڼه يې کنګل شوي

واشنټن پوست د نړۍ د هغې برخې انځورونه خپاره کړي، چې د ځمکې مخ په سپینو واورو پوښلی او له یخنۍ په کې د خلکو ژامې کړچیږي؛ باڼه يې کنګل شوي او خواړه یخ ګرځيدلي. دا د روسيي اړوند سایبریا کې د (اویم یکون) په نوم کلی دی، چې تقریبا ۵۰۰ خلک پکې ژوند کوي. د هوا پیژندنې د سیمه ایزې ادارې د وروستیو معلوماتو په اساس دغلته د تودخې درجه منفي اته اتیا 88- … نور ولولئ

په زړه پورې

د نړۍ درې خوشاله هیوادونه، او دا چې ولې خوشاله دي؟

د ځانګړنو د بیلګو پر بنسټ د نړۍ ترټولو خوشاله سیمې د یوه هیواد د وګړو د خوشالۍ او هوساینۍ اساسي فکتورونه درې دي: ۱. خوښي ۲. موخه (هدف) ټاکل ۳. په ویاړسره ژوند کول ۱. کاستاریکا د کاستوریکا د مرکزي امریکا یو جمهوریت دی. ډيری وګړي یې د خوشالۍ د خپرولو په موخه او د مینه ناک انداز له کبله یو بل په ټیکاز (Ticos) یادوي، چې فوق العاده ټولنیز ملاتړ یې بولي. دغه … نور ولولئ

طبیعت

ځنګلونه ولې و نه وهو؟ ریاض درمل

ونې د خپلې ودې لپاره کاربن ډای اکسایډ کاروي او اکسیجن تولیدوي،‌تولید شوی اکسیجن مونږ بیرته د ساه اخیستلو لپاره کاروو ــ د اکسیجن پرته ژوند کول ناشوني دی. د ونو وهل که له یوې خوا د اکسیجن د تولیدولو او کاربن ډای اکسایډ جذبولو مخه نیسي له بلې خوا د ونو په سوځولو سره هغه کاربن چې د دوي په وجودونو کې وي بیرته د کاربن ډای اکسايډ غاز په شکل هوا ته ځي. … نور ولولئ