بریا او پرمختګ

د زردشت ۲۲ پندونه!

ژباړه زردشت ۳۷۰۰ کاله وړاندې دا پندونه موږ ته زده او يادګار پرې ايښي دي. ۱ – هغه څه چې تېر شوي، هېر کړئ او هغه څه چې لا پېښ شوي نه دي، اندېښنه مه کوئ. ۲ – له ځواب ورکولو وړاندې فکر وکړئ. ۳ – هېڅوک مه مسخره کوئ. ۴ – په حقه او ناحقه، دواړو قسم مه خورئ. ۵ – ځانته په خپله خوښه مېرمن/ خاوند وټاکئ. ۶ – د چا په تاوان او خفګان مه خوشحالېږئ. ۷ – تر کومه چې مو وس رسېږي، له خپلې شتمنۍ […]

مخکښان

د امام قتیبه رحمه الله پېژندګلوي او کارنامې

قتیبه بن سعید بن جمیل بن طریف بن عبدالله الثقفي، ابو رجاء البلخي البغلاني؛ چې په بلخ کې زېږېدلی دی. د شېخ الاسلام امام قتیبه صاحب له شاګردانو څخه، چې احمد بن سیار مروزي نومېږي، وايي: ما خپله د امام قتیبه(رح) څخه اوردېدلي و چې ویل یې، (وَلَدَتُ سَنَهَٔ خَمسِینَ ومائهٔ) یعنې، په یو سلو پنځوس(۱۵۰) هجري کال کې زېږېدلی یم. د امام قتیبه رحمه الله په پېژندګلوي کې د (الثقفي) کلمه ځکه یاده شوې، چې د خطیب بغدادي د روایت له مخې، دی یې په خپل کتاب «الرحلة فی […]

پوهنه

د جرم په اثبات کې د يوې قرينې رول

ليکوال: ولي الله حنيفي د قرينې تعريف: قرينه يو عربي مونث لفظ دی، په پښتو کې هم په همدې نوم باندې پېژندل کېږي، په لغت علامې، نښې او يا هغه څه چې انسان ته د پوهېدلو لپاره دليل وي په معناوو باندې استعمالېږي. قرينه په اصطلاح کې د هغه سبب په اساس چې د دوو واقعو په منځ کې ارتباط رامنځته کړي، يا د هغې واقعې استنباط او راويستل دي چې ثابته نه وي له هغې واقعې څخه چې ثابته وي، يا د مجهولې واقعې ثابتول دي د معلومې واقعې […]

بریا او پرمختګ

پنځوس کړنې چې ستاسې د پرمختګ سبب ګرځي!

ژباړه ١ – سهار وختي له خوبه ويښ شه او خوب دې منظم کړه. ٢ – چارو ته دې پلان جوړ کړه. ٣ – درس ووایه. ٤ – اعتماد په نفس ولره. ٥ – له ځانه مه وېرېږه. ٦ – له بدلون وېره مه لره. ٧ – د ژوند څخه دې زهرجن خلک لېرې کړه. ٨ – ځان نورو ته مه ورپېژنه کوه. ٩ – له نورو سره مشوره کوه. ١٠ – کتاب ولوله. ١١ – خپل ظاهري وضعیت ته پاملرنه کوه. ١٢ – د نورو لپاره له خپلو خوښیو […]

پوهنه

لنډ حکايت

يو بډايه کس د خپلې کوټې له کړکيو بهر وکتل او وې ليدل، چې يو بې وزله کس د کثفاتو سطل په لاس کې دى او د څه شي پلټنه کوي. نوموړي وويل: له خدايه ډېر شکر زه بې وزله نه يم. خو بې وزله کس بيا خپلې شاوخوا ته وکتل او يو ليونى یې وليد او ویې ويل: خدايه شکر چې ليونى نه يم. ليوني بيا په دښته کې يو امبولانس وليد چې ناروغان يې لېږدول، نو وويل خدايه شکر چې ناروغ نه يم. ناروغ بيا په روغتون کې […]

بریا او پرمختګ

ژوند کول او ژوند تېرول فرق لري

ژوند کول او ژوند تېرول فرق لري. ژوند تېرول دا دي، چي يوازي د ورځو شپو د کمولو حساب کوو. کار نه کوو. فعاله نه يو. يا په بله وينا د وخت  ضايع کولو  ننداره کوو. ژوند کول بيا دا دي چي کار کوو. فعاله يو. ځان ژوندی احساسوو. د ژوند له هري شېبې او هر فرصته ګټه اخلو. په ژوند تېرولو کي له ژونده شکايتونه هم ډېر وي؛ مګر په ژوند کولو کي شکايت ته فارغ نه يو. هغوی چي ژوند تېروي، وخت دروند پرې تمامېږي. د بل په […]

بریا او پرمختګ

ژوند يو رنګ نه دی

ژوند يو رنګ نه دی. بېلابېل رنګونه لري. د خوښيو، غمونو، دردونو، خوږو- ترخو، لوړو، ژورو، ښو، بدو، خندا او ژړا د دې ټولو ټولګه ده. موږ مجبوره يو، چي د دې هر څه خوند به ګورو. د سهار په تمه به شپه تېروو. د سپرلي لپاره به خزان زغمو. د ګټي په خاطر به تاوان ته غاړه ورکوو. د کاميابۍ لپاره به ناکامي منو. د وصال لپاره به هجران ګالو او د خندا لپاره به ژاړو. نه ټول عمر  غم وي، نه ټول عمر خوښي. نه همېشه سپرلی وي، […]

بریا او پرمختګ

د ماغزو درې کلیدي قانونونه

اول قانون؛ هر عمل چې په تکرار او عادتي ډول شي، د هغې عمل عصبي کنټرول په مغز یانې خوداګاه ضمیر ټيټ یانې ناخوداګاه ته ځي. په بل عبارت د یوه ارادي عمل تکرار سره، هغه عمل ناارادي عمل کېږي لکه ټايپ کول… دویم قانون؛ هر پيغام چې په مغز کې ګرځي یا ویل کېږي، په ناخوداګاه ضمیر اغېز ښندي او چې تکرار شي، اغېز یې څو برابره کېږي. هره ورځ پنځه زره اندونه زموږ له مغزو تېرېږي او له بده مرغه دا اندونه منفي دي. نو هغو کلمو ته […]

ادبیات

موږ څومره نېستمن یو

یوه ورځ یوه شتمن سړي خپل کوچنی زوی کلي ته یوړ، چې ورته وښيي هغه خلک چې هلته ژوند کوي، څومره نېستمن دي. هغوی دواړه، د یوه کلیوال په زوړ کور کې مېلمانه ول. د سفر په پای او د بېرته راستنېدو پر وخت، سړي له خپل زوی وپوښتل: ” زموږ د سفر په اړه دې نظر څه و؟“ هلک ځواب ورکړ: ” عالي و پلاره!“ پلار وپوښتل:” ایا د هغوی ژوند ته دې فکر وکړ؟“ هلک وویل:” هو پلاره!“ بیا یې پلار ترې وپوښتل: ” له دې سفر څخه […]

بریا او پرمختګ

ځانته د انګېزې ورکولو اته لارې چارې!

ژباړه ١ – له هوساینې لاس واخلئ؛ ځانته په سختۍ او زیار کښلو مه وېرېږﺉ، د دې لپاره چې بېلابېل ګامونه پورته کوﺉ زړه ته د وېرې لار مه ورکوﺉ او د زده‌کړې په هڅه کې اوسئ. ٢ – دا ومنئ چې تېروتنه د انسان د وجود یو جز دی؛ که په غلطه لاره لاړﺉ، د ضد له امله هماغه ځایی کې مه درېږﺉ، تېروتنه ومنئ او بېرته راوګرځئ. ٣ – اوږد فکر ولرﺉ؛ د بریالیتوب لاره ستاسې د لرليد انځور دی. ٤ – خوښ اوسئ؛ خوښي د انسان د […]